مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / شپاړلسمه لویه ګناه: د مشرتوب څخه ناوړه گټه اخيستل او د  ولس سره ظلم کول

شپاړلسمه لویه ګناه: د مشرتوب څخه ناوړه گټه اخيستل او د  ولس سره ظلم کول

(١٦) لويه گناه: د مشرتوب څخه ناوړهگټه اخيستل او د  ولس سره ظلم کول

څوک چي د ولس امير ټاکل سوی وي  توان يې تر نورو زيات دئ كولاى سي، چي ښه مشرتوب وکړي، خپل واک پر صحیح ډول استعمال کړي يعني د رعيت سره داسى معامله وكړي چي د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم رضا پكښي وي او كولاى سي چي بد مشرتوب وکړي يعني پر ولس باندي ظلم وكړي. که څوک د خپل واک او مشرتوب څخه ناوړه گټه پورته کوي پر خپل لاس لاندي خلکو باندي ظلم کوي دا لويه گناه ده، ځكه الله( فرمايي:

﴿اِنَّمَا السَّبِيْلُ عَلَي الَّذِيْنَ يَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَيَبْغُوْنَ فِي الْاَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۭ اُولٰۗىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ 42؀﴾ ([1])

ژباړه: باور وکړئ چي عذاب پر هغو كسانو سته چي پر خلکو ظلم  كوي او په مځكه كي په ناحقه سرکښي كوي، دغو كسانو ته سخت دردوونکی عذاب دئ.

همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: هر مشر چي د خپل ولس سره کوږوالی وكړي په دوږخ كي به وي. ([2])

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښه مشر په اړه ښه دعا كړې ده او فرمايلي يې دي: اې لویه ربه! څوك چي د دې امت د يو شي مشرتوب كوي او د خپل لاس لاندي خلکو سره نرمي او ښه چلند وكړي پر دغه مشر باندي ته نرمي وكړې، څوك چي پر دوی باندی شفقت كوي پر هغه شفقت وكړې. ([3])

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د قیامت په ورځ به تر ټولو لوی عذاب د ظالم مشر وي. ([4])

([1])سورة الشوری، الاية: ۴۲.

([2])عن معقل بن يسار قال: سمعت النبي صلی الله علیه وسلم  يقول: ما من راع غش رعيته إلا وهو في النار. (الطبراني في معجمه الكبير، ج:20، ص:228، ح:533)

([3])عن عبد الرحمن بن شماسة قال: أتيت عائشة زوج النبي صلی الله علیه وسلم  أسألها عن شيء، فقالت: أخبرك بما سمعت من رسول الله صلی الله علیه وسلم  يقول في بيتي هذا: اللهم من ولي من أمر أمتي شيئا فشق عليهم فأشقق عليه، ومن ولي من أمر أمتي شيئا فرفق بهم فارفق به. (ابن حنبل في مسنده، ج: 6، ص:93، ح: 24666)

([4] )عن ابي سعید قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : أشد الناس عذاباً يوم القيامة إمام جائر. (أخرجه أبو يعلى: 2/343، رقم: 1088، والطبرانى فى الأوسط: 2/16، رقم: 1595، وأبو نعيم فى الحلية: 10/114)

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …