مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ظهورِ مهدي (۲)

ظهورِ مهدي (۲)

“ظهورِ مهدي” دوهمه برخه

قیامت د حدیثو په رڼا کي

ژباړه: مسلم احسانمل

نبي کریم ﷺ فرمایلي:

ععَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ((لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ فَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ، فَذَلِكَ حِينَ لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا، لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلاَنِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا فَلاَ يَتَبَايَعَانِهِ وَلاَ يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ فَلاَ يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهْوَ يَلِيطُ حَوْضَهُ فَلاَ يَسْقِي فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلاَ يَطْعَمُهَا)). [صحیح البخاري: ۹۶۳/۲]

ژباړه: حضرت ابوهریره ؓ فرمایي چي رسول الله ﷺ وفرمایل چي: ”قیامت به تر هغو نه راځي تر څو چي لمر د مغرب له طرفه راپورته نسي، کله چي لمر د مغرب له طرفه راپورته سي او خلک هغه وویني بیا به ټوله خلک ایمان راوړي، خو دا به هغه وخت وي چي د هیچا ایمان راوړل به د قبول وړ نه وي، قیامت به په داسي حالت کي پر خلکو راسي چي دوه کسان به په خپل مینځ کي د کالو په معامله اخته وي، خو نه به یې خرڅي کړي او نه به دا کالي راټول کړي، قیامت به داسي یو دم راسي چي یو کس به د خپلي اوښي شیدې ولوشي خو هغه به و هم نه څښي، قیامت به همدا ډول دومره ژر راسي یو کس به د خپل حوض لپاره خټي جوړي کړي وي تر څو سم یې کړي خو د هغه څخه به کار هم وانه خلي همدارنګه یو کس به خپلي خولي ته د ډوډۍ ګوله پورته کړي خو مخکي له دې څخه چي هغه ګوله وخوري نو په ده باندي به قیامت راشي، هغه ګوله به ورڅخه پاتي شي ،خلاصه دا راوځي چي:قیامت به کله راځي ددې معلوم علم یوازي او یوازيد باري تعالیٰ سره دی، البته د قیامت زیاتي علامې موږ ته الله تعالیٰ د خپل ریښتني پېغمبر حضرت محمد ﷺ په واسطه راښودلي دي او پر دې خبره زموږ ایمان دی چي الله تعالیٰ کلام ثابت او قایم دی او د کومو خبرو چي د الله تعالیٰ له طرفه موږ ته خبر راکول سوی، هغه به کیږي.

قیامت او د قیامت علامې فسبوک

د عالم کارخانه د الله د حکم تابع ده، ددې لپاره د قیامت څخه مخکي پېښېدونکي هغه حالات د کومو چي موږ ته په قرآن او حدیثو کي یادونه سوې، د همهغه مطابق به په دنیا کي تغیر او بدلون راځي.

الله تعالیٰ په سورة یونس آیت ۶۴ کي فرمایي:

لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمٰتِ اللَّهِ ۚ

ژباړه: د الله خبري نسي بدلېداى.

لهذا د قیامت د کومو علامو یادونه چي سوې ده، د هغو پېښېدل لازمي امر دی، د هغو له جملې څخه زیاتي علامې خو اوس د ځمکي پر مخ واقع سوي دي، ځیني یې واقع کیږي او زیاتي علامې به پر خپل وخت ښکاره سي.

 

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …