مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / لومړۍ لويه ګناه

لومړۍ لويه ګناه

لومړۍ لويه ګناه

دالله جل جلاله  سره شريك نيول (لوى شرك)

دلوی شرک په اړه ډير آياتونه اوحديثونه راغلی دی چې ددواړو څخه به نمونه ذکرکړو .الله جل جلاله  فرمايي :

إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ (13)

ژباړه : بيشكه دالله جل جلاله  سره شريک نيول لوى ظلم دى ([1])

همدا ډول الله جل جلاله  بل ځاى فرمايي :

مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ

ژباړه : هغه څوك چى دالله جل جلاله  سره شريك ونيسى بيشكه الله جل جلاله  جنت باندى حرام كړى دى اوځاى به يي دوزخ وى([2])

دالله جل جلاله  دسپيڅلو ارشاداتو څخه په څرګند ډول معلوميږى چى څوك دالله جل جلاله  سره شريك ونيسى په دوزخ كښى يى تل اوسيدل حتمى دى ، ددې خبرى دلااثبات لپاره دسيدالبشر صلی الله علیه وسلم ډيراحاديث راغلىدىدبيلګىپه ډول  درسول

 

الله جل جلاله  څخه روايت دى  :چې اصحابو كرامو «رضی الله عنهم»ته رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ايا زه تاسو تر ټولو په لويه ګناه خبر نه كړم ؟  درى ځله يي داخبره تكرار كړه اصحابو كرامو «رضی الله عنهم» وويل : خبرموكړه يارسول الله ! رسول الله «صلي عليه وسلم» وويل : دالله «جل جلاله »سره شريك نيول دى اودمور اوپلار زهيريدل دى ، دحديث روايت كونكى وايې رسول الله «صلی الله عليه وسلم »تكيه وهلى وه ددې خبرى په كولو سره راكښينستىاووې ويل : خبر اوسى ناحقه خبره اوناحقه شاهدى لويه ګناه ده داخبره يې تكراروله ترداسى بريده پورى چى موږوويل كاشكى يې داخبره پريښي واي .([3] )

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلی دى : داوو(۷) هلاكونكوشيانو څخه ځان وژغوری ددغه اوو شيانو په لړ كې رسول الله (صلی الله عليه وسلم » يو شرك ذكر كړى .([4])

 

( كوچنى شرك )

دكوچنى شرك په اړه الله «جل جلاله» فرمايي :

فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (110)  ([1])  

ژباړه : څوك چى دالله جل جلاله دملاقات هيله لري نو نيك عمل دى وكړى او دخپل خداى«جل جلاله»په عبادت کې دى څوك نه شريكوى . يعنى عبادت دى خلګو لپاره نكوى چى ريا ورته وايي .

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» اصحابو كرامو «رضی الله عنهم» ته وفرمايل : ځان وساتى دكوچنى شرك څخه اصحابو «رضی الله عنهم» وويل : كوچنى شرك چيشى دى يارسول الله ؟ رسول الله «صلي الله عليه وسلم» وويل : په نيكوعملونو كښى ريا كول ده په ورځ دقيامت چې الله «جل جلاله» خلګو ته دنيكو عملونومزدورى وركوى رياكونكو ته به ووايي ولاړسى ستاسو لپاره مزدورى نسته هغه كسانوته ورسى چى دهغو لپاره مو نيك كارونه كول . يعنى دنامه  لپاره مو كارونه كول چې خلګ مو په ښه نامه ياد كړى نو هغه خلګو ته ورسى چى دهغو لپاره مو كار كاوه هغه دى مزدورى دركړى .([2])

رسول الله «صلی الله عليه وسلم» فرمايي : الله «جل جلاله» فرمايي : څوک چې زما سره ( په رياکولو سره ) شريک ونيسی دغه عمل دهغه چا لپاره دی چې ده زما سره شريک کړی دی زه ځنی بيزاره يم ([3])

([1]  ) سورة الکهف الآية (۱۱۰)

([2] ) قال العراقی : رواه احمد باسناد جيد عن ابن عباس والبهيقی فی شعب ، وابن ابی الدنيا من حديث محمود بن وليد وله رؤية ورجاله ثقاة ، قال المنذری : جيد . ورواه الطبرانی  محمود ابن وليد عن رافع بن خديج .

([3]  ) رواه مسلم دون کلمة : وانا بریء منه .، وهی عندابن ماجة بسنذ صحيح ….. آهـ عراقی .

([1] ) سورة لقمان الآية ۱۳

([2]  .) سورة المايدة الآية ۷۲

([3]  ) متفق عليه .

( [4] . ) متفق عليه.

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د قرض څخه د خلاصون لپاره غوره دعا

د قرض څخه د خلاصون لپاره غوره دعا را لېږونکی: محمدالله حنفي حضرت عايشه رضي …