مخپاڼه / بیلا بیل / لیلة القدر

لیلة القدر

لیلة القدر

مفتي عبدالهادي حماد

دا لیکنه مشهور داعي او شیخ الحدیث مولانا زکریا رحمه الله کړې ده ما یې ترجمه رانقل کړې ده:
په يوه حديث کي ددغه شپې لپاره درې شپي يعني پنځويشتم ، اوييشتم ، او نويشتم شپې ښودل سوي دي د نور حديثونو په نظر کي نيولو سره دا خبره ثابته ده چي دغه درې شپي د آخري عشري ( لسيزي ) څخه دي په دې کي نو بيا څو ډوله اميد کېږي که چيري د يويشتم څخه حساب شروع سي نو دغه شپې ٢٩ – ٢٧ – ٢٥ – کېږي او که د پاى د خوا څخه را شروع سي نو ٢١- ٢٣- ٢٥ کېږي او که مياشت نويشت ورځي سي نو بيا ٢٢- ٢٤- ٢٦- کېږي ددې څخه علاوه ډير روايتو يې پر ټاکل والي باندي مختلف سته . په همدې وجه د علماو په منځ ددغه شپې په اړه ډير اختلافات دي آن تر دې چي ددغه شپي په اړه د علماو ويناوي پنځوسوو ته رسيږي ځينو ددې اختلاف وجه دا ښودلي ده چي دغه شپه تو پير کوي په مختلفو کلو کي په مختلفو شپو کي راځي همدا وجه ده چي د نبي څخه ددغه شپې په اړه بيل روايتونه راغلي چي په بيلو شپو کي يې ددغه شپې دلټون لارښوونه کړي ده آن تر دې چي ټاکلې شپه يې هم ښودلي ده لکه چي د ابو هريرة څخه چي روايت دى چي رسول الله د اصحابو څخه پوښتنه وکړه چي نن د روژې څويمه ده ؟اصحابو ورته وويل چي نن دوويشتمه شپه ده رسول الله ورته وفرمايل تاسو په دغه شپه کي د قدر د شپې لټه وکړى. ابو ذر فرمايي چي ما د نبي څخه پوښتنه وکړه چي دغه شپه به د نبي تر زماني پوري خاصه وي او که دده وروسته به هم وي؟ رسول الله وفرمايل چي تر قيامته پوري به وي ما بيا پوښتنه وکړه چي دروژې د مياشتي په کومه برخه کي ده؟ رسول الله راته وفرمايل :په اولو لسو شپو او يا په آخرو لسو شپو کي يې لټه کوئ بيا رسول الله په نورو خبرو اخته سو ما بيا موقع پيدا کړه پوښتنه مي ځني وکړه چي يا رسول الله ددغه لسو شپو په کومه برخه کي به وي؟ رسول الله دومره ناراضه سو چي نه ما مخکي ليدلى وو او نه وروسته خو بيا يې وفرمايل چي الله ددې شپې ښودل مقصود واى نو ښودلي به يې واى تاسو يې په وروسته اوو شپو کي لټه کوئ نوري پوښتني مه کوئ . يو صحابي ته رسول الله په ټاکلي ډول وښودل چي درويشتمه شپه ده .
ابن عباس فرمايي چي زه بيده وم يو چا په خوب کي راته وويل چي کښينه د قدر شپه ده زه ژر ژر راکښينستم د رسول الله حضور ته راغلم رسول د لمانځه نيت تړلى وو دغه شپه درويشتم وه. په ځينو روايتو کي په ټاکلي ډول څلورويشتم شپه په ټاکلي ډول معلوميږي . حضرت ابن مسعود فرمايي چي څوک ټوله کال ويښ وي هغه د قدر شپه پيداکولاى سي يعني د قدر شپه د ټول کال په شپو کي ګرځي يو چا ابي بن کعب ته دغه خبره وکړه ده مبارک ورته وويل چي د ابن مسعود مقصد دادى چي په دټوله کال يوه شپه باندي هم صبر مه کوئ بيا يې قسم ياد کړى چي دغه شپه د اوويشتم ده . همدا ډول د ډېرو اصحابو او تابعينو نظر دادى چي د قدر شپه په اوويشتم ده.
د ابي بن کعب تحقيق هم دادى چي دغه شپه په اوويشتم ده که نه نو د ابن مسعود وينا ښيي چي په ټوله کال کي ګرځي . ددرمنثور د يوه روايت څخه داسي معلوميږي چي د رسول الله څخه ارشاد هم دى. په امامانو کي د امام ابو حنيفة(رح) نظر هم دادى چي دغه شپه په ټوله کال کي ګرځي . دده مبارک دوهم قول دادى چي د روژې په ټوله مياشت کي ګرځي . د يارانو نظر دادى چي د روژې په مياشت کي يوه ټاکلي شپه ده خو معلومه نه ده . د امام شافعي(رح) راجح قول دادى چي د يويشتم په شپه کي غالبا ده. د امام مالک او امام احمد حنبل (رحمة الله عليهما) نظر دادى چي دغه شپه د روژې د مياشتي په اخرو لسو شپو کي پر تاک ( طاق ) تاريخ باندي پيداکېږي يو کال يوه شپه وي بل کال بله شپه وي د جمهورو علماوو نظر دادى چي د اوويشتم شپه ده . شيخ العارفين محي الدين ابن عربي(رح) فرمايي: زما په آند دهغه خلګو خبره ډيره صحيح ده چي وايي د قدر شپه په ټوله کال کي ګرځي ځکه ما دوه واره د برات په مياشت کي پر پنځلسم او نولسم تاريخ باندي ليدلي ده او دوه واره مي د روژې د مياشتي په منځني لسو شپو کي ليدلي ده يعني پر ديارلسم او اتلسم تاريخ باندي او د روژې په آخرو لسو شپو کي مي پر تاک تاريخ هم ليدلي ده نو ځکه زمايقين دى چي د قدر شپه د ټول کال په ورځو کي ګرځي خو زياته د روژې په مياشت کي راځي شاه ولي الله صاحب فرمايي : د قدر شپه په کال کي دوه واره ده يوه شپه هغه ده چي الهي احکام پکښي نازليږي او قرانکريم په دغه شپه د لوح محفوظ څخه ددنيا و اسمان ته نازل سوي دي دغه شپه د روژې په مياشت پوري خاصه نه ده په کوم کال چي قرآن کريم نازل سوي دى په هغه کال د قدر شپه په روژه کي وه او زيات وخت په روژه کي وي او دوهمه د قدر شپه د روژې په مياشت پوري خاصه ده په دغه شپه روحانيت خوريږي ملائکي راکښته کېږي ، دعاوي قبليږي دغه شپه د روژې د مياشتي په آخرو لسو ورځو کي په تاک ، تاک شپه کي پيدا کېږي زما پلار(رح) هم دغه وينا غوره کړي ده . په هر صورت د قدر شپه يوه وي او که دوې وي هر څوک يې بايد د خپل توان سره په کال کي لټه وکړي . که يې په ټوله کال کي لټه نسي کولاى نو د روژې په مياشت کي دي هڅي پسي وکړي او که دا هم نسي کولاى نو په اخرو لسو ورځو کي دي لټه پسي وکړي او که دا هم نسي کولاى نو په آخرو لسو ورځو کي دي په تاک ( طاق ) شپو کي لټه وکړي او که خداى مه کړه دا هم ورته ګرانه وي نو د اوويشتم شپه خو دي بيخي نه پريږدي . که يو څوک دغه شپه پيدا کړي نو ددنيا ټوله نعمتونه او راحتونه ددغه شپې په مقابل کي پر هيڅ دي او که يې پيدا نه کړي نو بيا هم د ثواب څخه نه خالي کېږي يعني ددغه شپې عبادت يې بې ځايه نه ځي. په هر صورت د ماښام او ماخوستن لمونځ بايد هر څوک په پايبندۍ سره په جماعت وکړي ځکه په ټوله کال کي خو د قدر شپه سته نو ته چي دغه دوه لمونځونه په دغه شپه کي په جماعت وکړي هم لوى ثواب دى او د زياتو جماعتونو ثواب به لاسته راوړي . داد الله څومره لوى انعام دى چي يو څوک ديوه ديني کار د لټون په صورت کي نا کامه هم سي بيا هم الله ثواب ورکوي . داسي نو ډير د همت څښتنان سته چي ددين لپاره کوششونه کوي او ددې په مقابل کي که څوک ددنيايي موخو لپاره هڅي وکړي نو که کاميابه نسي هغه کوششونه يې بې ځايه ځي . تاسو وګورئ چي ددنيا د بې ګټو کارو لپاره څومره خلګ اخته دي ځان او مال دواړه بربادوي .

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …