مخپاڼه / بیلا بیل / مدرسې او مسجدونه په افغانستان کي

مدرسې او مسجدونه په افغانستان کي

مدرسې او مسجدونه په افغانستان کي

نحمده ونصلي ونسلم على رسوله الکريم . امابعد:

درنو لوستونکو!

نړيوال په ځانګړي ډول افغانان ټول دمدرسې او مسجد له نامه سره اشنا دي داچي په دې وروستيو پېړيو کي شخصي اغراضو او ناسمو تحليلونو داسي ستر کړاوونه رامنځته کړي دي،چي دمسلمانانو تر ټولو ستر سپېڅلي ځايونه (مسجد او مدرسه) يې هم دشک، تردد، ناسپېڅلتوب په مټو ووهل آن تردې،چي دخلکو څخه يې دياد  سپېڅلو ځايونو مقصد او تاريخ ليري کړ، حتا په دې وروستيو کي مدرسې دتروريزم ځالي وبلل سوې (العياذ بالله) مدرسه خو هيڅکله داسي نه ده او نه وه او که څوک دتروريزم پر ځاله باندي دمدرسې نوم ايږدي دا بيا بېله خبره ده که نه نو مدرسه خو دداسي کړاونو څخه بيخي زيات واټن لري په هر صورت راځو اصلي موضوع ته هغه داچي په افغانستان کي مدرسې او مساجد په کوم حالت کي قرار لري پر دې موضوع به تر يوه ځايه وږغيږو  خو زما له نظره اړينه بولم،چي دمدرسو  پر تاريخ او مقصد لږ وږغيږو:

دمدرسې تعريف:

زما له انده دمدرسې په پرتله هيڅ داسي کلمه نسته چي تر مدرسې دي رغنده رول ولري او نه داسي ځاى سته چي په قدامت کي دي تردې په وړاندي والي او دوام تعبير وسي. زما له انده مدرسه يو ځواکمن اومستحکم ترين مرکز دئ چي دانسانيت لپاره دلابراتوار شکل لري او دانسانيت درشد ، ترقۍ ، نشو او نما لپاره غوره مرکز  دئ ، مدرسه ديوه لوري دمحمدي نبوت سره اړه لري دبل لوري څه دنړۍ او ژوند سره اړه لري.

مدرسه دنبوي ژوند دچينې څخه اوبه اخلي او دانسانيت دژوند تنده اوبوي، ښکاره خبره ده چي نبوي چينه هيڅکله نه وچيږي نو بشري ژوند هم هيڅکله دمدرسې له برکته دجهالت له امله نه تږى کيږي.

مدرسه داسي يو ځاى دئ چي دژوندانه دزياتو مسائلو او حوداثو دحل لپاره دتحرک منبع ده. دژوند په ټولو پړاوونو کي انسان ته لارښوونه کوي ، همدا لامل دئ چي هر کس او هر مسافر داستراحت حق لري مګر ددې مرکز دمسافر لپاره داستراحت هيڅ اجازه نسته.

بلي ! که ټوله دنيا او ټوله ژوند حرکت پرېښودئ نو مدرسه هم حق لري چي خپل حرکت پريږدي ، که ژوند او جهان په حرکت کي وي نو دمدرسې لارښووني ته اړتيا ده چي څه ډول خپل حرکت پر مخ بوزي په داسي وخت کي به نو بيا مدرسې ته څنګه توقف کول جايز سي؟!

همدا مرکز دئ چي دبشريت لپاره دنوو حوادثو په اړه نوي فرمانونه دبشريت دپرمختګ لپاره صادروي.

دمدرسې دلارښووني اوقيادت څخه بې پروايي او ليري والى دځان وژني سره برابر دئ او دبشريت سره بې وفايي ده.

دمدرسې موضوع:

په رشتيني ډول انسان جوړونه البته انسان جوړونه يې دجوارحو تر بحث لاندي نه نيسي بلکي تربيت يې تر بحث لاندي نيسي.

دمدرسې غرض:

دمدرسې غرض دقرانکريم دالفاظو او معانيو حفاظت دئ لکه ،چي الله ج فرمايي:

انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون.

ژباړه: باور وکړئ ! موږ قران نازل کړئ او يقينا يې موږ حفاظت کونکي يو.

دهمدې قران حفاظت په کامله توګه دهر ډول شخصي اغراضو پرته دمدرسې غرض دئ.

دمدرسې رکنونه:

١: دمدرسې فزيکي جوړښت يا په بل عبارت دمدرسې ساختمان.

٢: استاد.

٣: شاګرد.

٤: مسلمان ملت،چي په مالي چارو کي ورسره مرسته کوي.

 

دمدرسې درکنونو اهميت:

لومړى رکن يې دمدرسو په قانون کي تر ډېره بريده مهم نه دئ البته دکيفيت له اړخه نه دکميت له اړخه.

په دوهم رکن کي يې درې عمده شيان حتمي دي:

الف: سپېڅلتيا.

ب: قابليت.

ج: ناپيلتوب.

په دريم رکن کي لاندي شيان لازم دي:

الف: دنيت اصلاح.

ب: دعلم لاسته راوړلو پرته دنورو مقاصدو تر شا کول.

ج: استقامت.

دڅلورم رکن په وړاندي دمدرسې دريز لازم دئ هغه داچي:

الف: دمسلمه امت دنيمګړتياوو داصلاح فکر او هغوى مالي تعاون ته په فکري لحاظ تيارول.

ب: سم او ناسم تعاون توپيرول، سم تعاون جلبول او ناسم تعاون ردول.

دمدرسو تاريخ :

په اسلام کي ټولو لومړۍ مدرسه دسيدنا محمدصلى الله وسلم په نبوي مسجد کي داصحاب صفه مدرسه وه،چي پکښي دپيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه طالب العلمان اوسېدل،چي تر قيامته پوري دټول بشريت استادان جوړ سوه.

دمسجدونو په سلسله کي لومړى مسجد دقبآ دئ،چي درسول الله3 دراتګ په استقبال کي جوړ سوى دئ ، وروسته بيا نبوي مسجد ودان سوى دئ.

ورپسې دتاريخ په اوږدو کي زيات شمېر مدارسي جوړي سوې دي دساري په ډول اخليل احمد حامدي په خپل کتاب “درتاريکهاى سرخ” کي ليکي: دشوروي داتحاد تر جوړېدو وړاندي دماوراء النهر اسلام ميشت هيوادونه زاري حکومت ،چي دعيسويت دعقيدې لرونکى وو ـــ تر خپل قابو لاندي راوستل البته دشوري اتحاد دسور ښامار سره يې دومره توپير وو،چي پکښي دمذهب ازادي تر يوه بريده وه خو بيا هم ياد حکومت ټولي مدرسې  تر خپل قابو لاندي راوستلې دغه مهال دماوراء النهر هيوادونو دومره مدرسې درلودې،چي زاري حکومت دخپلي اړونده ادارې سره لس زره دارالعلومه ثبت او راجسټرډ کړل.

که پورته خبري په نظر کي ونيول نو دمدارسو دتاريخ په اوږدو کي دمدارسو ډېرښت بيخي په ښکاره ځني معلوميږي ځکه ديوې پېړۍ ديوې سيمي دومره مدرسې دي او که دټولو پېړيو او ټولو سيمو مدرسې راجمع کړل نو قلم به ځني ستړى سي.

دومره خبره ديادولو ده،چي ټولي مدرسې ديوه مذهب تر عنوان لاندي نه دي راغلي بلکي څلور واړه مذهبونه،چي پر  شتينولۍ او دتعميل لپاره پر وړتيا يې دامت اتفاق دئ هر مذهب په ټاکلي عنوان ځان ته زيات شمېر مدرسې لرلي دي بلکي ديوه مذهب مدرسې هم ټولي ليکل ګران کار دئ البته “الدارس في تاريخ المدارس” نومي کتاب داسلام دتاريخ په اوږدو کي دڅلور واړه مذاهبو مدرسو نومونه سره ديوه لنډ تاريخ ليکلي دي.

په تېرو لسيزو که دمدرسو اهميت ، اغيز او نيمګړتياوي:

څرکنده خبره ده،چي په تيرو لسيزو کي دافغانستان جنګ جګړو وير لړلى حالت رامنځته کړى دئ دغه لويه بلا نه يوازي ،چي افغانان يې په جسمي لحاظ داور خوراک کړل بلکي ددغي لويي بلا دخولې اور په افغانستان کي دټولو ارزښتمنو شيانو هري زاويې ته ر سېدلى دئ،چي په لړ کي يې مدرسې هم راځي، مدرسې وتړل سوې، مدرسې وسوځل سوې، دمدرسو استادان او شاګردان مهاجر سول، شهيدان سول، سياسي بنديان سول او داسي نور.

دتاسف خبره داده،چي مدرسې دومره لويه صدمه وليدل سره ددې ،چي د تيرو څلوو  لسيزو وړاندي يې هم قوي پايې  نه درلودې بلکي مدرسې خپله دطفوليت په حالت کي وي،چي دومري لويي بلا نوري هم دوحشت په مټو ووهلې.

يو ځلي به دمدرسو دنصاب پر ضعف وږغيږو  اصلا مدرسه دټولي اسلامي نړۍ دتعليم اداره ده ځکه وخت پر وخت په مدرسه کي ټول هغه فنون ځاى سوي دي کوم،چي نړيوالو په خپله نصاب کي ځاى کړي دي او تمدن لپاره يې اړين بللي دي په ورته شکل په اسلامي نړۍ کي اسلامي حکومتونو دمدرسو په نصاب کي دخپلو ابتکاراتو سره ټول دتمدن او اړتيا فنون ځاى کړي دي دمثال په ډول ډېر وړاندي،چي کله دمسلمانانو دبرم شپې وي يعني دعباسيانو په حکومت ،چي په اسلامي تاريخ کي دعلم او عرفان زرينه دوره بلل کيږي ـــ مامون الرشيد دپوهانو  په مشوره کي حکم وکړ، چي په نصاب باندي ديونانيانو فلسفه ورګډه کړي يعني داچي په مدرسو کي به دعلومو ديني دفنونو سره ترڅنګ متعلمين اړ وي،چي ديونان فلسفه زده کړي لکه هندسه، رياضي، علم حساب،چي درياضي جزء ګڼل کېدئ، جغرافيه،چي درياضي جزء ګڼل کېدئ، مدنيت، قانون شناسي، بېلوژې، فزيک، فلکيات او داسي نور البته هغه مهال يې بېل نومان درلوده ما اوس څه معاصر اصطلاحات په ګډ کړه. دياد خليفة په حکم دغه علوم ديوناني ژبي څخه عربي ژبي ته وژباړل سوه او بيا په نصاب ګډ کړل سوه.

پاته دي نه وي، چي هغه مهال ياده فلسفه نوې وه ، چي اوس ورته قديمه فلسفه يا متروکه فلسفه ويل کيږي يا په بل عبارت يوناني فلسفې ته اوس فقط داساس وياړ ورپه برخه دئ نور نو فلسفه بيخي اوس دنړۍ دنورو سيمو څخه زښته ځوانه سوې ده له همدې اسيته ياده فلسفه سره دديني فنونو وخت په وخت دپرمختګ په حال کي وه ،چي دنمونې په ډول ابو نصر محمد بن محمد بن طرقان فارابي په څلورمه هجري پېړۍ کي ياده فلسفه تدوين کړه،چي دفلسفې دعلماء په اصطلاحاتو کي ورته معلم ثاني ويل کېږي او داړتيا په صورت کي ابن سينا په پنځمه پېړۍ کي تدوين کړه. کله،چي داسلامي هيوادونو استقلال خپلي موټي ټينګي کړې دهر ملک تعليمي قوت دايره په کور ددننه کي راګرځېدل نو په اسلامي نړۍ کي دعرب ليک ځيني هيوادونو ، دبرصغير ځيني هيوادونه دمدرسو دنصاب په ترميم او وخت په وخت نوي کېدو کي ښه وځلېدل همدا وجه ده،چي په دوى کي خپل منځى مذهبي تشدد او سيکولريزم او ځني راپيښ اختلاف نسته ټول په نسبي ډول په يوه کاروان کي روان واوسېدل يا که لږ په ساده الفاظو وربآندي وږغيږو نو ويلاى سم: ددوى په منځ کي دمکتب اومدرسې توپير نسته، دملا او معلم توپير نسته، دمکتب دمتعلم او دمدرسې دطالب توپير نسته او نه دغه اصطلاحات هغه خلک پېژني البته تخصصات پکښي سته ،چي داسلامي علومو متخصص خاص نوم لري، دطبي علومو متخصص خاص نوم لري او دې ته ورته هره رشته خپل ځانګړى نوم لري.

په ډېر تاسف بايد ووايم،چي افغانستان په هغه هيوادونو کي دئ،چي دمدرسو نصاب يې هيڅ نوى سوى نه دئ، له اسيته يې داسي مدرسې نه دي لرلي ،چي نړيوال ځانته جلب کړي ، يا دي يې څوک ضرب المثل کړي بلکي دخپل وخت دحکومتونو د نه توجه له امله دمدرسو نصاب هم هغسي زوړ پاته سوى دئ حتا دپنځمي پېړۍ وروسته تر ننه پوري په مدرسو  کي هم هغه فلسفه ويل کېږي،چي زياته برخه يې په معاصره نړۍ کي درواغ ثابته سوې ده او علماء هم پر هغه فلسفه باندي ټينګ ولاړ دي او هغه فلسفه مؤثره بولي که يې لږ په ساده الفاظو روښانه کړو ويلاى سو: په زړه فلسفه کي فزيک سته خو عالم يې دفزيک په نوم نه پېژني ځکه نو دمکتب فزيک نه خوښوي ، جغرافيه خپله وايي خو داچي دى يې په بل نامه پېژني دمکتب جغرافيه نه خوښوي…

داچي په سلګونو کلونه د ولسي مدرسو دنصاب ترميم نه دئ سوى همدا وجه ده،چي په افغانستان کي دملا او معلم، دمکتب او مدرسې اصطلاحات سته که نه نو دټولي دنيا تعليمي ادارې داسي جلاوالى نه لري همدا وجه ده،چي په عمومي کي پر افغانستان باندي دبې سوادۍ يو داغ پروت دئ هغه داچي زموږ دټولني اکثره انجنران، ډاکټران… په ديني علومو کي دومره کمزوري وي،چي بيخي دلمانځه شرطونه يې لاهم ياد نه وي، حتا دقران تلفظ صحيح نه سي کولاى زه خپل محسوس کړى حالت بيانوم، دکانکور دامادګۍ لپاره ماته متعلمين تليفون کوي او محصل دخپل امتحان دامادګۍ لپاره راته تليفون کوي ديوه حديث ترجمه راڅخه غواړي دحديث پر تلفظ کولو باندي قادر نه وي څو زه يې صحيح واورم او ترجمه يې صحيح ورته وکړم. او علماء مو په عصري علومو کي دومره کمزوري دي،چي بيخي دديني علومو لپاره دمعاصرو وسائلو څخه هم استفاده نه سي کولاى او حتا ځيني اصطلاحات،چي فقه ورته سخته اړتيا لري،چي مسلکي کس يې ورته تجزيه نه کړي ديني علماء نه ورباندي پوهيږي دمثال په ډول د (انشورنس) شرعي حکم، دالکحول شرعي حکم دانشورنس اصطلاح،چي په افغانستان کي نسته علماء يې تش دنامه سره هم اشنا نه دي او هم داډول دالکحول فارموله ورته معلومه نه ده،چي شرعي حکم يې ورته بيان کړي يعني داچي الکحول که په عطرو  يا مشروباتو ګډ سي لکه عامه مشروبات دهغو شرابو حکم لري کوم،چي په نصوصو ثابت دي که يا؟

په هر صورت،چي خبري ډېري اوږدې نه کړم ددې هر څه مسؤليت دتېرو دورو دحکومتونو پر غاړه دئ که په تېرو څلوېښتو کلونو کي حکومت دخپل هيواد علماء ټول کړي واى، نصاب جوړولو  او يا دژوند داړتياوو دپوره کولو مقصد ته يې متوجه کړي واى نن به موږ  نړۍ ته احتياج خاصتا په ديني علومو کي نه درلوداى.

درنو لوستونکو! پورته ستونزو ته په کتو سره په تېرو څلوېښتو کلونو کي مدارسو روڼ تاريخ نه درلودئ يوازي کوم ستر  علماء،چي په تېرو څلوېښتو کلونو کي موږ لرلي دي دهغوى لياقت فطرتي و، دساري په ډول په کندهار کي علامه عبدالغفار رحمة الله عليه ، علامه اختر محمد رحمة الله عليه، علامه شيخ الحديث مولوي عبدالعلي ديوبندي رحمة الله عليه، علامه شيخ عبدالقادر رحمة الله عليه،علامه ملا عبدالحبيب رحمة الله تعالى عليه، علامه سيف الدين اخندزاده رحمة الله عليه، علامه عبيدالله ادام الله ظلالهم العالية. ياد علماء په تېرو څلوېښتو کلونو کي دافغانستان مشهور روڼ ستوري پاته سوي دي که څه هم تر څلوېښتو کالو لږ وړاندي هم ستر علماء وه خو ياد علماء يوازي دتېرو څلوېښتو کلونو په دوران کي نوموتي علماء ښودل سوي دي.

پاته دي نه وي،چي دمحمد ظاهر شاه او شهيد محمد داود خان دحکومتونو په په دوران کي يوازي په دولتي چوکاټ کي ځيني هغه مدرسې پاته سوي دي کومي، چي په نصاب جوړولو کي هغه علماؤ ونډه نه ده لرلې،چي په ولس کي بانفوذه او صلاحيت لرونکي دي او په فارغينو کي نوموتي کسان نه لري. نه دوام،  دولسي علماء په اعتماد کي نه اخستل او دخپل ددولت په واک کي اخستل يا په بل عبارت نه ولسيتوب يې دناکامۍ لاملونه دي او دغه مدرسې هم دمکاتبو په پرتله لږ وي ځکه په تشکيل کي يې هر ولايت ته صرف يوه مدرسه ورکړې وه. داچي خپل په منځ لارۍ پسي ګرځي او پيدا کولاى يې نسي دعلماؤ کلک دريز دپخوانيو حکومتونو اشتباهات يې لاملونه دي، علماؤ په تاريخ کي هيڅکله دموجوده حکومتونو په څېر دکوم حکومت څخه خير نه دئ ليدلى بلکي استعدادونو يې هم ورسوځلي دي ښه مثال يې په تېرو  حکومتونو کي دعلماؤ دتاليف او تصنيف مخه نيوله دي ،چي يو عالم به دخپل علم داظهار او يو دائمي خدمت په نيت کوم کتاب په خپو لږو امکاناتو تصنيف کړ او بيا به يې حکومت ته پيش کړ، کله،چي به دحکومت سياسي گټي پکښي نه وي ياد کتاب به يې په ملي ارشيف کي قيد کړ،  دعالم دکلونو ، کلونو هڅي به دخاورو سره خاوري سوې ،چي اوس هم ملي ارشيف دداسي کتابونو ډک دئ  که کوم دفرهنګ مېړنۍ لار ورته پيدا کړي غالبا به عجيبه قلمي نسخې ځني تر لاسه کړي. دثور انقلاب،چي کله برلاسى سو نو دنورو شيانو په څېر په دوران کي دمدرسو  او نوو مسجدونو هيڅ څرک نه تر سترګو کيږي. دمجاهدينو دواک لنډمهاله دوره همداسي وه. کله،چي دطالبانو حکومت راغلى په دروان کي يې مدرسو ته زياته توجه وه تر داسي بريده،چي په زرګونو مدرسې جوړي سوې ، مکاتب فعاله سوه، دلوړو زده کړو زمينه برابره سوه يعني پوهنتونونه فعاله سوه خو زما له انده څو مشکلات پکښي وه:

١: په نصاب کي تجديد نه وسو بلکي دسوونو کلونو پخوانى نصاب پلى و، که څه هم په وروستيو کي کار ورباندي وسو خو حکومت يې بقا ونه لرل، ممکن پايلي يې لرلي واى.

٢: طالب العلمانو دحلقوي درسونو په شکل دخپل مزاج مطابق درسونو ويل يو مکانيزم نه و، چي په مټ يې شاګردانو ته ټاکلي صنفونه ورکول سوي واى او شاګرد خپلي خوښي ته پرېښودل سوى نه واى بلکي ديوې ادارې خوا ارزيابي سوى واى دعلمي توان مطابق ورته کتابونه په خاص صنف يا درجه کي ټاکل سوى واى ، دفراغت تر بريده پر ټاکلونو مهالونو ځني امتحانونه اخستل سوى واى. او بيا دخپلي علمي سويې مطابق ورته سند ورکول سوى واى.

٣: دزدکړو لپاره مراحل نه وه تقسيم سوى لکه ابتدائي ، متوسطه ، ثانوي، عالي او داسي نوري زده کړي.

٤: دفقه، تفسير، حديث او داسي نورو فنونو لپاره دتخصص او ماستړۍ  کومه طرحه نه وه.

٥: په زده کړو کي لياقت ته پام نه و، سوى يعني داچي کوم کس به فارغ کېدئ په سند کي دهغه لياقت په کامله توګه په نظر کي نه وو نيول سوى.

٦: فارغينو  دخپل تعليم سوانح نه درلوده همدا وجه ده،چي کوم علماء،چي دطالبانو په حکومت کي فارغه سوى دي اسناد يې اوس اعتبار نه لري او که ديوه ميکانيزم له لاري او يا طالب حکومت ياد اسناد دلوړو زدکړو دوزارت له لاري ديوه ډيپلوم په شکل ورکړى واى اوس به دهغه مهال فارغه علماء معتبر سند لرونکي واى.

هغه مهال طالب حکومت ته دشک په سترګه کتل کېدل ، چي مدرسو ته توجه کوي او مکتبو  ته پام نه کوي هغه اوس داسي سوه،چي دهغې دورې دمکاتبو فارغينو او يا دلوړو زده کړو فارغينو ته منظم اسناد ورکړل سوي وه،چي له ګټو څخه يې برخمن سوه او علماؤ، طالب العلمانو ته همدا سي اسناد نه وه ورکول سوي بلکي  دهغې دورې دعلماؤ اسناد په کوم چوکاټ کي نه دي ځکه نو څوک ورته پام نه کوي.

داخبره دي ياده وي،چي دا ستړياوي يوازي دمدرسو په ثانوي او عالي زده کړو کي وي. ابتدائي او متوسطه مدارس داسي نه وه ،  مکاتب ، دور المعلمين او پوهنتونونه هم داسي نه وه. بلکي هغه د يادو مشکلاتو څخه خلاص وه. که څه هم په هغو کي هم دنصاب په ډګر کي يو څه ستونزي وي خو پر هغه نه ږغېږم ځکه موضوع دمدرسې ده.

دطالب حکومت په وروستيو کي پورته ستونزي درک سوې داميرخان متقي په مشرۍ،چي هغه مهال دمعارف وزير دمدرسو دنصاب او دزده کړي په طرز العمل يې کار وکړ، هڅي يې بريالۍ سوې خو خبره تر پايلو پاته نه سوه.

دخوشالۍ خبره داده،چي دطالب حکومت دمکاتبو پر شاګردانو تر ډېره وخته تاثير پروت وو يعني داچي کوم محصلين،چي دطالب حکومت په دوران کي يې دمکتب دوره خلاصه کړې وه دپوهنتون پر مهال يې ديانت او ديني علم غښتلى و، دهغه محصلينو په پرتله کوم،چي په دې حکومت کي دمکاتبو څخه فارغه سوي دي.

په تېرو لسو کالو کي حکومت يو ځلي بيا په دتېرو حکومتونو په څېر داشتباه او تېروتني لاره خپله کړه خپل توان يې يوازي پر دولتي مدرسو باندي راچاپېره کړئ، ولسي علماؤ ته يې دولسي او ناپيلي کار اجازه ور نه کړل سوه او نه حکومت وتوانېدئ،چي داسي علماء جلب کړي،چي پر ټولنه اغېز ولري څو  ولس دځان سره ملګرى کړي او يا دي هم دمدرسو  ستونزو حل کړاى سي.

زما له نظره که ولسي علماء مالي توان ولري او يوه محکمه اداره يې تر شاوي څو دوى سره رامنسج کړي دهغو مدرسو مشاورين ورسره ملګري سي کوم،چي مدرسې يې په نوي نصاب سمبال کړي وي.

په دې وروستيو کي يو شمېر مدرسې ،چي دکوم چا سره اړه نه لري او دافغانستان په اکثره ولاياتو کي سته په نوې بڼه پکښي ښکاره سوې او ددې کار منع حکومت يوازي دخپل مجبوريت له اسيته نه ده کړې که نه نو حکومت په لومړي سر کي امتحان ورکړ،چي داسي مدرسو ته ځاى نه لري خو الحمدلله ددې مدرسو  سره ، نوي هيلي  سته هغه داچي  يادي مدرسې منظم ديوه ميکانيزم له لاري درسونه لري، صنفونه او درجې لري، امتحانونه لري، مجلې ، ويب پاڼي ، کمپيوټرونه، ساينسي مضامين لري داهغه څه دي،چي مدرسې مخ په وړاندي بيايي خو بيا يې هم دطفوليت حالت دئ او دا هرڅه خلکو په شخصي لګښتونو کړي دي که دا کار جاري وي ممکن افغانستان په راتلونکو دوو لسيزو کي په مدرسو کي نړيوال ډګر ته ور ووزي.

په تاسف سره بايد ووايم،چي دمدرسو دغه لړۍ هم ديو لړ ننګونو سره مخ ده هغه داچي حکومت دشک په سترګه ورته ګوري او دا کار خود سرى کار بولي که په درست محل کي څه پېښه سي حکومت لومړى مدرسه تر څار لاندي نيسي داخبره زه نه ردوم،چي دحکومت په وړاندي دي کوم خلاف عمل دمدرسې څخه نه وي سوى خو هغه دمدرسو نمائندګي نه کوي ځکه داسي څه خپله دحکومت دنظامي ليکو څخه هم سوي دي زما له نظره کوم عالم،چي ياد خدمت مخ په وړاندي بيايي،چي ناپيلى پاته نسي دا کار نسي کولاى . همدا ډول دبعضو خلکو تبصرې ، چي دمدرسو دا ناببره ډېرښت ديوچا سره اړه لري او بد عواقب به ولري زما له نظر په افغانستان کي دمدرسو ډېرښت يوازي په هغو سيمو کي تر سترګو کيږي،چي هلته ادارې فساد اوج ته رسېدلى وي په خصوصي ډول په کندهار کي دڅو  لېسو  پرته عام  مکاتب بيخي دکوما په حالت کي په تعليمي ډګر کي قرار لري خلک دمکتبو څخه مايوسه سوي دي مدرسې يې ايجاد کړي دي او چون په مدرسه کي په يوه عقيده او يو فکر کار کېږي ماديت ډېر مطرح نه وي ځکه په لږو امکاناتو يې په لنډ وخت ترقي کړې.

دغه مدرسې که څه هم اميد ورته کيږي خو بيا هم په خپل منځ کي انسجام نه لري لکه ګډ نصاب، ديوه ميکانيزم له مخي دشاګرد دصنف انتخاب، ديوې مدرسې څخه بلي مدرسې ته په نقل کي مشکلات، ځيني پخواني کتابونه ويل،چي ليکني نښي نه لري په ويلو او درسولو کي يې ستړياوي دي، دځيني فنونو نه تجديد دشاګردانو دسوانحو او اسناد په اړه پرتې ستونزي دا هغه څه دي،چي دمدرسې په اړه پراته خنډونه دي.

wکه خداى وکړه ،چي ددې مدرسو څخه پراته خنډونه هم ليري سي دا به يوه لويه نېکمرغي وي او ددغو پرتو خنډونو دله منځه وړلو لپاره زما له نظره لاندي کړني لازمي دي:

١: حکومت مدرسو دنورو تعليمي ادارو په څېر چلند ورسره وکړي هغه داچي بدبختانه حکومت مدرسې ته دمسافرخانې حيثيت ورکوي ، وخت په وخت يې امنيتي ثبت غواړي لکه دمسافرخانې څخه،چي کوم امنيتي ثبت غوښتل کېږي همداسي کړنه دمدرسو سره هم کيږي او داکار دمدرسو پر حيثيت باندي دروند تېرى دئ حال داچي ياد ثبت دهيڅ تعليمي ادارې نه کيږي.

٢: دحکومت په وړاندي،چي دمقابلې او تشدد استفاده دنظامي ليکو ، پوهنتونو ، مکاتبو ، مدرسو ، مساجدو او داسي نورو ادارو څخه کيږي دا کار دي حکومت خپله پړه وبولي او دا پړه دي ديادو ادارو پر مسؤلينو او غړو نه وراچوي او دا خو دي بيخي نه کوي ، چي دنورو ادارو مسؤلين په دغو پېښو کي پړه نه بولي دمدرسو او مسجدونو مسؤلينو په دغو پېښو کي پړه بولي ، هغه دچا خبره ده: دا دمور او ميرې چلند دئ، دغه چلند نه يوازي ،چي دمدرسو اغېز او نوښتونو ته به صدمه ورسوي بلکي حکومت به هم دداسي ستړياوو سره مخ کړي لکه،چي اوس دتېرو اشتباهاتو ښکار دئ.

٣: حکومت دي تاريخ ته په کتو سره دا خبره ومني،چي مدرسه او مسجد دولسي خلکو دعقيدو ځاله ده ، مدرسې او مسجدونه دي د ولس سره پاته سي ، هيڅ مداخله دي نه پکښي کوي يوازي دي دڅار حق ځانته ورکړي. په هره پېړۍ کي،چي حکومت مدرسې ځانته راکش کړي دي خلکو غورځولي ، دحکومت په تغير يې مدرسو  سخته ګوذار ليدلى دئ.

٤: داچي کوم طالب العلم په يوه مدرسه کي څه زده کړي کړي وي او بيا دکوچ اوبار په وجه بلي مدرسې ته ولاړ سي او په هغه مدرسه کي بيا بل نظام وي ، بل نصاب وي ، ځيني شيان طالب ته تکراروي او ځيني شيان بيا داسي وي ،چي طالب ته بيخي نوي وي ددغه مشکل په نظر کي نيولو سره، هم دنوو کتابونو څخه داستفادې لپاره، په فنونو کي دنوو لاسته راوړنو څخه دگتي اخستني لپاره،د انسجام لپاره، دهمږغۍ لپاره او داسي نورو فايدو لپاره ديوه ګډ او نوي نصاب جوړل دمدرسو لپاره سخت اړين دي په دې شرط که پراګنده افکار بدون حمايې او ځواکمن حاکميت راجمع کړل سي زما له نظره نصاب جوړل ځيني اړتياوي لري،چي دلاندي اړتياوو څخه عبارت دي:

الف: په نصاب جوړولو کي هغه کسان سهم واخلي،چي دنصاب جوړولو فني مهارت لري يعني داچي دنصاب جوړوني په رشته کي ماهر يا متخصص وي.

ب: په نصاب کي جوړولو کي به دفني مهارت ترڅنګ ددرس دنوي ميتودونو مهارت وي ؛ او ورسره به په درس کي عملي تجربه هم وي.

ج: په نصاب جوړولو کي به ديوې خاصي سيمي خلک نه وي او نه به هم دکوم هيواد دنصاب کټ مټ کافي وي ځکه،چي نصاب جوړول او انتخابول دهري سيمي دکلتور سره سخت تلازم لري دمثال په ډول که څوک دماشوم په ابتدائي کتاب کي وليکي: “ناک” داشي په کندهاري ټولنه کي ماشومان نه پېژني ممکن دشرقي ولاياتو ماشومان يې په اسانۍ وپېژني.

دهرات، نيمروز او فراه مدرسې ،چي ديوه اتفاق لاندي او ګډ نصاب په رڼا کي يې خدمت مخ په وړاندي بيايي او دڅو کالو راهيسي يې ما ته دعوتونه راکړي وه بدبختانه،چي زما دکمزورۍ او مصروفيتونو په وجه نه وم توانېدلي ، چي ورته سفر وکړم ؛او ددوى په ملاقات مشرف سم، له نېکمرغه ديادو  مدارسو دعلماؤ لطف  او خاصه پېرزوينه،چي تېر کال (١٤٣٤هــ ق) ما ورته سفر وکړئ ، يو شمېر مدرسو ته ورغلم ، علماؤ يو علمي کانفرانس هم درلودئ، پکښي دنيمروز دجيد علماوو ترڅنګ دهرات، بادغيس، غور، فراه ، هلمند علماوو هم تشريف درلودئ، او پر دې موضوع باندي ډېر ټينګار کېدئ ،چي يو ګډ نصاب پلى سي او پردې خبره باندي يې زيات ټينګار وو،چي دوى کوم نصاب جوړ کړى دئ هغه دي دنورو ولاياتو علماء هم ومني او تر يوه بريده يې په زړه پوري خدمت هم کړى وو، بيا ،چي کله زما سفر هرات ته وسو  هلته مي دجناب شيخ الحديث جليل الله مولوي زاده او دده ارجمند جناب شيخ الحديث مفتي صبغت الله صاحب، په دارالعلوم سعديه کي وکتل، ددوى لخوا جوړ سوى علمي کانفرانس کي مي ګډون وکړئ، ورپسې مي دهرات باستاني ولايت نوموتى مفتي جناب مولانامحمد سرور صاب وکتل او دده هغه ابتکارات،چي په ولسي بڼه يې دمدرسو په اړخ کي مثالي خدمت وو، يو په يو يې معلومات راکړ، ما فکر  وکړ،چي بيخي په افغانستان کي نه يم او هم مي دشيخ الحديث مولانا اسلام جار صاحب  دده جناب په لويه مدرسه کي وکتل همدا ډول دمولانامحمديوسف صاحب او داسي نورو جيدو مفکرينو علماؤ سره وکتل دټولو سره علمي فکر وو او پر همدې خبره يې ټينګار وو،چي ديوه ګډ نصاب څخه استفاده وسي البته په هغه ځايونو دشورايي نظام په نوم يو نصاب و،چي دفراه ، هرات ، نيمروز  اکثروو مدرسو يې په رڼا کي دمدرسو چاري مخ ته بېولي دايې کلکه ارزو،چي ورسره نور ولايات هم اتفاق وکړي ؛خو له دې اسيته زه دکندهار  په استازيتوب هيڅ ورسره موافق نه سوم او دګډو ناستو غوښتنه مي ځني وکړه،چي پر ياد نصاب باندي يوازي دهغې سيمي دکلتور اثر و، لوى کندهار او دافغانستان دنور ولاياتو کلتوري لحاظ پکښي نه وو ځکه نو ما ياد نصاب فني ونه باله او بله خبره لا داوه،چي پر نصاب يې ږښت دايران دنصابونو رنګ و، داچي دسيستان لويه سيمه (هرات ، فراه، نيمروز) په دې وياړ  نازېدلې وه،چي دعلماء سره يې ياد فکر وو ، خو له بده مرغه دهمدآسي دعوتونو په لړ کي زمآ سفر هلمند آو آرزګآن ولآيتونو ته وسو دهغو ولآيتونو علمآء دګټو ناستو غوښتونکي وه ، خو ديوه دګډ نصاب په لټه کي نه وه.

٥: سره ددې،چي دمدارسو په نصاب کي عربي ژبه دمور حيثيت لري خو په ابتدآئيه ټولګۍ دسيميزو ژبو تناسب په نظر کي ونيول سي.

٦ : قديمه او جديده فلسفه دي په نصاب کي سره پرتله سي ، غير مقصودي فنون دي تجديد سي.

٧: قديم کتابونه په نوي بڼه په نوي ليک دود باندي وليکل سي.

٨: علماء دي پر داسي طرحه باندي کار وکړي،چي مدرسې ناپيلي پاته سي او دفاغينو اسناد يې دافغانستان هر حکومت ته قابل اعتبار وي لکه په پاکستان کي وفاق المدراس، اتحاد المدارس، او يا هم په ايران کي شورايي نظام.

وروستى خبره مي دمسجدونو په اړه ده زما تحقيق دادئ،چي مسجدونه په معنوي لحاظ تر ټولي نړۍ په افغانستان کي ښکلي او پياوړي دي ځکه په حقيقي لحاظ مسجدونه په عبادت ودان وي او فزيکي جوړښت يې مهم نه دئ تر کومه ځايه ،چي ما کتلي دي په کومو سيمو کي ،چي عبادت مخ پر ټيټوالي سي په هغه سيمه نمايشي کارونه لکه ښکلي مسجدونه په فزيکي لحاظ جوړول ډېر سي غالبا نه په ټوليزه توګه. زما له نظره دافغانستان مسجدونه،چي څومره په عبادت ودان دي په نړۍ کي دمقدسو اماکنو پرته بل ځاى سارى نه وينم.( له څلوېښت کالو تاريخي پېښو څخه زده کړه )

مفتي عبدالهادي حماد

حمادیه اسلامیه مدرسه، کندهار

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …