مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ملګرتیا داسې وي!

ملګرتیا داسې وي!

ملګرتیا داسې وي!

لیکنه: حامد افغان

د ملګرتیا، اشنایي او يارانې په اړه به مو ډېر څه لوستلي او اوریدلي وي، د ملګرو د ښو اړیکو به مو په زړه پوري کیسې هم اوریدلې وي، د ملګرو تر منځ به مو د میني او محبت ښایسته داستانونه هم لوستلي وي خو نن زه د دوو ملګرو یوه لنډکۍ کیسه ستاسو مخته ږدم، له دې کیسې نه بیا یوه جمله رااخلم او له کیسې وروسته په هغه جمله درسره ګړیږم لومړی کیسه:

ابو بکر الصدیق رضي الله عنه وایي: زه ولاړم یو شپون مې پیدا کړ، خپلي مېږي یې رواني کړې وې، ورته ومې ویل ته د چا مریی یې؟ ول د قریشو د فلاني سړي، هغه ما وپیژاند، ما ورته وویل: په مېږو کې دي د پيو میږ شته؟ ول: هو، مال راته رالوشلی یې شې؟ ول: هو، له خپلو مېږو یې یوه وتړله، ورته ومې ویل د مېږي غولانځه له ګردونو پاکه کړه، بیا مې ورته وویل: لاسونه دي هم پاک کړه، یوه لاس ته یې په بل ټک ورکړ، نو لیږ پۍ یې راولوشلې، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی تیار کړی و د هغه په خوله مې توکړه تړلې وه، په هغه کې مې پۍ واچولې، هغه د لاندي سوړ شو، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروړې، هغه ته مې وویل: يارسول الله وڅښه! هغه وڅښلې، تر هغو چې زه راضي او خوشاله شوم.

عن البراء عن أبي بكر رضي الله عنهما قال انطلقت فإذا أنا براعي غنم يسوق غنمه فقلت لمن أنت قال لرجل من قريش فسماه فعرفته فقلت هل في غنمك من لبن فقال نعم فقلت هل أنت حالب لي قال نعم فأمرته فاعتقل شاة من غنمه ثم أمرته أن ينفض ضرعها من الغبار ثم أمرته أن ينفض كفيه فقال هكذا ضرب إحدى كفيه بالأخرى فحلب كثبة من لبن وقد جعلت لرسول الله صلى الله عليه وسلم إداوة على فمها خرقة فصببت على اللبن حتى برد أسفله فانتهيت إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقلت اشرب يا رسول الله فشرب حتى رضيت . رواه البخاري ومسلم

په یوه بل روایت کې په یوڅه زياتونه سره وروستۍ خبره داسي راغلې ده، ابو بکر وایي: د هجرت په مهال یو وخت زه سخت تږی وم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې پۍ راوړې چې اوبه ورسره ګډي وې، ورته ومې ویل: يارسول الله وڅښه، هغه چې وڅښلې زه هم موړ شوم . كنا في الهجرة وأنا عطشان جدا ، فجئت بمذقة لبن فناولتها للرسول صلى الله عليه وسلم، وقلت له : اشرب يا رسول الله، يقول أبو بكر: فشرب النبي صلى الله عليه وسلم حتى ارتويت.

په دې روایت کې ابو بکر رضي الله عنه وایي: زه سخت تږی وم، وروسته وایي: حتى ارتويت، یعني کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پۍ وڅښلې نو زه هم موړ شوم، په لومړي روایت کې راغلي و: حتی رضیت، یعني د هغه په پيو څښلو زه خوشاله شوم، باید ووایم چې د حتی رضیت او حتی ارتویت په منځ کې ډېر توپیر ده، تقریبا هر ملګري د خپل ملګري په خوراک او څښاک خوشالیږي، او داسي حالت بیا بیخي نادر او ډېر د تعجب وړ ده چې د یوه ملګري په مړیدلو سره د بل تنده ختمه شي!!، د دنیا له پیدایښ نه ترننه پوري انساني تاریخ د ملګرتیا داسي بیلګه شاید ونه لري.

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …