مخپاڼه / بیلا بیل / ولي مو د مطالعې سره علاقه کمه ده؟

ولي مو د مطالعې سره علاقه کمه ده؟

ولي مو د مطالعې سره علاقه کمه ده؟

باسم الله المولى الأجلِّ سبحانه له الحمدُ في الأولى والآخرة، نستفتحُ بالذي هو خير، ربنا عليك توكلنا وإليك أنبنا وإليك المصير.

درنو لوستونکو!

دلایزال رب عز وجل ستره لورینه ده، چي بیا دیوې داسي لیکني دپیل جملې لیکم چي دیوې دیني مدرسې دنشر په څانګه ددین ږغ رسول یې ستر هدف دئ.په تاسف باید ووایم چي زموږ په ټولنه کي دمطالعې مینه کمه ده په عام ډول خلګ تصویري شیان  تر معنوي شیانو خوښوي او دا هم حقیقت دئ، چي هره ټولنه دمعنوي شیانو پر ځای محسوسي شیانو ته متوجه سوې دي کمي ټولني چي  تحقیقاتي مطالعاتوته  شا ګرځولې وي هغه حتما دناخوالو سره مخ سوې وي، داچي زموږ ټولنه دکتاب، مجلې ، اخبار او داسي نورو لیکنو دمطالعو سره کمه مینه لري، په دې هیواد کي کتابونه د نورو هیوادونو په پرتله کم عرضه کیږي، مجلې، اخبارونه او نور لیکنیزي ټولګي دنړۍ په پرتله کم دخلکو لاسته رسېږي پر  دې لوی اثر دهمدې هیواد دناخوالو دئ. دې هیواد هغسي ناخوالي لیدلي دي چي ممکن په نړۍ کي یې ساری نه وي بلکي که په ښکاره ټوګه ووایو چي کم وحشت دنړۍ په کوم هیواد کي رامنځته سوی دئ یا یې څوک فکر وکړي دا هیواد دهغه وحشت شاهد دئ. ځکه نو په داسي حالاتو کي لازمي او طبعي خبره ده چي دخلکو سره روحي ناروغي پیدا کیږي چي خورا ډېر ډولونه لري یوه ناروغي داپکښي پیدا کیږي چي دانسان څخه داستقامت قوه وړي هر کار چي پیل کړي غیر اختیاري بل لوري ته حرکت کوي فکر یې داسي معتاد سوی دئ چي هره لږه زمانه وروسته دیو  نوي ناورین دپیل زنګ ورته وهي ځکه نو هر هغه کار چي استقامت ته اړتیا لري زموږ هیوادوال پکښي کم راځي او کوم کارونه چي عاجل وي که څه هم ستړي وي په هغو کارونو کي مخ په وړاندي دي.مطالعه هم دهغه لړۍ څخه یوه کړۍ ده چي استقامت ته ستره اړتیا لري او په ټولیزه توګه په افغانانو کي دمطالعې مینه کمه ده ، دا د دوی عذر دئ خو ددې جال څخه ورته خلاصون پکار دئ، دحل لار هم لري.مطالعه

داچي زموږ هیواد وال دمطالعې سره مینه کمه لري زما په اند کېدای سي دا وجه یې هم وي چي که تاریخ وکتل سي هر وخت افغانان ذهین پاته سوي دي ذهانت اصلا دانسان په وجود کي یوه قوه ده  چي انسان کرار نه  پریږدي هغسي مواردو ته یې رسوي چي دتحقیق او مقصود منتها وي بناء کله چي مطالعه پیل کړي هغه قوه را سبیره سي او دخپل طبیعت په مټ چي نا قراري ده حوصله ور ماته کړې څو ژر یې دموضوع  عمق یا خپل منزل ته ورسوي خو کله دا کار په تاوان تمامیږي ځکه نو که وکتل سي ټول هغه علوم چي ذهانت غواړي په هغه کي افغانان ښه برېښېدلي وي او کوم کارونه چي حوصله او تحقیق غواړي په هغه کي یوه اندازه پاته راغلي وي.په هر صورت لو خبره دګټي ده ځکه نو  دټولو اهل نظر توصیه داده چي هر کس ددې محتاج دئ چي مطالعه وکړي ، مطالعې ته وخت ورکړي البته داچي زموږ ټولنه دناخوالو سره مخ ده دوی کولای سي چي لومړی دکلکي عقيدې په مټ ددې ناورين څخه ځانونه خلاص کړي او بل داچي خپل ژوند ته یو مهال ویش وټاکي، بې سرنوشته او بې پلانه ژوند ونه کړي بلکي دا فکر د ځان سره ولري چي انسان یوه درخته ده ، درخته هغه مهال ښکلې ده چي مېوه ولري او که مېوه داره درخته وي مېوه نه کوي خلک په ښه سترګه نه ورته ګوری دهر انسان سره یو استعداد  دئ هغه استعداد یې باید رنګ راوړي ، هغه په کار واچول سي، تش دشپو او ورځو خلاصول دبشریت دفطرت څخه بېل کار دئ.

دا هر څه هغه وخت کېدای سي چي انسان معلومات لاسته راوړي او معلومات په دوو لارو لاسته راوړل کېدای سي یا داچي داستاد څخه مستقیما استفاده وسي او یا هم په مطالعه باندي زیاتېدای سي.

دمطالعې له پاره  دوه شیان ډېر لازمي دي:

الف: دخپل سري کتابونو څخه مخ اړول د هر کتاب له پار دیوه ماهر کس سره مشوره کول ځکه دې ټولني ته داسي کتابونه عرضه سوي چي موخه یې یوازي دافغانانو تر منځ نفاق اچول دي په اوس وخت کي دنفاق اچولو له پاره تر ټولو غټه وسیله مذهبي مسائل دي او دا فکر بیخي دمغزو وباسه چي کتاب زما عقیده نه سي خرابولای بلکي خامخا یې خرابوي دانسان دماغ داسي جوړ دئ چي انفعال قبلوي یعني حتما تر تاثیر لاندي راځي حاصل داچي دهر کتاب په مطالعه کي دماهر کس سره مشوره کول لازمي عمل دئ.

ب: دمطالعې یو لړ اصول پېژندل چي په کومو حالاتو کي مطالعه وسي، څنګه ځای وسي؟ په کوم وخت کي وسي؟ که تاسو دمطالعې اداب او اصول په ځان کي عملي کړئ نو دوې ګټي به مو  کړي وي یو داچي دمطالعې سره به مو مینه زیاته سي او حوصله به ورته لرئ دوهم داچي کوم څه مطالعه کوئ هغه به مو په دماغ کي پاتیږي.

په درنښت

اداره

مأخذ: نداء القرآن مجله

 

 

 

 

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …