مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / پنځلسمه لویه ګناه: د جهاد په ډگر كي تېښته كول

پنځلسمه لویه ګناه: د جهاد په ډگر كي تېښته كول

(١٥) لويه گناه: د جهاد په ډگر كي تېښته كول

د مسلمانانو او كافرانو د جگړې پر مهال تېښته كول يعني پر شا تلل لویه گناه ده، البته دا هغه وخت گناه ده چي د كافرانو شمېر تر هغه  اندازې زيات وي کوم چي شریعت ورته ټاکلی دئ او دغه شمېر په دې اندازه دئ، چي یو مسلمان به د دوو کافرانو څخه تېښته نه کوي، دوه مسلمانان به د څلورو کافرانو څخه نه تښتي او که د کافرانو شمېر د مسلمانانو د شمېر په دوه برابره زیات وي بیا نو تېښته کول جائز ده. بله خبره دا ده، چي د مسلمانانو دغه شاتگ به د یوه جنگي تکتیک او یا د نورو ملگرو سره  دیوځای والي په موخه نه وي.([1])

که څوک یوازي د بیري په وجه باندي شا ته وځغلي لويه گناه ده، ځكه الله جل جلاله فرمايي:

﴿وَمَنْ يُّوَلِّهِمْ يَوْمَىِٕذٍ دُبُرَهٗٓ اِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ اَوْ مُتَحَيِّزًا اِلٰي فِئَةٍ فَقَدْ بَاۗءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ  ۭوَبِئْسَ الْمَصِيْرُ    16؀﴾([2])

ژباړه: څوك چي په دغه ورځ (يعني د مسلمانانو د جگړې په ورځ ) شا وگرځوي (یعني شا ته وتښتي) او پر شا تلل يې د دې لپاره نه وي چي دښمن ته دوكه وركړي او نه په دې موخه وي چي د مسلمانانو ډلي ته ځان ورسوي، نو د شک وتلی دغه سړى د الله جل جلاله په غضب اخته سو، ځاى به يې دوږخ وي او دوږخ  ډېر بد ځای دئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کافرانو د جگړې څخه د مسلمان تېښته هلاك کوونکې بللې ده او داسي يې فرمايلي دي: د اوو (٧) هلاک کوونكو شيانو څخه ځانونه وساتئ! چا پوښتنه وکړه، چي دغه اووه شيان څه شي دي؟ يا رسول الله صلی الله علسه وسلم ! ده مبارك صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: د الله جل جلاله سره شريك نيول، سحر (یعني جادو) كول، انسان وژل  مگر په حق سره، ريا كول، د يتيم مال خوړل، د جهاد په وخت کي تېښته كول او پاكو مؤمنانو ښځو ته د زنا نسبت كول. ([3])

([1]) اِنْ يَّكُنْ مِّنْكُمْ عِشْرُوْنَ صٰبِرُوْنَ يَغْلِبُوْا مِائَـتَيْنِ وَاِنْ يَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ يَّغْلِبُوْٓا اَلْفًا مِّنَ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُوْنَ (65) اَلْئٰنَ خَفَّفَ اللّٰهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ اَنَّ فِيْكُمْ ضَعْفًافَاِنْ يَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ صَابِرَةٌ يَّغْلِبُوْا مِائَتَيْنِ وَاِنْ يَّكُنْ مِّنْكُمْ اَلْفٌ يَّغْلِبُوْٓا اَلْفَيْنِ بِاِذْنِ اللّٰهِ وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِيْنَ(66) (سورة الانفال، الايتان: ۶۵، ۶۶)

([2]) سورة الانفال، الاية: ۱۶.

([3])عن أبي هريرة رضی الله عنه أن النبي صلی الله علیه وسلم قال: اجتنبوا السبعَ المُوبِقَات: الشركُ بالله، والسِّحْرُ، وقتلُ النفسِ التى حرم الله إلا بالحق، وأكلُ الربا، وأكلُ مالِ اليتيم، والتولِّى يومَ الزَّحْف، وقذفُ المحصنات الغافلات المؤمنات. (أخرجه البخارى: 3/1017، رقم: 2615، ومسلم: 1/92، رقم: 89 ، وأبو داود: 3/115، رقم: 2874، والنسائى: 6/257، رقم: 3671)

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …