مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / په روژه کي مکروه شيان

په روژه کي مکروه شيان

په روژه کي مکروه شيان:

۱:  د روژي په حالت كي د يوشي څكل او يا ژوول مكروه دي.

۲: په پزه پريوللو او غرغړه كښي زياتوب كول.

۳: دسفر دوران کي روژه نیول ،چي نیول یې ورته سخت تمامیږي.

۴: په سفر کي يې روژه نیولې وه په داغه ورځ مقیم سي روژه ماتول ورته مکروه دي.

۵: دخاوند دخپلي ښځي مسه کول یا هم مچه ځني اخستل، او یا هم غاړه په غاړه کېدل،چي ددې وېره نه وي،چي جماع ځني وسي پروا نه کوي او که يې وېره بیا مکروه دئ.

۶: په روژه کي لب شیرین کارول او یا هم دشونډانو دغوړولو کریم کارول،چي خولې ته یې خوند ولاړ سي روژه مکروه کوي او که یې اثر نه ولاړئ بیا پروا نه کوي.

۷:خوند لرونکي پوډر یا هم کریم استعمالول مکروه دي.

۸: که څه شی رانیسي او بیا یې دښه او بد دمعلوملو لپاره څکي دا کار مکروه دئ البته که دهغه شي څخه چاره نه وه او نه یې بله لار وه بیا پروا نه کوي.

۹: په خوله کي په قصده بلغم یو ځای کول بیا تېرل مکروه دي البته که غیر اختیاري دا کار وسو بیا پروا نه کوي.

۱۰:د روژې په حال كښي وينه كښل يعني ښكر وهل يا د ستني په ذريعه مكروه خو نه دي ۹: په روژه کي وینه کښل جایز دي البته که ددې وېره وه،چي کمزوری یې کړي بیا نو دا مکروه دئ کله، چي روژه ماته کړي بیا دي دا کار وکړي.

۱۱: ټوله ورځ داړتیا پرته په جنابت کي تېرول مکروه دي.

والله اعلم بالصواب

مفتي عبدالهادي حماد، حمادیه اسلاميه مدرسه

—————————————————————————————–

(۱): ) وكره له ذوق شيء و كذا مضغه بلا عذر (  رد المحتار صــ ۴۵۳ ج ۳.

(۲): ) وكذا المبالغة في المضمضة والاستنشاق قال شمس الائمة الحلواني و تفسير ذلك ان يكثر امساك الماء في فمه ويملا لا ان يغرغر (    هنديه صــ ۱۹۹ ج ۱.

(۳):) ويكره للمسافر ان يصوم اذا اجهده الصوم فان لم يكن كذلك فالصوم افضل (هنديه صـ ۲۰۱ ج ۱.

(۴): ) ولو اراد المسافر دخول مصره…….للمحرم احتياطا (   بدائع الصنائع صــ ۱۶۲ ج ۲.

(۵):  ) وكره قبلة و مس و معانقة و مباشرة فاحشة ان لم يامن المفسد وان امن لا باس  ( در مختار صــ ۴۵۴ج ۳

(۶): ) و تفيد مسئلة الاكتحال و دهن الشارب ……و كذا دهن الشارب( مراقي الفلاح 543.)

(۷):  ) و في الدرالمختار او ذاق شيئاً ……. فذاقت ( رد المحتار صــ ۴۵۳ ج ۳ امداد الفتاوي صــ ۱۴۱ ج ۲.

(۸): ) و يكره للصائم ان يذوق العسل او الدهن ليعرف الجيد من الردي عند الشراء كذا في فتاوى قاضي خان وقيل لاباس به اذا لم يجد بدا من شرائه او يخاف الغبن (    هنديه صــ ۱۹۹ ج ۱.

(۹): )و يكره للصائم ان يجمع ريقه في فمه ثم يبتلعه كذا في الظهيرية (    هنديه صـ  ۱۹۹ ج ۱.

(۱۰): ) ولاباس بالحجامة ان امن على نفسه …..  هكذا في المحيط (  هنديه  صـ ۲۰۰ ج ۱.

(۱۱):جواهر الفقه  صــ  ۳۷۹ ج ۱.

دغه هم وګوری

فتوا: سجده سهوه څه وخت لازمېږي؟

کولای سی لاندي فتوا باندي راسته کلیک وکړئ او خپل کمپیوټر کښې يې ثبت کړئ …