مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهيم

په څو کرښو کې لوی مفاهيم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم (۳)

لېکنه: حامد افغان

په څو کرښوک ط لوی مفاهیم

کیسه ګۍ

يحيی اللیثي رحمه الله د امام مالک رحمه الله په درس کې ناست و، د باندي چا فیل راوست د امام مالک ټول شاګردان د فیل لیدلو ته ور ووتل، یو یحیی ور ونه ووت، مالک ورته وویل: په اندلس کې خو فیلان نشته ته ولي نه وروځي؟! ده ورته وویل: زه له خپل هیواده تاته راغلی یم چې علم درنه زده کړم او سمه لاره راوښیې د فیلانو لیدلو ته نه یم راغلی، امام مالک ته یې خبرې ډېر خوند ورکړ او “د اندلس د خلکو هوښیار ” لقب یې ورکړ. [وفيات الأعيان].

په دې ‫کیسه ګۍ کې د طالب العلمانو او محصلینو له پاره لوی پندونه او عبرتونه نغښتي دي، فتأمل.

 

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …