مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم (۲)

لېکنه: حامد افغان

د الله په نزد څه شی وزن لري؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: بې شکه د قیامت په ورځ به غټ او مزی سړی راوستل شي چې د مياشيي د وزر هومره وزن به نه لري. له دې وروسته رسول الله دا ایت تلاوت کړ: فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا. یعني د اخرت په ورځ به دوی ته تله نه ږدو. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : إِنَّهُ لَيَأْتِي الرَّجُلُ الْعَظِيمُ السَّمِينُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لا يَزِنُ جَنَاحَ بَعُوضَةٍ، ثُمَّ قَرَأَ فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا. سورة الكهف آية 105 . متفق عليه.

د حدیثو شارحین وایي: له لوی او مزیوالي نه مراد د منصب او نسب لويوالي ده او هغه چې په نعمتونو او خوندونو کې غټ شوی او چاغ شوی وي، دا ډول خلک اکثره کبرجن او د الله له دین سره یې اړیکه بيخونده وي نو دا لوی والی او غټوالی به یې د الله په نزد د مياشيي له وزر نه هم سپک او بې ارزښته وي. مطلب دا شو چې د الله په نزد تقوا او دینداري وزن او ارزښت لري منصبونه، نسبونه، حیثیتونه او غټ بدنونه د هغه په نزد وزن او ارزښت نه لري.

دغه هم وګوری

زموږ د ټولني ودونه او ناروا دودونه

ليکوال: ابو المنظور مولوي صالح محمد “عطشان” په ودونو کي ځيني رواجونه او دودونه داسي …