مخپاڼه / بیلا بیل / ځوانان دتمدن اوکلاسيزم په هندارو کي

ځوانان دتمدن اوکلاسيزم په هندارو کي

ځوانان دتمدن اوکلاسيزم په هندارو کي

لیکنه: مفتي عبدالهادی حماد

ځوان

درنو لوستونکو! کوم ځوانان ،چي دغربي مفکورو تر اغيز لاندي راغلي وي او دنړۍ دزيب اوښکلا په نشه مست وي ــ په دې فکرسي ،چي دملايانو سره لاهغه دحجرو اومسجدو خبري ملې دي،چي معاصره نړۍ يې بيخي نه سي زغملاى ، دومري دتمدن څخه ليري دي ،چي لا هغه دپخوانيو پېړيو خبري يې په دماغ کي دي ،ته دا متمدنه نړۍ وگوره !؟ نړيواله کمپيوترايزډ اداره وگوره !؟ ددنيا پرمختللې ټيکنالوجي وگوره !؟ ،چي ددنيا هره زاويه دمتمدنو خلکو تر ګورت لاندي ده او ته دملايانو دا درواغ وگوره ،چي ياجوج اوماجوج به راځي،ټول خلک به خوري، له اسمانه به پيغمبر (عيسى ع ) راځي او داسي نور….(العياذبالله)  ددوى په وينا دملايانو صاحبانو دا خبري کله کېداى سي او نه دمنلو وړ دي ځکه انسانانو ټولي سيارې تر خپل قابو لاندي راوستې ، هيچري يې اسمان پيدا نه کړ، او نه يې ددجال او جوج ، ماجوج ځاله پيدا کړه ملايان صاحبان لا په هغه فکر دي ،چي يوخت به نړۍ بل لوري ته ځي ؟

دپورتنيو پوښتنو او ددغه استمار سوو افکارو په جواب کي زما له آنده که يوازي دومري وويل سي بسنه کوي ،چي تاسو معاصره ټيکنالوجي دزبات تر بريده رسولې ده ،چي په فضا کي په ميلياردونه سيارې شتون لري ځيني يې سياره دي ، دومره غټي دي ،چي آن ځيني يې دمځکي څو برابره دي ټولي يو له بله سره تيريږي او هيڅ ټکر نه رامنځته کيږي او په مځکه کي دپورتنيو سيارو په پرتله ډېر شيان شتون لري او هره ورځ په زرهاوو ټکرونه رامنځته کيږي دا نو ولي ؟ که پورتنۍ سيارې يو له بله سره ټکر وکړي دا متمدنه نړۍ ،چي څو برابره ترې کوچنۍ ده ــ  ورانه به يې نه کړي ؟ هلته به هم معاصري ټيکنالوجۍ دمخ نيوي لپاره يو څه وکړي؟ داخبره ، چي سياراتو يو دبله دجنکېدو خبره ده داهم دعقل وتلې  او دملايانو خبره ده؟ او که داخبره دمعاصرو افکارو له آنده هيڅ ناشوني نه ده، که دسترو سياراتو يو دبله جنکېدل شوني وي نو په يوه وار سره دملايانو صاحبانو ټولي خبري رشتيار کيږي.

بله خبره لاداده ،چي د څونامي تر طوفان وړاندي که ملايانو تاسو ته ويلي واى ،چي يوخت به دغه څو متمدن هيوادونه يوه ډېره لويه سمندري زلزله ځپي، داسي زلزله به وي ، چي وړاندي به يې هغه وسائل هم نه سي معلومولاى، چي دزلزلې معلومولو لپاره لګول سوي دي او په سلهاوو زره خلک به ووژني يوازي به دګوتو په شمېر خلک او مسجدونه پاته سي ، بيابه  هم تاسو ويلاى ،چي ته دا متمدنه نړۍ وګوره!؟ دملايانو پخوانۍ خبري وگوره.

که مولوى صاحب تاسو ته ويلي واى ،چي يوخت به د نړۍ ستر ځواکمنان دامريکا دلوي وچي ځنگليان بېوزلي خلگ  وي ،چي داسلامي خلافت څخه پټ وه ــ ددرستي نړۍ ښکېلاک به غواړي ، تر ټولي نړۍ به يې اقتصاد پياوړي وي ، په جهاني سطحه به دښکلو ښارو لرونکى هيواد  وي ، دومره پر مختللې ټيکنالوجي به يې وي ،چي يوه پاڼه به لاهم ددوى هيواد ته په قاچاق څوک نه سي وړلاى ، دخپلي وچي څخه به دنورو وچو متمدن هيوادونه کنټرولوي ،دنړۍ امپراطور مسلمانان به په مظلومانه ډول په غرونو کي اوسيږي ، په يو هيواد کي به ازاد ژوند هم نسي کولاى، خپل نظر به هم نسي څرګندولاى يوازي يوه لاره به لري هغه داچي ددوى گوډاګيان به جوړيږي خپلي مذهبي لارښووني به سانسوروي که يې ونه کړي په تور ليست کي به نيول کيږي ، بيا به دغه ناتوانه خلک ، چي بيخي ازاد ژوند نسي کولاى ــ دنړۍ لوى ښکېلاکگر هيواد امريکا ته به ورځي هلته به الوتکي  يرغملوي ، دامريکا په سترو ځايونوکي به يې وهي داسي ځايونه،چي نړيوال شهرت به لري هغه به راغورځوي . تاسو نوو او تمدن پلوو ځوانانو به ويلاى ،چي سړى دومري درواغ وايي ،چي تريوه بريده شونتيا ولري ، داکله کېداى سي ؟

يعني دمولوي صاحب پورتنۍ وينا کي يې ترپېښېدو وړاندي کړې واى تاسو ټولو به دشک پرته درواغ بللاى.

دپورتنيو خبرو په نظر کي نيولو سره په ډاگه ويل کېداى سي ،چي پورته خبري يوه بيلگه وه بلکي نړۍ په لس هاوو ځلي داسي لورو ته گرځېدلې ده ،چي انساني فکر به هيڅ نه منل.

اى دغرب تر اغېز لاندي ځوانانو ! ديوه مسلمان ورور په توګه په درنښت هيله درڅخه کوم ،چي دنورو تقليد پرېږدئ خپل استقلال دځان لپاره خوښ کړئ ، په ځان کي همت پيدا کړئ ، دخداى لپاره دومره همت خو وکړئ لکه شرق او غرب چي يې لري که تاسو واياست ،چي موږ تر هغو په همت کي ټيټ نه يو نو زه درته وايم تاسو په خپلو گرېوانو کي وگورئ لږ وړاندي دانګريزانو ديرغل په وخت دميکناټن څېره وگورئ ! بيا دخپلو نيکونو څېرې وگورئ ،چي ددوئ سره جنگېدل ــ چي دميکناټن څېرې ته تاسو اووښتي ياست او که دميکناټن لمسيان ستاسو دنيکونو څېرې ته اوښتي دي . ستاسو نيکونو ،چي دخپل مذهب رشتنى تقليد کاوه پردوى بريالي وه ، دوى په نظامي ډگر کي ستاسو تر نيکونو پاته وه کله ،چي يې تاسو دفکري جګړې په ډگر کي استمار کړاست دخپل مذهب اونيکونو له تقليد څخه يې بېل کړاست اوس دوى پرتاسو بريالي سوه او تاسو يې اوس استعمار کړاست، که تاسو واياست ، چي پر کفري ځواک باندي برى په تېر وخت پوري تړلى و، اوس دمسلمانانو برياليتوب شونى نه دئ ، داخبره هم دمنلو وړه نه ده ځکه تاسو وګورئ کومي ډلي ، چي اوس هم دپخوانيو نيکو اسلافو تقليد کوي هغوى اوس هم دلږو امکانانو په لرلو سره په زياتو ځايونو کي بريالي ، که تاسو دغه برياليتوب او سرلوړي غواړئ نو تاسو ته هم دبرياليتوب غېږه خلاصه ده.

افغاني مسلمانانو بچيانو! ستاسو روڼ او غيور ضمير به کوم دعوت قبول کړي؟

وروستۍ خبره مي داده ،چي تاسو دنړۍ شاليد مطالعه کړئ داسلام پرته ،چي هر څومره پر مختلي معايشوي لايحې نړۍ ته راغلي دي لکه ، پاشيزم ، سوسيال امپراليزم، صهيونيزم ، نشليزم او داسي نوري مفکورې ټولي دناکامۍ پر لوري تللي دي نو داوس دلوى وينه څيښونکي ښامار دامپراليزم مفکوره به هم حتما دخاورو سره خاوري کيږي دلا ښه روښانتيا په موخه وايم ، چي تاسو دتاريخ پوهانو څخه وپوښتى دڅو زرو کلونو راهيسي څومره مفکورې ايجاد سوي دي دبطليموس ، ارسطو او سقراط څخه راپيل بيا تراوسه کومه مفکوره پاته سوې ده؟ او دکومي مفکورې په اړه نيوکي او انتقادونه نه دي پيداسوي او کومه يوه له منځه نه تللې .خو داسلام لارښووني او اسلامي رشتيني مفکوره،چي له پيل څخه پر کومه بڼه را روانه ده پر همغه ډول ثابته پاته سوي ده هيڅ ډول ناکامي نه پکښي تر سترگو سوي بلکي دسترو  نړيوالو فيلسوفانو په شتون کي هيڅ څوک په دې نه دئ توانېدلى ،چي يوه لږه نيمگړتيا هم په اسلام کي پيدا کړي  او نه به څوک وتوانيږي اخر داچي اسلام او داسلام پيروان به تل ودان وي او دنورو لارو پيروان به يقناً خاوري په سر وي.

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …