مخپاڼه / بیلا بیل / ځوانان دي د محوه کېدو څخه ځان وژغوري !

ځوانان دي د محوه کېدو څخه ځان وژغوري !

څانګه :     بیلا بیل معلومات


ځوانان دي د محوه کېدو څخه ځان وژغوري

لیکنه: محمد نبي سلطاني

څونه چي د ځوانانو په ژوند کي د دوى زيار،کار، فعاليت، هڅه، کوښښ او خوځښت مهم دئ، په همدې کچه ئې فکري ، د وطن پالني، بيارغوني او د وطن سره ئې په زړه کي دميني جزبه او پوهه هم مهمه ده، ځکه په اوسنيو حالاتو کي زموږ  د هيواد کړکيچن حالات او له بلي خوا زموږ د دښمنانو سازشونه او طوطيئې، چي نه غواړي زموږ ځوانان دي، يو داسي ديني ، سياسي، اصلاحي او ټولنيز د وطن پالني شعور ولري چي هغه دي د اسلام ، ملت او وطن په ګټه تمام سي.

کومه مينه چي زموږ د ځوانانو په زړونو کي ده ، کومه مينه چي دلته د ځوانان له دين ، له اسلام او اسلامي ورورولۍ سره ده ، کومه خپل منځي خواخوږي چي ځوانان يو له بل سره لري او کومه همدردي چي ځوانان ئې د اولس او خلکو سره لري د شر او فساد اچونکي غواړي چي له منځه ئې يو سي ، محوه ئې کړي ، د نابودۍ کرښي پرکش کړي او ارمانونه ئې له خاورو سره خاوري کي .

موږ وېنو چي زموږ ن بې رحمه او نه پخلاکېدونکي دښمن زموږ ځوانانو ته په هره دره کي مرچل نيولۍ ، غواړي چي هويت او استقلال يې تر برېد لاندي راولي ، کلتور ، دودونه ، رسمونه ، رواجونه ، ارزښتونه ، اخلاق ، هويت ، استقلال ، ازادي او خپلواکي ئې ورته پردي ښکاره کي او په عوض کي يې خپل چټل ، منحوس او پس پاته کلتور د پر مختګ په نامه په ومني ، د وطن د ازادۍ ، خپلواکۍ ، سمسورتيا ، بياجوړوني او رغوني مينه ئې په رګونو کي ووژني پر ځاى ئې په تحفه کي د متمدن توب په نامه فحش ، بې حيايي ، ، بد اخلاقي ، بدلاري ، يو پر بل د تېري او غندلو روحيه پياوړې او قوي کړي . دا ټول کارونه ئې د يو پلان سره سم روان کړي دي، چي د شر او فساد د اچوونکي ئې د عملي کولو په تکل کي دي .

دداسي سخت سري ، قوي، شديد او با تدبيره دښمن په وړاندي ډېر وګړي ځوانانوته دا نصيحت کوي چي يوازي دي خپل ځان د يوځوان په حيث څرګند کړي او پر خپل فزيکي حالت دي بسنه وکړي چي زه ځوان يم، و دې خوري و دې چيښي او حساب دې نه کوي ، چي زموږ ځينو ځوانانو هم دا وړانديز ورسره منلى خوري او چيښې ئې خو حساب ئې نه کوي . پر دې دي نه دي چي هيواد مي په کم حالت کي دئ ، خلک مو د کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ؟ دښمن چېري په کمين او مرچل کي را ته ناست دئ ؟ زما څخه څه غواړي ؟ زه څه ورته کولاى سم ؟ زه څه مسئوليت لرم او ماته څونه د اميد سترګي را اوښتي دي ؟

د يو داسي طوفان په وړاندي ، چي   هويت ، استقلال او روحيه مو له منځه وړي، فحش ، بې خيايۍ او بد اخلاقۍ ته لار هواروي او ځوانان مو په تدريجي مرګ وژني نو دا به ډېره غلطه ځان غوښتنه او پرېکړه وي چي څوک ئې د داسي بې رحمه طوفانونو او سېلابو نو په راتلو سره کوي ، ځان يو ګوښې ته کوي او يوازي د خپل ځان د ژغورلو په فکر کي اوسي او دې طوفانونو او سېلابونو ته پوره ازادي ورکوي چي څرنګه کولاى سي چي د وطن پالني او د ځوان احساساتو د مړيني بازار ګرم وساتي. داسي ځوانان نو نه ده ښې دي نه د توښې .

د داسي ځوانانو شتون دهغه دشتمن وشتو ته ورته دئ ، چي د خپل اسقاط د ګرځولو له له پاره ئې پيداکوي او په خپل ژوند کي هيڅ د خيراو ښېګڼي کارونه نه په ترسره کوي، نې ( نه ئې ) په خپل اولاد خوري، نې خوار او غريب ته ورکوي او نې هم د وطن پالني په موخه د خپل وطن د دفاع ، سمسورتيا ، ازادۍ او خپلواکۍ په لاره کي مصرفوي، د داسي دولت، مال او سرمايي شته والي او نه شتوالي سره برابر دئ.

دلته چي دځوان سره څه اخلاقي، ايماني او وطني مينه وي، هغه بايد د انساني ژوند په بازار او مارکيټ کي د چلند او خرڅېدو له پاره وړاندي کړي،ترڅو ئې له پانګوني څه خلک ګټه پورته کي که چيري ځوان ( د پانګي اچوني خاوند ) هوښيار، ذکي ، خوځنده او د استعداد درلودونکۍ وي ، نو د ګټي او فائدې سره سره به ئې د خپل وطن ،اولس او د وطن پالني او د وطن سره دميني جزبه هم ساتلې وي، د هيواد ملي هويت به ئې ساتلۍ وي او هيواد به ئې د پر مختللوهيوادونو په کتارکي درولى وي او که چيري نوموړي ځوان ((د سرمايې خاوند)) لټ بې تجربې او بې استعداده وي نو نه يوازي دا چي ګټه به ونه کړي بلکي خپله شتمني به هم له لاسه ورکړي. په صورت به روغ ، په به فکرجوړ او شتمن وي ، خو بيا به هم پر ځاى پروت او ذګېر وى کوي، فکر به ئې انحصار وي، د ګټي پر ځاى به تاوان وکي .

زموږ ځوانان بايد ديو هوښيار او تجربه لرونکي سوداګر او تجار په څېر په خپلو خولو او کړاوونو ګټلي پانګه په داسي توګه ميدان ته راوړاندي کړي ، چي هم نورو خلګو ته ګټه په و رسوي او هم د خپل وطن په اړه د خدمت معنوي لستوڼي رابډوهي او د هرډول بهرانى حالت څخه يې وساتي، ځکه د دوى د دې کار غوښتنه نه يوازي چي زموږ دود کلتور او پښتني ټولنه کوي بلکي اسلام هم د يو مسلمان ځوان څخه دا غواړي چي هغه دي د خپل هيواد په سياسي اقتصادي ټولنيز، فرهنګي، او د وطن په جوړولو کي برخه واخلي او خپل ځانونه دي د نوري پر مخ تللي نړۍ په متمدنه ټولنه کي حساب کړي او د خپلو سيالانو سره دي سيالي وکړي، ترڅو د پرمختللو هيوادونو په کتار کي يې هيواد ودرېږي.

دا د هر ځوان ديني وجيبه ده چي د خپل  هيواد د سمسور تيا او بيا رغوني او جوړوني ږغ پورته کړي، د يو هدف په موخه د مبارزې ميدان ته ورودانګي، د هيواد ځوانان  دغه ستر هدف او ارمان ته متوجه کړي، ځوانان د غربي يرغلګرو د فکري يرغل پر ضد په اسلامي افکارو مجهز کړي، د يرغلګرو او د هيواد د  دښمنانو ټولي هڅي شنډي کړي، د هيواد دننه د بدبختيو عوامل په ګوته کړي او د هغو د ختمولو له پاره هڅي پيل کړي، ځوانان د دغه ستر هدف له پاره يو موټى، د هيواد او ولس د دښمنانو د شومو موخو پر ضد او د هيواد دننه د موجودو بدبختيو د ختمولو په اميد په يوه محور کي راټول کړي.

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …