مخپاڼه / بیلا بیل / مقالې / ځوانه د اختر ګټې له لاسه ور نه کړې!

ځوانه د اختر ګټې له لاسه ور نه کړې!

ځوانه د اختر ګټې له لاسه ور نه کړې(دوهمه برخه)

لیکنه: محمد نبي سلطاني

اختر لیکنه

ګرانه ځوانه ! همدارنګه اخترونه د اسلام له نظره الله ته د نيږدېوالي ښه وختونه دي او په دې وخت کې د خيرکارونه ډېر وي او دا هغه وخت دى، چې په مسلمانانو کي د خپلوۍ اړيکې ټينګېږي، او په دوئ کي ټولنيز يوالئ رامنځ ته کېږي ،  په دې وخت کې مسلمانان يو او بل ته ورځي او د اختر مبارکي ورکوي او په دې وخت کې مسلمانان نوي کالي اغوندي او په ښايسته بڼه ځان برابروي، ښه شيان  خوري، نو د هم دغه نعمتونو په خوړلو او پر دغه نعمتونو سره په شکر ايستلو سره  خپل رب ته نيږدي کيږي او د محبت او ورورګلوي عبادت پکښي تر سره کوي .

نو ګرانه ځوانه و تاته هم په کار دي ، چي د اختر د دې موقع څخه په استفاده هغه څه وکړئ ، کوم چي ستا څخه يې اسلام ، مذهب ، وطن ، هيواد او ستا ولس لري ، که دي دغه څو ټکو ته د اختر په دې مبارکو شپو کي پام لرنه وکړه ، ډاډ درکوم چي د دنيا او اخيرت ښې ګڼي په دي په برخه سوي وي:

١_ اختر د الله تعالی د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښي او خوشحالي ورځ ده نو مناسب دا ده، چي خپلو ټولو ورڼو ته د خوشحالۍ  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړې.

٢_ اختر يو ډير ښه فرصت دئ تر څو هغه ټولنيزي اړيكي چي انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي  بيرته جوړې كړي , په اختر كې زړونه پاكيږي ,  پرې  سوي اړيكي بيرته ټينګېږي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي  نو ته هم خپل ځان ټولو هغو کسانو ته ور نژدې کړه کوم چي له تا څخه په يوه نه په يه وجهه ليري سوي دي .

٣_  دا هغه مناسب فرصت دئ تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكل كړې چي ميني او محبت ته تږي دي ,نو په دې ورځ کي دي د زړه څخه د کينئ  او بدئ احساس و غور ځوه او خپل د ميني او محبت لاسونه  د يتيمانو سرونو ته د ښكل كولو لپاره خامخا وراوږ ده کړه  .

٤_  غريبانو او مسکينانو ته صدقة الفطر مخکي له لمانځه څخه ورکړه  ، د مسکينانو او غريبانو اړتياوي ور پوره کړه تر څو الله ستا اړتياوي او مجپوريتونه او اړتياوي درته پوره کړي .

٥_  په همدغه ورځ کي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسه ، د بې ځایه سیالۍ  څخه لاس واخله بد خرچي او اسراف ونه کړې، خدای درکړې دارایې بې ځایه ونه لګوې ، د محتاجینو اړتیاوي رفعه  کړه ، له والدینو سره په کښي احسان وکړه، له خپلوانو سره په کښي خپلوي وپاله.

٦_  دا ورځ پر مسلمانانو باندي د الله تعالی یو ستر احسان دئ، چي هغوئ ته یې ور په برخه کړې ده په همدغه  ورځ کي مسلمانان ښه اخلاق خپلوي تېر وختونه او بدبينئ او  خفګانونه پرېږدي ، خلک یوبل ته د مبارکي لاسونه ورکوي ، دښمنان یو له بل سره روغبړ کوي، د روغبړ،  میني او محبت او اجتماعي همدردۍ مجلسونه جوړېږي ، خلک یو د بل پوښتني ته ورځي ، زړې دښمنی او داخلي پټي کینې ختمېږي او انساني اړیکي بېرته له سره ټېنګېږي او اخلاقي ارزښتونه يې ځای نیسي او د ورورولي ، سخاء، ورکړي ، همدردي او زړسوي بیه لوړېږي نو ته هم له دغو څخه استفاده وکړه او و خپلو و رونو ته د ميني ، محبت او ورورولی لاس و غځوه. نوربیا…

دغه هم وګوری

په قرانکریم کي د موږ لپاره د څه شي پیغام موجود دي؟

بسم الله الرحمن الرحیم لیکنه ، عبدالسلام حنفي په قرانکریم کي د موږ لپاره د …