مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / کومو اهل قبله وو ته چي کافر نه ویل کیږي، د هغوی څخه کوم کسان مراد دي؟

کومو اهل قبله وو ته چي کافر نه ویل کیږي، د هغوی څخه کوم کسان مراد دي؟

کومو اهل قبله وو ته چي کافر نه ویل کیږي، د هغوی څخه کوم کسان مراد دي؟

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

د اهل سنت علماوو اقوال:

(علامه تفتازاني ؒ د هغو اهل قبله وو د معلومولو په سلسله کي چي کومو ته کافر نه ویل کیږي، د اهل سنت علماءوو او معتزله وو ذکر شوي لاندي اقوال په ”مقاصد” جلد: ۱، صفحه: ۲۶۹ کښي فرمایي:)

”اووم بحث، د هغو اهل قبله وو د حکم بیان چي د اهل حق مخالف دي:

①:… کوم اهل قبله (ځان ته مسلمان ویونکي) چي د حق مخالف (او ګمراه) دي، هغوی ته تر هغه وخته کافر نه ویل کیږي تر څو چي د دین د ضروریاتو (یعني د هغه قطعي او یقیني عقایدو او احکامو) انکار ونه کړي (کوم چي د شارع علیه السلام څخه د ثابتېدو د امت اجماع ده) مثلاً د عالَم حادث (یعني د عدم وروسته موجودیت) کېدو عقیده، جسماني حشر (یعني د مړیني وروسته په جسماني طور دوهم ځل ژوندی کېدلو) عقیده.

②:… او ځیني علماء وایي چي یا!

د هر اهل قبله څخه اختلاف کوونکی (مطلقاً) کافر دی (ځکه چي هغه د حق مخالف دی).

③:… د استاد رحمه الله قول دی چي: کوم چي موږ ته (اهل حق ته) کافر ووایي، موږ به هم هغه ته کافر ووایو او چي موږ ته (اهل حق ته) کافر ونه وایي موږ به هم هغه ته کافر ونه وایو (دا د اهل سنت د علماوو درې قوله وه).

د معتزله وو اقوال:

①:… د معتزله وو څخه متقدمین خو دا وایي چي: کوم خلک چي بنده په خپلو اعمالو او افعالو مجبور، د الله تعالی صفات قدیم، الله تعالی د بنده د اعمالو او افعالو خالق بولي (یعني په اساسي عقایدو کي د معتزله وو مخالف وي) داسي خلک زموږ په نزد کافران دي.

②:… خو عام معتزله وایي چي: کوم خلک چي د الله تعالی صفات (د هغه پر ذات) اضافه (بېل) مني، (په آخرت کي) د الله تعالی د دیدار، (د ګنهکارو مسلمانانو) د جهنم څخه په وتلو قایل وي او د بندګانو ټولي بدی او بدي کړني د الله تعالی تر ارادې او خوښۍ لاندي، داخل او الله تعالی د هغه خالق بولي (یعني په ټولو عقایدو کي د معتزله وو مخالف وي) داسي ټول خلک کافران دي.

د اهل سنت د امامانو دلیل:

د اهل سنت د امامانو دا دلیل دی چي نبي علیه الصلوة والسلام او د هغه وروسته صحابه ؓ او تابعین ؒ (د همدا ډول) عقایدو څېړنه نه کول (لکه معتزله چي یې کوي) بلکي یواځي یې د ”حق عقاید” څخه ځانونه خبرول (او توحید و رسالت، د مرګ وروسته ژوند او نورو اساسي عقایدو په اختیار کولو سره د مسلمان کېدو لپاره کافي بلل).

که پر دې خبره دا اعتراض وشي چي: بیا خو نو په مجموع کي د ټولو عقایدو په باره کي باید هم دا ډول د حق بیان کولو باندي بسنه وشي،نو ددې ځواب دادی چي: په مجموع کي پر ټولو عقایدو او اصولو باندي او د هغوی دلایل د هغو د اوښ چلوونکو عربو د فهم د معیار مطابق دومره مشهوره او ظاهر واضح وه (چي هر مسلمان د هغه څخه خبر او مطمین وو او بې له شکه یې هغه قبلول. )

ځیني علماء ددې اعتراض ځواب دا ورکوي چي: (په لومړیو پېړیو کي) تفصیلي عقاید ددې لپاره نه بیانېدل چي (په دې زمانه کي) اجمالي ایمان (یعني په تفصیل معلومولو پرته ایمان راوړل) کافي وه (په دې خاطر چي په عام طور عقلي او نظري نازکي سره نابلده یو ساده ذهنه قوم وو، هغوی بې له کوم شکه او بې له کوم رد او سرکښۍ څخه یې حق عقاید قبلول).

د څېړني او شرحي اړتیا هغه مهال وي، کله چي همدا څېړنه او شرحه یې مخکي په نظر کي وي (یعني باطلي عقیدې یې له مخکي څخه پر ذهنونو مسلط وي، نو د هغه د له منځه وړلو لپاره د څېړني، شرحي او د حق خلاف وهمونو او شکونو د رد ضرورت وي) که نه نو بې شمېره داسي ټینګ او مخلص مؤمنان موجود دي کوم چي قدیم او حادث معنا هم نه پېژني (او هغه پخپله عقیده کي صادق مؤمنان دي).

”دا بحث خو پر خپل ځای دی مګر د یوې ډلي بلي ډلي ته کافر ویل دومره مشهوره دي چي ددې د بیانولو اړتیا نشته (په هر حال، د استاد ؒ په وینا: څوک چي اهل حق ته کافر ووایي، هغه یقیناً کافر دی او موږ به هغه ته کافر وایو، که څه هم هغه د اهل قبله وو څخه وي) ”. نور بیا…

دغه هم وګوری

زنا د احادیثو مبارکه وو په رڼاکې۳

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۶)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (۳) ۵). د زنا په وخت کي د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *