مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / دا لس ځوانان څوڅو کلن وو؟

دا لس ځوانان څوڅو کلن وو؟

دا لس ځوانان څوڅو کلن وو؟

د نمونې په توګه مي له اسلامي تاریخ نه دا لس کسان درته راټول کړل، د دوي د لنډ ژوندلیک په ترڅ کې به مو لیدلي وي چې د دوی له اړوند کارنامو سره مي د دوی عمرونه هم په ګوته کول، د دوی عمرونه د 13 او 22 کلونو ترمنځ وو، دا عمر بیخي د تنکۍ ځوانی عمر ده، زموږ دې کرښو ته باید د دې عمر ځوانان ښه متوجه شي، زموږ په ټولنه کې د دې عمرونو ځوانان څه کوي او په څه بوخت دي هغه زموږ په مخ کې ده.

ارواپوهان وایې د هر چا په ژوند کې یوه بریالۍ نمونه او کامیاب ایډیل مهم ده څو له هغه سره د مینې په برکت د هغه په ژوند باندي تګ کول ورته اسانه شي، او په دې کې هم شک نشته چې د ډیرو بریالیو انسانانو ژوند د خپلو ایډیلونو تر اغیز لاندي راغلی وي او دهغه په برکت د بریا لوړو څوکو ته رسیدلي وي، متاسفانه د نن ډیری ځوانانو فلمي ستوري او د لوبو اتلان آیډیل ګرځولي دي، د کوم امت ځوانان چې په خپل تاریخ کي د دې لسو کسانو په څیر رښتیني اتلان لري هغوی به د ډم او … په ایډیل ګرځولو سره خپل ځان هیڅکله سپک او ذلیل نکړي.


زه شخصا له تفاخر او ویاړونو سره ډیره اړیکه نلرم، فخر او ویاړ که د خپلو اتلانو د احترام پرځای کولو تر اندازي وي بده نده او که یو څوک ټول ژوند په فخر او ویاړونو بوخت وي هغوی په تاریخ کې ژوند کوي، هغوی کاري وړتیا له لاسه ورکوي په خبرو کې به ښه تیز لګیا وي خو عملا به فلج او شل شوټ وي، د پلرونو او نیکونو بریاوې او اتلولۍ، میړانې او تاریخي کارنامې له هغوی سره تللې دي زموږ له پاره یواځنی د ګټې شی داده چې هغوی د خپل عمل له پاره نمونه او ایډیل وګرځوو.


یو وخت زموږ یو تکړه او هوښیار کلیوال وفات شوی و، د هغه په مړینه یې زامن، وروڼه او نږدې خپلوان سخت وارخطا وو، او فاتحې ته راتلونکي خلک يې ښکاره په وارخطايي پوهیدل، یو هوښیار کوچي یې هم فاتحې ته راغی د خپلوانو خرابه وضعه یې چې درک کړه ویې ویل: زموږ مشر ورور دي الله وبښي، د کور کلي نه د قام سړی و په مرګ یې موږ ښه وارخطا شوو، خو څرنګه چې هغه زموږ په منځ کې لوی شوی و ټول خویونه، عادتونه، میړانې او میلمه پالنې یې موږ ته معلومې وې، ما وروڼو ته وویل چې فلاني څه خوی او عادت، کومه میړانه او غیرت کاوه موږ به خامخا هغه کوو، توبه مي دي وي هغه خو څه پیغمبر مبارک نه و چې موږ یې ځای ته نشو رسیدلی، کوچې زیاته کړه اوس په موږ کې ډیر له هغه تکړه او دکار خلک شته ، نو تاسو هم د هغه لاره ونیسئ بیخي په اساني د هغه ځای ته رسیدلی شئ. د کوچې کیسه لکه څومره چې ساده همدومره له حکمته ډکه ده زموږ تفصیل ته اړتیا نلري. او زموږ هوښیار ځوانان باید ورته متوجه شي.

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …

یوه تبصیره