مخپاڼه / سیرت نبوی / دبحران غزا او د زيد بن حارثة سرية

دبحران غزا او د زيد بن حارثة سرية

د بحران غزا

نوموړې غزا د هجرت په دريم کال ددريمي خور په مياشت کي رامنځته سوې ده.([1])

دنوموړي غزا لامل دا وو ،چي رسول الله دالله(ج) په خوښه د درې سوه کسيز لښکر سره دمدينې دباندي ووتئ ددې لپاره ،چي دبني سليم قوم تر بريد لاندي راولي ځکه بني سليم قوم دهغو قافلو لاري ساتلې ،چي قريشو دمکې څخه وشام ته خپلي قافلې پر بېولې يعني بني سليم قوم ددغو لويو تجارتي لارو دحفاظت چاري په غاړه اخستي وې څو قريش وکولاى سي په اطمنان او امن سره خپلي قافلې دشام څخه مکې ته او دمکې څخه شام ته بوزي. حال داچي دمکې پر قريشو اقتصادي بنديز دمسلمانانو دبريا لپاره مهمه وسيله وه نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوښتل ،چي څوک دي پر قريشو داقتصادي بنديز مخ ډب کړي.

کله ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دبني سليم قوم په نيت ووتئ دڅښتن تعالي(ج) حکمت وو هيڅ جګړه رامنځته نه سوه .

بالاخره  رسول الله(ص) وروسته تردې ،چي لس ورځي يې دمدينې دباندي تيري کړې پرېکړه يې وکړه ،چي داسلامي فوج سره بيرته دمدينې منورې ښار ته تشريف راوړي .([2])

د زيد بن حارثة  سرية

دمکې قريشو ،چي کله دبدر په غزا کي سخته ماته وليده نو دزياتو ماتمونو او غمونو سره مخ وه ځکه ديوې خوا بدنامي ، دمشرانو وژنه دمالونو تاوانونه ورته پېښ سوه د بله پلوه پدې فکر کي وه ،چي مسلمانانو هرچيري زموږ تجارتي لاري تړلي دي هري خواته ،چي قافله ولېږو دوى يې لاره نيسي نو ديو بل سره به يې مشورې کولې ،چي آخر به څه کوو؟ که تجارت کوو مسلمانان زموږ قافلې نه پرېږدي او که په کورو کي کښېنو نو ذخېره مالونه به وخورو ، مالونه به مو خلاص سي، دخوراک لپاره به څه نه لرو، بيا به څه کوو؟ لنډه داچي پردې يې پرېکړه وکړه ،چي قافله به دعراق د لاري وشام ته لېږي دغه لاره ډېره اوږده وه ځکه دنجد څخه تېرېده بيا شام ته تله ،کله ،چي دوى دعراق پر لاري باندي دشام په لور وخوځېده رسول الله(ص) ته ددوى دقافلې راپور راورسېدئ دستي يې سل کسيزه ډله تياره کړه او زيد بن حارثة رضی الله عنه ته يې قومنده په لاس وکړه څو ددې سل کسيږي ډلي مشري وکړي ، حرکت يې وکړ، زيد بن حارثة رضی الله عنه په ډېره تيزۍ سره وهغي لاري ته مخه کړه کوم ،چي دقريشو قافله پر روانه وه په ډېر لنډ وخت کي و(قرده) نومي چينې ته ورسېدئ . قافلي وال ناخبره وه په ناڅاپي ډول دمسلمانانو په کمين کي وختل مسلمانانو سخت بريد پر وکړ، پر ټوله قافله باندي يې برلاسى راغلى ،چي سل زره درهمه ارزښت يې درلودئ .

راتلونکې برخه:

د اُحد غزا

مسلمانان دبريا وروسته بېرته مدينې ته راستانه سوه درسول الله(ص) حضورته راغلل رسول الله(ص) دمالونو څخه خمس ( پنځمه ) بېله کړه نور يې وويشى.([3])

[1]  : ابن هشام – السيرة ٢\ ٤٢٥ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٩٦ ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٥.

[2]  : زاد الميعاد ٢ \ ٩٣ ابن هشام – السيرة ٢\ ٤٢٥ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٩٦ ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٥ ابن کثير – البداية ٤ \ ٣ .

[3]  : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٥٠ ، رحمة للعلمين ٢ \ ٢١٩.

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ