مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه

ديوه مړي ژوندي کېدل

يوه قصه چي دقبر دعذاب اړونده ده ، که څوک ژور فکر پکښي وکړي زيات عبرت ځني اخستل کيږي زما له انده مناسبه ده چي په دې ځاى کي يې  بيان کړم ، پاته دي نه وي چي دا قصه دهندوستان دګلګت په ښار کي پېښه سوې ده ، په دې ډول چي يوه ورځ يو کس ديوې هديرې څنګ ته تېرېدئ ، دهديرې ديوه قبر څخه يې په لوړ اواز ږغونه واورېدل لومړى يې فکر وکړ، چي دابه هسي خيالى ږغونه وي خو کله چي  يې په ښه ځير سره غوږ ونيوئ يقين يې سو چي دا دقبر څخه اواز  راوزي او وايي چي زه ژوندى انسان په قبر کي يم ما دروباسئ ، دغه کس دستي يوه نژدې کلي ته ورغلى داقصه يې کليوالو ته بيان کړه دکلي څخه يو څو کسان ورسره مله سوه هديرې ته راغله قبر ته يې غوږ ونيوئ هغو هم دا ږغونه واورېدل ، بيا يې دعلماؤ څخه پوښتنه وکړه چي دقبر لوڅول جايز دي؟  علماؤ ورته وويل چي که ستاسو يقين وي چي ژوندى انسان پکښې دئ نو بيا يې راکښل لازمي دي ، خلګو هم هغه قبر سره خلاص کړ، که يې وکتل يوه ښځه ناسته ده په کفن يې ځان پوټ کړى دئ ، ددوى څخه يې وغوښتل چي څومره ژر کيږي ماته جامې راوړئ څو زه خپل ځان په پټ کړم ، خلګو هم جامې ورته راوړلې ، ښځي واغوستې  او په چابکۍ سره کور ته ولاړه په يوه خونه ننوتل دروازه يې ټينګه په  ځان پسي وتړل ،  خلګ پسي ورغلل او ددې څخه يې وغوښتل چي دروازه را خلاصه کړه دې ورته وويل چي دروازه خو زه درخلاصوم په  دې شرط سره چي تاسو  زما دليدلو توانايي ولرئ ځکه زما دليدلو توانايي هرڅوک نه لري ، هغه خلګ چي په دې پسي ورغلي وه په هغو  کي څو کسانو ددې همت وکړ، چي خوني ته ورننوزي نو مخکي يې ږغ ور  وکړ، چي دروازه راخلاصه کړه موږ درځو .

د ستر نه کولو عذاب

ښځي وخلګو ته   دروازه ورخلاصه کړه خلګ چي ورننوتل دا په يوه کونج کي ناسته ده پوړنى يې پر سر باندي اچولى دئ ،دوى چي پوړنى ځني پورته کړ، چي وې ليدل پر سر باندي يې هيڅ وېښتان او پوست نسته يوازي هډوکي دي ، ددې څخه يې پوښتنه وکړه چي ستا دسر وېښتان او پوست څه سوي دي ؟ ولي يوازي هډوکي معلوميږي؟ دې په جواب کي ورته وويل چي کله زه ژوندى وم په داسي ډول دکورڅخه وتلم چي دسر وېښتان به مي معلومېدل نو  کله چي زه په قبر کي ښخه کړل سوم نو زما څخه ملايکو يو، يو وېښته په عذاب باندي کښى تر داسي بريده چي اوس مي نه دسر وېښته پاته دئ او نه پوست پاته دئ.

د شونډانو سَرَه کولو عذاب

ورپسې خلګو ددغه ښځي خولې ته پام ور واړى ، خولې ته چي يې وکتل دښځي شونډان نسته يوازي غاښونه يې معلوميږي غاښونه يې هم داسي وېرونکي دي چي ورۍ نه لري يوازي دوه يا درې غاښونه دزامي په هډوکي کي معلوميږي ، تاسو فکر وکړئ چي ديوه انسان شونډان پرې سوي وي او دغاښونو څخه يې ورۍ له منځه تللي وي څومره وېرونکى شکل به وي ، په  هر صورت خلګو ددې څخه پوښتنه وکړه چي شونډان او دغاښونو ورۍ دي ولي نسته؟ دې په جواب کي ورته وويل : کله چي زه  ژوندۍ وم نو ما به  دخپلو شونډان ښکلا په غوره شکل سره کول څو دنامحرمه خلګو سترګي ماته راوړي او دهغوى نظر زه جلب کړم نو کله چي زه په قبر کي ښخه کړل سوم شونډان زما څخه پرېکړل سوه او داسي بد شکله سوم.

(الله جل جلاله دي مو په خپل فضل سره ددې حالت څخه وساتي)

د نوکانو د رنګ عذاب

ورپسې خلګ ددغه ښځي لاسو او پښو ته متوجه سوه ،که يې وکتل ددغه ښځي دلاسونو او پښو نوکان نسته ، خلګو پوښتنه ځني وکړه چي دلاسو او پښو نوکان دي څه سوي دي ؟ دې په جواب کي ورته وويل: ما به په ژوند دښه ښکلا لپاره  دلاسونو او پښو پر نوکانو باندي رنګ واهه کله چي زه په قبر کي کښېښودل سوم نو دعذاب ملايکو زما څخه ټول نوکان وکښل ، حاصل داچي ماته په قبر کي ډېر عذابونه راکړل سوه ، يعني داچي بې حجابه دکور څخه وتلم دسر وېښتان راڅخه وکښل سوه چي نه مي دسر پوست پاته سو او  نه مي وېښتان پاته سوه ، شونډان راڅخه پرېکړل سوه ، نوکان راڅخه وکښل سوه ، ډول، ډول عذابونه راکړل سوه ، کله چي ښځي دټولو هغه عذابونه بيان وکړ، کوم چي دا ورسره مخ  سوې وه لوى اواز يې وکړ، بې هوښه سوه او بيا يې روح وخاتى ، خلګو يو وړه په هديره کي يې خاورو ته  وسپارل ، الله جل جلاله په خپل عظيم قدرت سره ددې لپاره راژوندۍ کړه چي خلګ يې وويني اوعبرت ځني واخلي. کومي ښځي چي لوڅ سرونه دکور څخه وزي حجاب نه کوي دنامحرمه خلګو دسترګو څخه ځانونه نه ژغوري ددې ښځو به څه حال وي ، الله جل جلاله به څه معامله ورسره وکړي؟ والله اعلم.

حاصل داچي کومي ښځي دبې حجابۍ په ګناه اخته وي هغه دي دپورتنۍ  واقعې څخه عبرت واخلي او خپل ځان دي د الله جل جلاله دعذابونو څخه وساتي ، خپل اسلامي حجاب دي مراعت کړي چي ددنيا او اخرت عزت يې په برخه سي.

مأخذ: شپږ ګنهکاري ښځې

تالیف: مولانا عبدالرؤف سکروي

ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …