مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اعتکاف مکروهات او مفسدات

د اعتکاف مکروهات او مفسدات

د اعتکاف  مکروهات او مفسدات

داعتکاف مکروهات:

په اعتکاف کي لاندي شیان مکروه دي:

۱: چوپه خوله په اعتکاف کي اوسېدل مکروه دي البته که په دې نيت چوپه خوله،چي دګناه څخه ځان وساتي بيا پروا نه کوي.

۲: داړتیا پرته خبري کول مکروه دي.

۳: د رانیولو او خرڅولو سامان مسجد ته راوړل مکروه دي.

۴:په مسجد کي دومره ځای مشغول،چي دنورو معتکفینو او یا هم لمونځ کونکو دتکلیف سبب وګرځي.

۵: په پیسو تعلیم ورکول مکروه دي.

داعتکاف مفسدات:

۱: معتکف،چي دشرعي عذر پرته دمسجد څخه ووزي اعتکاف یې فاسد دئ که په قصده ووزي او که په هیره ووزي.

۲: دناروغ پوښتني تلل، دوفات سوي کس فاتحې ته تلل، دجنازي، تکفين او تجهیږ لپاره دمسجد څخه وتل اعتکاف فاسدوي.

۳: که معتکف دشرعي ضرورت په خاطر باندي وتلی وو یو چا درېدو ته مجبور کړ، اعتکاف یې فاسد دئ.

۴: که معتکف دناروغۍ له امله کورته ولاړی اعتکاف یې فاسد دئ.

۵: که معتکف په داسي حالت کی دمسجد څخه وواتی ،چي دځان یا مال خطره یې وه اعتکاف یې فاسد البته ګناهکار نه بلل کیږي. ناروغي او دداسي قريب تکفین او تجهیز ته تلل،چي بل قریب نه لري حکم هم داسي دئ،چي یعني اعتکاف یې فاسدیږي خو ګناهکار نه دئ.

۶: که معتکف چا دمسجد څخه په زوره وايستی اعتکاف یې فاسد دئ خو په دې صورت کي هم ګناهکار نه دئ.

۷: که معتکف په اعتکاف کي کوروالی وکړي اعتکاف يې فاسد دئ که څه هم په هیره وي ، انزال سي او که انزال نه سي. البته که یې دخپلي ښځي سره دمخصوص اندام بغیر جماع وکړه په هغه صورت کي که انزال سو اعتکاف فاسد دئ او که انزال نه سو اعتکاف نه دئ فاسد.

۸: که معتکف ددډوۍ راوړلو لپاره کورته ولاړی اعتکاف یې فاسد دئ.

۹: په اعتکاف کي بې سده کېدل یا لېونی کېدل اعتکاف فاسدوي په دې شرط،چي یوه شپه او یوه ورځ په دغه حالت کي پاته سي.

مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

حمادیه اسلامیه مدرسة کندهار

———————————————————

۱:) و يكره تحريماً صمت ان اعتقده قربة و الا لا لحديث من صمت نجى، و يجب الى الصمت كما في عذر الاذكار عن شر لحديث رحم الله امرا تكلم فغنم، اوسكت فسلم الخ ( رد المحتار صــ ۵۰۸ ج ۳. 

۲: ) و منه المباح عند الحاجة اليه لا عند عدمها، و هو محمل ما في الفتح انه مكروه في المسجد(در المختار صــ ۵۰۸ ج ۳.

۳:) او عقد احتاج اليه لنفسه او عياله فلو لتجارة كره قوله فلو لتجارة كره، اي و ان لم يحضرالسلعة و اختاره قاضي خان ( الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.

۴: احكام اعتكاف صـ ۵۴.

۵: ) و كذا  ذكره فيه التعلم و الكتابة و الخياطة باجرة (. الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.

———————–

۱:فمنها الخروج من المسجد فلا يخرج المعتكف… سواء كان الخروج عامدا او ناسيا هنديه صــ۲۱۲ ج ۱.

۲: ) و بما قررناه ظهر القول بفساده فيما اذا خرج لانهدام المجسد…او لعذر المرض…او خرج لجنازة و ان تعينت عليه…بل قد يجب عليه الافساد اذا تعينت عليه صلوة الجنازة (   البحر الرائق صـ۴۷۵ج۲.

) ولو خرج لجنازة يفسد اعتكاف و كذا لصلاتها لو تعينت عليه الخ ( هنديه صــ۲۱۲ ج ۱.

۳:) فاذا خرج لبول او غائط لا باس بان يدخل بيته و يرجع الى المسجد كما فرغ من الوضوء و لو مكث في بيته فسد اعتكافه و ان كان ساعة عند ابي حنيفة -رح-(. هنديه صــ ۲۱۲ ج ۱.

۴:) او لاداء شهادة او لعذر المرض….الكل عذر مسقط للاثم الخ ( بحر الرائق صــ۴۷۵ ج ۲.

۵: ) و بما قررناه ظهر القول لفساده فيما اذا خرج لانهدام المسجد….او خاف على متاعه كما في قاضي خان….الكل عذر مسقط للاثم (البحر الرائق صـ۴۷۵ ج ۲. 

۶: ) او لتفرق اهله او اخرجه ظالم او خاف على متاعه …. الكل عذر مسقط للاثم (  بحر الرائق صــ۴۷۵ ج ۲.

۷: ) و اذا جامع المعتكف امراته ليلا او نهارا عامدا او ناسيا فسد اعتكافه (قاضي خان صـ۲۲۲ج ۱ هنديه.

) و اذا جامع المعتكف امراته ليلا او نهارا عامدا او ناسيا فسد اعتكافه (قاضي خان صـ۲۲۲ج ۱ هنديه.

 ) و ان باشر فيما دون الفرج فانزل فسد اعتكافه و ان لم ينزل لا يفسد ( قاضي خان على هامش هنديه صـ ۲۲۲ ج ۱.      

۸: ) قوله و اكله و شربه و نومه و مبايعته فيه يعني يفعل المعتكف هذه الاشياء في المسجد فان خرج لاجلها بطل اعتكافه لانه لا ضرورة الى الخروج حيث جازت فيه ( البحر الرائق صـ۴۷۶ج ۳.

۹: ) و قالوا منها الاغماء و الجنون ) نفس الاغماء و الجنون لا تفسد بلا خلاف حتى لا ينقطع ا لتتابع و ان اغمى عليه اياما او اصابه لم يفسد اعتكافه… ثم افاق بعد سنين يجب عليه القضاء (هنديه صــ ۲۱۳ ج ۱.

 

 

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …