مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / انبیاء (علیهم الصلاة والسلام) / د حضرت اسماعیل علیه السلام ژوند لیک

د حضرت اسماعیل علیه السلام ژوند لیک

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا. سورة مريم الاية ٥٤

ژباړه : او ياد کړه په قرآن کي اسماعيل علیه السلام  بېشکه دى په وعده کي رښتينى وو ، رسول او نبي وو.
د اسماعيل علیه السلام  نسب
اسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى وو ، مور يې هاجره وه . اسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  لومړى زوى وو چي الله جل جلاله  يې په خوب کي دذبحي امر ورته وکړ، لکه مخکي چي يې قصه تېره سوه چى دى درسول الله صلی الله علیه وسلم  نېکه دئ اورسول الله صلی الله علیه وسلم  دده دنسل او لمسيانو څخه دئ.  عليهم من الله جميعا افضل الصلاة والسلام.
داسماعيل علیه السلام  رسالت
غوره او پياوړى نظر دادئ چي اسماعيل علیه السلام  الله جل جلاله  دعربو قوم ته په پيغمبرۍ لېږلى وو ځکه ده په عربو کي ژوند کاوه خو ځيني مؤرخين بيا په دې آند دي چي دى الله جل جلاله  ديمن لوري ته چي عمالقووژوند پکښي کاوه ـــ  په پيغمبرۍ لېږلى وومګر لکه مخکي چي تېر سوه ده مبارک دهغه ډبري وڅنګ ته ژوند تېر کړى دئ چي دبيت العتيق په بغل کي پرته وه ، په عربو کي يې دجرهم قبېلې څخه ديوې ښځي سره نکاح کړې وه . داسماعيل علیه السلام  دتاريخ څخه داسي څرګنديږي چي دى الله جل جلاله  عربو ته په پيغمبرۍ سره لېږلى دئ.ځکه ده خپله په عربو کي پرورښت کړى دئ او هم هلته يې ژوند کړى دئ.
داسماعيل علیه السلام  ژوند
دابراهيم علیه السلام  په قصه کي تېر سوه چي ده مبارک الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي ده ته يو نېک او صالح زوى ورکړي الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  دعا قبوله کړه اسماعيل علیه السلام  زوى يې ورکړ، اسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  دمينځي څخه دنيا ته راغلى دئ چي ابراهيم علیه السلام  په نکاح کړې وه او هاجره نومېده. اسماعيل علیه السلام  چي پيدا کېدى دابراهيم علیه السلام  عمر ٨٧ کاله وو الله جل جلاله  دغه موضوع په اړه فرمايي:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ. سورة ابراهيم الاية ٣٩
ژباړه : الله جل جلاله  لره دي حمد وي چي ماته يې دسپين ږير والي په حالت کي اسماعيل او اسحاق راکړه بېشکه زما رب ددعا زيات اورېدونکى دئ.
هاجره دابراهيم علیه السلام  دمېرمني سارا مينځه وه چي دمصر ظالم پاچا دې ته ورکړې وه ، بيا ساره دغه مينځه ابراهيم علیه السلام  ته په دې نيت ورکړې وه چى دى يې په نکاح کړي ګوندي الله جل جلاله  يو اولاد ځني ورکړي ځکه تردغه وخته پوري ساره وچه وه اولاد يې نه وو وروسته بيا الله جل جلاله  دې ته هم اسحاق علیه السلام  زوى ورکړى لکه مخکي چي يې قصه تېره سوه چي ملائکو دزوى پيدا کېدو زېرى ورکړى وو.
مخکي بيان وسو چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو اسحاق علیه السلام  نه وو دلائل هم پر وويل سوه مګر دلته استاذ نجار يو بل باريک دليل هم پردې ويلى دئ چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  دئ ، دى فرمايي : خپله په تورات کي هم راغلي دي چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  دئ ځکه په تورات کي دذبيح توصيف داسي سوى دئ: کله چي ابراهيم علیه السلام  خپل زوى ذبحه کاوه په دغه وخت کي دده يو زوى وو بل زوى يې نه درلودى ابراهيم علیه السلام  خپله پوره سخا ښکاره کړه چي دژوند په آخر کي يعني په سپين ږير والي کي يې يو زوى درلودى هغه يې هم دالله جل جلاله  درضا لپاره قرباني کاوه ، دادده مبارک دالهي اطاعت ستره نمونه ده . اوس که چيري اسحاق علیه السلام  ذبيح وي نو اسحاق علیه السلام  خو دابراهيم علیه السلام  يو زوى نه وو بلکي داسحاق علیه السلام  دپيدا کېدو په وخت  کي اسماعيل علیه السلام  ١٤ کلن وو معلوم داره خبره ده چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  دئ ځکه هغه دپلار يو زوى وو دده تر څوارلس کلنۍ يې پلار بل زوى نه درلودئ او په تورات کي هم په دغه خبره باندي څرګندونه سوې ده چي داسماعيل علیه السلام  څوارلس کلنۍ ته ورسېدى بيا اسحاق علیه السلام  پيدا سو. بله خبره داده چي که اسحاق علیه السلام  ذبيح  وي نو دالله جل جلاله  ددې وعدې سره ټکر پيدا کوي چي دابراهيم علیه السلام  سره يې کړې ده او ورته فرمايلي دي چي تاته به الله جل جلاله  وروسته اسحاق علیه السلام  زوى درکړي او هغه به دزياتو اولادو لرونکى وي. پردې سربېره وابراهيم علیه السلام  ته دذبحي امر په مکة کي سوى دئ او اسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  يوازنى زوى وو چي په مکه کي يې ژوند کاوه .اسماعيل علیه السلام  دپلار ترمرګه پوري ژوندى وو پلار چي يې وفات سو ده يې په تکفين او ښخېدوکي  حضور درلودئ. قصص الانبياء ص : ١٠٣
داسماعيل علیه السلام  اولادونه
داسماعيل علیه السلام  دوولس زامن پيدا سوي دي چي ټول دقومونو مشران او سرداران وه ، نومونه يې په تورات کي ذکر سوي دي ، يوه يې لور سوې ده چي خپل وراره عيص بن اسحاق ته يې په نکاح ورکړې ده. داسماعيل علیه السلام  دنسله څخه عرب پيدا سوه چي دمستعربه عربو په نوم ياديږي او په همدې نسل کي دنړۍ ځلانده ستورى او دټول بشريت سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  هم پيدا سوى دئ.
داسماعيل علیه السلام  وفات
اسماعيل علیه السلام  د ١٣٧ کالو په عمر په مکة مکرمه کي وفات سوى دئ او دخپلي مور دقبر وڅنګته په حجر کي خاورو ته سپارل سوى دئ همداخبره مشهوره خبره ده. په تورات کي بيا راغلي دي چي دى دفلسطين په سيمه کي وفات سوى دئ او په همغه ځاى کي خاورو ته سپارل سوى دئ البته صحيح خبره داده چي عربو ليکلې ده هغه داچي دى په مکة مکرمة کي وفات سوى دئ په همدغه ځاى کي خاورو ته سپارل سوى دئ.
والله اعلم وعنده ام الکتاب.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
مأخذ: د نبوت او انبیاوو علیه السلام تاریخ
ژباړه: مفتي  عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …