مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د قدر شپې په پټېدو کي څه حکمت دئ؟

د قدر شپې په پټېدو کي څه حکمت دئ؟

دقدر شپې په پټېدو کي څه حکمت دئ؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

لومړى دا چي که دغه شپه علومه واى نو ډيرو خلګو به يوازي په دغه شپه عبادت کولاى په نورو شپو کي به غافله واى نو کله چي دا شپه پټه سوه نو کوم کسان چي ددغه شپې لټه کوي هغوئ ته به د ډيرو شپو توفيق ور نصيب سي.

دوهم دا چي که دغه شپه معلومه واى نو ډيرو خلګو به پر ګناه باندي زړورتيا کولاى چي ډيره بده خبره ده ځکه ددوئ به يقين واى چي په دغه شپه ټول ګناهونه بخښل کېږي نو ځکه الله جل جلاله  دغه شپه پټه کړه نو څوک پر دنيا باندي دلاوري نسي کولاى ځکه دى په دې آند وي چي ګوره چي زه دغه شپه پيدا کړم که يا .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ مسجد ته راغلى په مسجد کي يو صحابي بيده و رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت علي رضی الله عنه  ته امر وکړى چي ويښ يې کړه علي رضی الله عنه  هم دغه سړى ويښ کړى بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي ته خو د خير په کارو کي زيات کوشش کوي نو تاسو دغه سړى خپله ولي نه ويښوئ چي ماته مو وويل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل په دې وجه ما نه کړى ويښ چي داسي نه چي انکار وکړي نو زما د خبري په انکار سره کافر کېدى او ستا د خبري په انکار سره نه کافر کېدى نو ځکه مي ويښ نه کړئ چي داسي نه چي کافر سي.

د همدې وجهي څخه الله جل جلاله  نه وغوښتل چي د بزرګي شپې د معلومېدو وروسته يو څوک پر ګناه باندي زړورتيا پيدا کړي .

دريم دا چي که دغه شپه معلومه واى او د يو چا څخه اتفاقا دغه شپه پاته سوي واى نو د فکر خرابۍ او نورو په وجه به بيا هيڅ شپه نه ويښيدلاى اوس خو لږه تر لږه دوې درې شپې ددغه شپې په اميد روڼوي .

څلورم دا چي څومره شپې ددغه شپې په لټه څوک ويـښ پاتيږي د هغو ټولو جلا جلا ثواب دئ.

پنځم دا چي د روژې په مياشت کي الله جل جلاله  پر ملائکو باندي د خپلو بندګانو په عبادت سره فخر کوي نو څومره چي بندګان د شک په وجه ډيري شپې روڼوي په هغه اندازه فخر زياتيږي او که معلومه سي نو بيا دوئ ته د کوششونو څه ضرورت دئ .

ددې څخه علاوه نور مصلحتونه ددغه شپې په پټوالي کي سته .

په دې کي هم د الله جل جلاله  لوى حکمت دئ چي مهم شى يې پټ کړى دئ لکه په قرآن کريم کي چي يې اسم اعظم پټ کړى دئ د جمعې په ورځ يو وخت سته چي په هغه کي دعا قبليږي هغه هم الله جل جلاله  پټ کړى دئ .

دا هم کېدلاى سي چي د روژې په هغه مياشت کي يې د جګړې په وجه د قدر شپه پټه کړي وي او په نورو مياشتو کي يې د نورو مصلحتونو پر بنسټ د تل لپاره د قدر شپه پټه کړې وي.

مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

حمادیه اسلامیه مدرسه کندهار

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …