مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د مسلمانانو په روژه نيولو سره الله(ج) پر ملائکو باندي فخر کوي

د مسلمانانو په روژه نيولو سره الله(ج) پر ملائکو باندي فخر کوي

د مسلمانانو په روژه نيولو سره الله(ج) پر ملائکو باندي فخر کوي

 

عن عبادة بن صامت (رض) ان رسول الله قال يوما وحضرنا رمضان اتاکم رمضان شهربرکة يغشکم الله فيه فينزل الرحمة ويحط الخطايا ويستجيب فيه الدعا ينظر الله تعالى الي تنافسکم فيه ويباهي بکم ملئکته فاروا الله من انفسکم خيرا فان الشقي من حرم فيه رحمة الله عزوجل(۱). ژباړه: عبادة بن صامت(رض) فرمايي : يوه ورځ نبيﷺ د روژې مياشتي ته نژدې وفرمايل: تاسو ته د روژې مياشت راغله ډېره د برکت مياشت ده، په دې مياشت کي الله(ج) ستاسو و لوري ته متوجه کېږي، رحمت نازلوي، ستاسو دعاوي قبلوي، ستاسو ګناهونه بخښي، ستاسو تنافس سيالۍ ته ګوري او پر ملائکو باندي فخر کوي. نو تاسو خپله نېکي د الله(ج) په وړاندي وښاياست. بدبخته هغه څوک دئ چي په دې مياشت کي هم د الله(ج) د رحمت څخه محروم سي.

فايـده : تنافس و دې ته ويل کېږي چي په نېکو کارو کي يو د بل سره سيالي وکړي او هر يو د دې کوښښ کوي چي تر هغه بل زيات د خير کار وکړي او خپل فخر وښيي، د فخر دعوه کوونکي دي راسي خپل جوهر دي وښيي د فخر خبره نه ده بلکي د نعمت د شکريې خبره ده زه که څه هم د خپل نا اهليت په وجه څه نه سم کولاى خو د کور يوه ښځه ووينم چي د دې کار ډېر اهتمام کوي زه ډېر خوشحاله سم  د کور د کارونو سره بيا هم د ورځي پنځلس شل سېپارې د ورځي تلاوت کوي الله جل جلا له  دي يې پخپل فضل سره قبول کړي او د زيات عبادت توفيق دي ورکړي.

(۱) رواه الطبراني ورواته ثقاة الا ان محمد بن قيس لا يحضرني فيه جرح ولا تعديل کذافي الترغيب.

دغه هم وګوری

څنګه ښه ورور جوړ سم؟

#څنګه_ښه_ورور_جوړ_سم؟ په لاندي ليکنه کي د پورته پوښتني جواب او يو پيغام لرم هيله ده …