مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د نبيﷺارشاد چي د خوراک چيښاک حرام وي د هغه دعا نه قبليږي

د نبيﷺارشاد چي د خوراک چيښاک حرام وي د هغه دعا نه قبليږي

د نبي صلی الله علیه وسلم  ارشاد دئ: چي الله جل جلاله خپله پاک دئ  پاک مال قبلوي مسلمانانو ته د هغه شى امر کوي کوم چي يې خپلو رسولانو ته کړى دئ . الله جل جلاله فرمايي :

يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (51) ژباړه : اې رسولانو! د پاکو شيانو څخه خوراک کوئ نېک عملونه کوئ زه په هغه شيانو خبريم چي تاسو يې کوئ .

دوهم ځاى الله جل جلاله فرمايي :

 يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (168) ژباړه: اې هغه کسانو چي ايمان يې راوړى دئ خوراک کوئ د هغه پاکو شيانو څخه چي موږ په رزق درکړي دي دشيطان  دقدمونو پيروي مه کوئ بېشکه شيطان ستاسو ښکاره دښمن دئ.

نبي صلی الله علیه وسلم د يو سړى بيان وکړى چي اوږده، اوږده سفرونه يې کړي وي ( د مسافر دعا قبليږي) او دى خواره واره ويښتانو والاوي ، خړو پړو جامو والا ( يعني پرېشانه) وي دى دواړه لاسونه الله جل جلاله ته پورته کړي او ووايي: اې الله! اې الله! مګر دده خوراک حرام وي چيښاک يې حرام وي جامې يې حرامي وي تل يې حرام خوړلي وي نو دده دعا چيري قبليږي.([3])

فايده: د خلګو سره تل دا فکر وي چي د مسلمان دعا ولي نه قبليږي که دې حديث شريف ته وګورو  نو ټول حالات معلوميږي که څه هم الله جل جلاله کله، کله په خپل فضل دکافر دعا لا هم قبلوي فاسق خولا څه کوې مګر د پرهيزګاره سړي  دعا اصل شى دى ځکه نو د پرهېزګارانو څخه خلګ ددعا هيله کوي. که څوک غواړي چي زما دعا قبوله سي نو د حرامو څخه دي ځان وساتي.

 

([1] ) سورة مؤمنون الاية (٥١)

([2] ) سورة البقرة الاية (١٦٨)

([3] ) مجمع الفوائد

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …