مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ملائېکې هم پوښتنه کوي

ملائېکې هم پوښتنه کوي

لیکنه: دوکتور سلمان العودة(1)

ترتیب او تلخیص: محمد خالد(ملکزی)

پدې لیکنه کې غواړو په لنډه توګه سره په ورځېني ژوند کې د پوښتنې کولو او د څېړنو(Research) د ارزښت په اړه یو څه مهم مطالب له تاسې سره شریک کړو؛ هيله ده چې دا مقاله تر پایه پورې راسره ولولئ.

جیفري لانج هغه غربي ځوان ؤ چې تر 18 کلنۍ پورې یې د مسیحیت د دین پیروي کوله؛ خو څو کاله وروسته بیا د مسیحیت څخه زړه توری، ملحد او یو داسې بې دینه شخصیت ترې جوړ شو  چې پر هیڅ آسماني دین یې باور نه درلود؛  او دا له دې کبله چې د هغه عقل دا نشوای قبلولی تر څو د نورو مسیحیانو په څېر دا هم په درې ګونو  خدایانو  باندې باور مند واوسي،(1) خو لس کاله وروسته؛ کله چې 28 کلن ځوان شو؛ نو د حقیقت په اړه یې څېړنې او پوښتنې پېل کړې، تر دې پورې چې د همدې پرله پسې څېړنو په نتیجه کې له قرآنکریم سره آشنا شو او  د قرآنکریم  تفسیر یې ولوسته. د څېړنو وروسته یې په قرآن مجید کې ډېر داسې منطقي او عقلي کوټلي(قوي) دلائل وموندل چې دی به یې هر وار مسلمانېدلو ته هڅاوه او بالآخره د خپلو انکشافاتو په نتیجه کې دې پاېلې ته ورسېده چې د مسیحیانو  د  تثلیث (په درې ګونو خدایانو باندې دباور) عقيده او یا هم دا عقیده چې: د الله تعالی سپېڅلې ذات کېدلې شي د یو جسم سره مشابهت پیدا کړي، نه یواځې دا چې د انسان زړه له کلیساګانو څخه زړه تورنوي، بلکه حتی د ایمان په اړه هم خورا بدګمانۍ ورته په زړه کې پیدا کوي.  له پورتنیو خبرو څخه مو هدف دا ؤ چې منطقي پوښتنې او د حق لټون هغه څه دي چې  د یو عادي انسان څخه څخه هدفمن شخصیت جوړوي او بریالیتوبونه ورپه برخه کوي.

آیا پرښتې هم له خپل پروردګار څخه پوښتنې کوي؟

کله چې  مونږ قرآنکریم ته راوګرځو او د سورت البقرې دېرشم (30)  مبارک آیت ته ځير شو؛ نو مونږ ته دا خبره په ښه توګه سره څرکندیږي چې ملائېکې هم پوښتنه کوي؛ لکه: دوي چې  د حضرت آدم(علیه السلام)  په پېدایښت کې  د حکمت په اړه د خپل پروردګار(جلت عظمته) څخه پوښتنه وکړه او وې ویل: [وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ].

ترجمه: (او اۍ پیغمبره!  خلکو ته) هغه وخت وریاد کړه چې کله ستا پروردګار پرښتوته وویل چې: زه په ځمکه کې خلیفه ګرځوم(چې دوي به یو د بل پسې د ځمکې د بیارغونې  لپاره کار کوي)،  دوي(پرښتو) وویل:(مونږ ته د انسان د پېدا کېدلو حکمت بیان کړه)  آیا داسې څوک پیدا  کوې چې هغوي به پدې(ځمکه کې) فساد کوي او وینه به تویوي؛ پداسې حال کې چې مونږ ستا حمد او  ستاینه کوو او ستا په سپېڅلتیا باندې اعتراف کوو، هغه(پروردګار) ورته وفرمایل: زه په هغه څه(پټو رازونو) باندې چې تاسې پرې پوهه نلرۍ پوهه لرم.

دا مبارک آیت مونږ ته د همدې ښودنه کوي تر څو هر انسان د خپل پیداېښت په اساسي هدف کې او  د خپل شاوخوا چاپېریال په موجوده مخلوقاتو کې له ځان سره فکر وکړي.

ولی خلک پوښتنې کوي او سمې او ناسمې پوښتنې څه دي؟

کله کله هم داسې کیږي چې یوه پوښتنه خورا کوچنۍ وي، خو په اصل کې دومره باهدفه وي چې خواره واره مفاهیم  پکې پراته وي، دا ډول پوښتني انساني فکر او د هغه ویده ضمیر په خوځښت راولي؛  ځکه په اصل کې هدف ترې د نورو خلکو په ځواب کې بند اچول نه وي، یا د خلکو لپاره فکري او مغزي تفرېح را منځ ته کول او یا هم د مخاطب انسان فکر ګډوډول او  هغه بېچاره  په مغالطه کې اچول نه وي، یا د خلکو پر وړاندی ترې داسې یوه نااشنا پوښتنه کول  چې لاره ترې ورکه شي؛ لکه: مونږ کله کله وینو چې ځینې خلک یوازې او یوازې د نالیدلو څېزونو او یا هم د متشابهاتو په اړه ډېرې پوښتنې کوي،  ځکه په غیبي څېزونو کې خو بشري عقل چلېدلی نشي او په اړه یې له ځان څخه اجتهاد هم نشي کولی؛ خو تاسې ټول پر دې پوهیږۍ چې دا ډول بې معنا پوښتنې  له هغو پوښتنو  څخه چې خورا معنا لرونکي وي څومره سره توپیر لري!!!!!

کله کله هم پوښتنه د یو  ضرورت پر اساس رامنځ ته کیږي او انساني حق ګڼل کیږي، بلکه کله خو خبره د لزوم تر حده پورې رسیږي  او انسان دې خبرې ته مجبوریږي چې له نورو څخه پوښتنه وکړي؛ لکه: حضرت موسی(علیه الصلاة و السلام)  چې د حضرت

خضر(علیه السلام) څخه سره لدې چې هغه پرې د نورو پوښتنو نه کولو شرط هم کېښودی ؤ، ولی بیا یې ترې پوښتنه وکړه.  قرآنکریم دهمدې خبری داسې یادونه کوي:[فَلَا تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْراً]. (سورة الكهف/ 70 آیت.  ترجمه:(حضرت خضر (علیه السلام)  موسې (علیه السلام) ته وویل: نو ته زما څخه پوښتنه مه کوه (که چېرې زما کوم کار درته وران ښکاره شو؛ نو سمدلاسه پر ما تنقید(نیوکه) مه کوه) تر څو پوری چې ما (پخپله) تاته د هغې یادونه نه وي کړي).

که څه هم حضرت حضر(عليه السلام) ورسره ددې ژمنه کړې وه چې زه به د هر ناڅرګنده کار په اړه تا ته بشپړ معلومات درکوم؛ خو بیا هم حضرت موسی(علیه السلام) ترې مخکې له مخکې پوښتنه وکړه.

صحابه کرامو به څه ډول پوښتنې له نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) څخه کولې؟  

کله پوښتنه ددې لپاره رامنځ ته کیږي چې د پوښتونکي انسان پوهه پرې زیاته شي او د معلوماتو دائره یې پرې لا نوره هم وغزېږي؛  نو پدې صورت کې باید پر دې خبره باندی پوه شو چې دا کار یو سنت عمل دی او نبوي تګلاره ده چې باید پوښتنه یې واورېدل شي او پوښتنه یې ونه غندل شي. که چېرې د تاریخ زرینو پاڼو ته کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې صحابه کرامو (رضوانُ الله علیهم أجمعین) به هم له نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) څخه د خورا زیاتو مسائلو په اړه پوښتنې کولی او هغه به هم په ورین تندي ورته ځوابونه ورکول. تاسې که د قرآنکریم الفاظو ته متوجه شۍ؛ نو درته څرګنده به شي چې په قرآنکریم کې دا ډول الفاظ لکه: (يَسْأَلُونَكَ..) او یا لکه: (واَسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ) (سورة الأعراف/ 163 آیت) یا د سورت یونس په 94 مبارک آیت: (فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَؤُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ) دا ټول د همدې ښودنه کوي چې خلکو به د نبي(علیه السلام) څخه وخت ناوخته پوښتنې کولې.

دلته غواړو ستاسې پام یوې بلې مهمې خبرې ته راواړوو او هغه دا چې: هر کله که د یو چا په زړه کې شک پیدا شي؛ نو ورته ښایي چې سمدلاسه ځان پوه کړي، پوښتنه او څېړنه وکړي، البته پام مو وي چې انسان باید له هر چا څخه پوښتنه ونکړي، بلکه له یو داسې چا څخه پوښتنه وکړي چې هغه پراخ علم او رښتینې پوهه ولري او پوهه هم باید د حقپاله علماؤ او واقعي کسانو څخه واخستل شي. کله هم پوښتنه د ډیوې په څېر وي چې رڼا پکې  بليــږي او د جهالت تورې تیارې پرې له منځه وړل کیږي، په ځانګړې توګه؛ کله چې دا پوښتنه د غیبي او نالیدلو څيزونو په اړه نه وي، ځکه په غیبي څيزونو کې خو بشري عقل چلېدلی نشي او نه یې په اړه اجتهاد کولی  شي ؛ نو ځکه خو حکیمانه او مناسب ځواب ته اړتیا لري؛  نو که چیری پوښتنه د یو ګټور څه په اړه وشي، ددې کار په نتیجه کې دانسان سره د نویو څېړنو او لا زیاتو لاس ته راوړنو په اړه تلوسه هم زیاتیږي تر دې پورې چې بیا خبره دې حد ته ورسیږي چې نور ووایي: (والله أعلم) . الله تعالی زیات پوهیږي او یا یې انسان پر وړاندې ووايي چې: زه نور نه پوهیږم،  یا ووايي چې: له دې اخوا نور نه یم خبر او داسې نور….

نورو ته د پوښتنو کولو لپاره د فرصت ور کولو ارزښت:

د یو ځيرکه عالم نښه همداده چې: هر څه پخپله نه تشریح کوي، بلکه په علمي غونډو کې  د هغوي دفکري موجودیت ساتلو او ذهني مشارکت لپاره یو لړ مهارتونه هم په پام کې نیسي او نورو ته د سوال کولو لپاره زمینه هم برابروي تر څو د همدې حکمت په پام کې نیولو سره د غونډې برخوال د ستړیا احساس ونکړي او فعاله ونډه ولري؛  نو پدې توګه سره به د هغوي سره د غونډې د اجنډا په اړه ذهني سوالونه  هم رامنځ ته  او مسئله به نوره هم ښه څرګنده شي.  اسلام له مسلمان څخه غواړي تر څو  تر د نړۍ د نورو  خلکو په نسبت زیاته پوهه ولري او د زیاتې پوهې ترلاسه کولو لپاره اسلام مونږ ته قرآني دعاء هم راښودلې ده او قرآن مونږ دېته هڅولي یو تر څو له خپل علیم خدای تعالی څخه د زیاتې پوهې لپاره دعاء وکړو؛ لکه چې قرآن مونږ ته د زیاتې پوهې تر لاسه کولو په اړه داسې ښودنه کوي : [وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْماً] (سورت طـه/ 114 آیت). ترجمه: او ووایه(اۍ محمده (صلی الله علیه وسلم) چې: اۍ پروردګاره ! زما پوهه زیاته کړې.

زمونږ اصلي ستونزه چېرته ده؟

نن ورځ زمونږ په مسلمانو ټولنو کې په علمي ــ ایماني او د ژوندنیزه چارو په نورو اړخونو کې بنسټیز مشکل دادی چې: یوازې د نورو څخه تقلید کوو، هغه هم ړوند تقلید، ځکه خو زمونږ وده او نمو هم په ټپه ودرېدلی ده او همدې ړوند تقلید زمونږ د یو لړ مسلمانانو د غوړېدا (ودې)  مخه ډب کړېده، تاسې به هم داسې خلک لیدلي وي چې پخپله لږه پوهه باندی به ډېر مغروره او خپل ځان ته به خورا حیران وي، دخبرې په ظاهر به پوهیږي، خو د یو څو د ګوتو په شمار ټکو پرته به نور په هیڅ هم خبر نه وي،  ددې شخص مثال د هغه چا په څېر دی څوک چې دهګۍ سپین پوټکې ويني، خو له دې څخه ناخبره وي چې هګۍ په منځ کې زېړ هم لري، ددې ډول خلکو په اړه قرآنکریم مونږ ته داسې وايي:(يَعْلَمُونَ ظَاهِراً مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) (سورت الروم 7 آیت).

ترجمه: دوي د دنیوي ژوند د څرګنده (یو لړ سطحي شیانو په اړه لکه خوړل، اغوستل، کرل، رېبل، ګټه ترلاسه کول او داسې نور) شیانو په اړه پوهه لري(او بس). په ژوند کې ډېر داسې مسائل شته دي چې ژورې پوهې او رښتیني علم ته اړتیا لري، نه سطحي معلوماتو ته،  ځکه ډېر مسائل یو له بل سره تړلي وي او ډېر سره ورته والی لري؛ نو عاقل انسان ته نه ښايي چې په خپلو لږو معلوماتو باندې دوکه شي؛ ځکه لږه پوهه خطر هم لري او په لږه پوهه باندی قناعت، فکري دروازې بندوي، مغز د فلج کېدلو له خطر سره مخامخ کوي، کله خو د لږ علم خطر دومره زیات وي چې حتی د انسان ایمان له خطر سره مخامخ کوي.

د ځینو پوهانو له نظره دابه ډېر غوره وي چې انسان د راتلونکو غونډو لپاره یو څه معلومات پخپل ذهن کې پرېږدي، خپل ځان باید صِفرُ الیدین (خالي لاسی) پرې نږدي، ځکه د هغو غزېدلو خبرو پر ځای چې د هغو په نتیجه کې د  یوې موضوع جذابیت او ښکلا له منځه ځي، دا به ډېره غوره چې همدا خبرې په دوو جلا غونډو او جدا وختونو کې تر سره شي او اورېدونکي او مینه وال همداسې لیواله او د پوهې تږي وساتل شي، ځکه په عمومي تاوګه سره د غزېدلو ویناوو د مهمو زیانونو څخه یو هم داوي چې انسان له اصلي موضوع څخه بل لوري ته  بیايي؛ او په نتیجه کې د اصلي مسئلې ځواب  لا ینحل پاتې وي او بل دا چې زیاتې ویناوې  انسان په بله لاره روانېدلو ته اړ باسي.

پوښتنه د کیلي حیثیت لري:

لوی څښتن تعالی مونږ ته امر کړیدی تر څو د ناپوهۍ په صورت کې د اهل الذکر(رښتینو علماؤ) ، متخصصینو او فني شخصیتونو څخه پوښتنه وکړو، په مهمو مسائلو باندې ځان پوه کړو. پدې خبره کې به شاید تاسې هم راسره موافق اوسۍ چې: د پوښتنې حق هغه مهال اداء کیږي؛ کله چې يوښتنه د هغې له رښتینو خاوندانو څخه وشي، تر دې پورې چې نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) د رنځور انسان لپاره پوښتنه د  دارو په څېر ګڼلي ده او خلیل بن أحمد  د پوښتنې  د ارزښت په اړه هم یوه په زړه پورې وینا لري او وایي چې: (السؤال مِفتاحٌ لِأقفالِ العُلومِ). یعنې پوښتنه د علومو د قلفونو لپاره د کیلي حیثیت لري.

هغوي چې نه پوهیږي؛ نو څه وایي؟

یو لړ خلک دپوښتنې کولو په اړه بې بنسټه تاریخي  خبرې کوي او خپل هغه شاګردان  چې تل له دوي څخه د مهمو مسائلو په اړه پوښتنی کوي رټي؛ او د دوي  د وېرولو  او په زړونو کې یې د پوښتنو کولو په اړه د نفرت تخمونه شیندي او ورته وایي چې: تاسې یواځې خبرې اورئ، سر خوځوئ او زمونږ خبری تأئیدوئ او بس. جالبه خو لا داده چې دا ډول ناپوهه استاذان بیا دوي ته دا هم وايي چې:  یو لړ ملائیکو له الله تعالی څخه زیاتې پوښتنې کولی؛ نو لوی څښتن تعالی هغوي وسوځولی(3).

د آدم (علیه السلام ) او پرښتو تر منځ شته فرقونه:

که چېرې د آدم (علیه السلام) او د پرښتو تر منځ په شتو فرقونو کې لږ له ځان سره فکر وکړو؛ نو جوته به شي چې د حضرت آدم(علیه السلام) له پرښتو سره فرق همدا ؤ چې پرښتې یواځې د الله تعالی د تسبېح ویلو او د هغه د تقدیس(سپېڅلتیا)  د بیانولو لپاره پیدا کړل شويدي، پداسې حال کې چې آدم (علیه السلام) ته د عبادت او د الله تعالی د تقدیس د بیانولو تر څنګ  بل دا مسؤلیت هم ورکړل شوی ؤ چې هغه به د نړۍ د بیارغولو، ودانولو او په نړۍ کې د اختراعاتو او د څېړنو ترسره کولو دنده هم پر مخ وړي او د یو خېرخواه انسان په توګه  سره په پرله پسې ډول هلې ځلې کوي تر څو حق ته ورسېږي، له خلکو سره به خواخوږي او هر راز ښېګڼه تر سره کوي،  همداراز  بله دنده یې داوه چې د خپل پروردګار سره د ښو اړیکو تر څنګ، د ناأمېدۍ، هر ډول استبداد او  په ژوندنیزو چارو کې د خپل ګران عمر د ضایع کېدلو  څخه هم ځان ژغوري.

که له تاسې څخه یوه پوښتنه وشي چې د انسانانو په پیدایښت کې خیر ډېر دی او که شر؟؛ نو مونږ باید په لنډه توګه سره ددې پوښتنې په ځواب کې ووایو چې: که څه هم ځینې انسانان په نړۍ کې د فساد لوی کارونه تر سره کوي، ولی بیا هم د انسان  په پیدايښت کې د شر په پرتله زیات خیر  نغښتل شویدی؛ نو ځکه خو مونږ ته په یقیني ډول دا خبره په  ښه توګه سره څرګنديږي  چې لوی پروردګار د انسان په پیداکولو کې د ځمکې پر مخ  بې شمېره ګټې په پام کې نیولي دي؛ لکه چې قرآن وايي: [إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ]  (سورة البقرة /30 آیت).  یعنې زه په هغه(پټو رازونو) چې تاسې پرې نه پوهیږۍ پوه یم.

د انسان په اړه د پرښتو په ذهن کې تصور دا ؤ چې: کېدلی شي انسان به هم د پېریانو په څېر د نړۍ وروسته پاتې مخلوق وي، یوازې د وحشت او بې دردۍ کارونه به ترسره کوي، یو ناقص العقله مخلوق به وي، خو الله تعالی(جلت عظمته)  پدې پوهېده چې انسان یو اشرف المخلوقات او باارزښته مخلوق دی؛ او د دوي په اولادونو کې به داسې خلک راپیدا کیږي چې هغوي به د خورا ښو صفتونو درلودونکي وي، د همدې حمیده خصلتونو په درلودلو سره به د نړۍ پر ډېرو مخلوقاتو باندی شرف او تفوق(برتري) ترلاسه کوي. مسلمان واقعاً په ټولو مخلوقاتو کې یو داسې ارزښتمن مخلوق دی چې له یو لوري څخه د الله تعالی سره د ښې رابطې ساتلو لپاره هلې ځلې کوي؛  نو په ورته وخت کې د ناهیلیو پر ځای په زړه کې هیلې هم پالي او د خوف او هیلو تر منځ معتدل ژوند پر مخ وړي، ودانیز شرکتونه او  انکشافي پروژې به په لاره اچوي او په نړۍ کې همدا انسان دی چې د خپل همنوعه بشر د سوکالۍ لپاره به نوي اختراعات او په زړه ابتکارات رامنځ ته کوي، همدا انسان دی چې د خپل عقل په کارولو سره به د نړۍ د موجوداتو ارزښت او پټ رازونه کشف او خلکو ته بیانوي او  ډېر نالیدلي حقائق به خلکو ته څرګندوي.

راځۍ یوه شېبه د نړۍ تاریخ خپلې مخې ته کېږدو؛ او لږ فکرو وکړو؛ نو جوته به شي چې د څو پېړیو په تېرېدلو سره د ځمکې پر مخ بې شمېره پیغمبران، د الله تعالی رښتینې اولیاء(دوستان)، رښتیا ویونکي انسانان او  شهداء رامنځ ته شویدي،  دا همدوي ؤ چې د لمونځونو ـ عبادتونو ـ د زاریو او دعاګانو سمه تګلاره یې مونږ ته راښودلې ده؛ او د عاجزۍ او د اوښکو تویولو او د عاجزۍ سمه لاره یې مونږ ته څرګنده کړېده.

د ځمکې پر مخ همدا نېک انسانان ؤو چې مونږ ته یې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې ګټور درسونه راوښودل، د بېلګې په ډول:  د سخیتو او پرله پسې  آزمېښتونو پر وړاندی یې  مونږ ته د  صبر او حوصله مندۍ درس راکړ، د کړاوونو او ناکراریو پر مهال یې د خوشبینه اوسېدلو پر راز مونږ پوه کړو، د ژوند په تنګسیو کې د هیله مند  اوسېدلو لاره یې مونږ ته وښودله، د خواشینیو د  پر وړاندې یې دا یقین را زده کړ چې له هرې سختۍ وروسته هوساینه راتلونکې ده او مونږ ته یې دا أمید را په برخه کړ چې یو وخت ضرور داسې راتلونکی دی چې زمونږ د مسلمانانو په لالهانده ژوند کې به هوساینه را منځ ته کیږي. همدا راز په ورځنیو چارو کې د پر له پسې هلوځلو  ترڅنګ د خطائۍ په صورت کې د شکست له وېرې نه یې د خلاصون مهارت رازده کړ، د ګناه کولو وروسته یې دا  راوښودله چې د قیامت تر ورځې پورې د لورونکي خدای تعالی د  بې ساري رحمت دروازې زما او ستا پر مخ پرانستې پرتې دي؛ نو غوره به وي چې له ګناه وروسته ژر توبه وباسو. دا او دېته ورته نور بې شمېره درسونه دوي مونږ ته پخپل ژوند کې رازده کړل.

که په نړۍ کې  ستونزې شته؛ نو ورسره د اختراعاتو دروازې هم بندی ندي:

له همدې کبله مونږ وینو چې د کلونو راپدېخوا که په نړۍ کې ستونزې شتون لري؛ نو د حل مختلفی، آسانې او اوږدې لارې هم شتون لري، که په نړۍ کې کړاوونه رامنځ ته شويدي؛ نو ورسره سم د اختراعاتو او لاس ته راوړنو دروازې هم پرانستل شويدي، که ناکامي شته؛ نو ورسره د کامیابۍ بې شمېره رازونه هم زمونږ پر وړاندی سپړل شوي پراته دي،  که شومتیا او د کنجوسۍ په رنځ اخته کسان شته دي؛  نو ورسره خواخوږي او سخاوتمنده انسانان هم شتون لري، که تنګسیا شته؛ نو ورسره پراختیا هم شتون لري،  که بندې دروازې او قلفونه شته دي؛ نو ورسره د خلاصون بې شمېره کیلي ګانې هم شته، که په ژوند کې خطرونه او اندېښنې شته؛ نو ورسره خدمتونه هم شته، که سختۍ شته؛ نو ورسره هوساینې او زمونږ  د ښېرازتیا رازونه هم شتون لري. راځۍ له دې وروسته هر یو له ځان سره ژمنه وکړو چې نور به خپل ژوند ته یوه نوی او د خوښیو نه ډکه څېره وراغوندو، که څه هم نن وینو چې یو لړ خلک پر ژبه یوازې د کنځلو او سپکاوي توري کاروي،  سپېرې او زیانمنې خبری کوي، پخپله ژبه د خلکو زړونه خفه کوي، اسلام د امن او د سولې دین دی، خو له بدمه مرغه نن اسلامي هیوادونه د نړۍ تر ټولو په ناامنه هیوادونو باندی بدل شويدي؛ او داسې ښکاري چې مونږ دا خبره هم له یاده ویستلې چې د نړۍ پر مخ د نیکو انسانانو تر څنګ فاسق  انسانان بې حکمته ندي خلق شوي، بلکه د حق پالونکو  انسانانو تر څنګ د خطاکاره انسانانو او د ایمان لرونکو انسانانو تر څنګ د بې دینه او په درغلیو کې د تورن شوو انسانانو په پېدایښت کې د ځیرکه انسانانو لپاره خورا درسونه او عبرتونه پراته دي.  راځۍ د خپل پروردګار پدې وینا کې لږ له ځان سره فکر وکړو چې فرمایي: [إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ].  پدې لنډه وینا کې څومره بې شمېره حکمتونه را ټول شویدي، دا خبره مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې مونږ باید د ناامیدۍ پر ځای امېدونه په زړه کې را زرغون کړو، د ژوند په ستړیاؤ، سختیو او ترږمیو کې که چېرې دا وینو چې لمر هر ماښام خپله اروا د تیارو غېږې ته سپاري؛ نو دا هم باید له یاده ونه باسو چې د تورو شپو وروسته لمر هره ورځ د روڼ سهار د زرینو وړانګو سره د نړۍ په مخ کې په یوه نوې او أمېد بښونکي څېرې سره څرګ وهي او مونږ ته یو ځل بیا د ژوند په آزمېښتونو  کې د مقاومت روحیه را پرخه کوي. راځۍ چې لدې وروسته په لږ څه باندی د قناعت درلودلو سره مینه وپالو، د دې زائلېدونکی نړۍ اصلي څېره وپېژنو او د نړۍ په دوکه کوونکو څیزونو باندی دوکه نشو،  د دنیا د لالچ پر ځای پخپل ځان کې اخلاص راپیدا کړو؛ او د  آخرت په کارونو کې د تمبلۍ پر ځای د  عجلې نه کارواخلو.

شرم کوونکې او  کبرجن انسان زده کړه نشي کولی:

انساني ژوند دتجربو زانګو او یوه لویه مدرسه ده چې انسان د هرې ورځې په تېرېدلو سره یو څه  نوي پکې زده کوي؛  نو  څومره به ښه وي چې زمونږ  ژوند او ارزښتمن عمر د لوی الله تعالی په حکمتونو کې په فکر کولو، علمي پوښتنو او څېړنو کې تېر شي، ځکه د نړۍ دا ژوند  حکیم پروردګار رامنځ ته کړیدی؛ راځئ پخپل ژوند کې د موجوده نعمتونو نه خوند واخلو او دا باور پیدا کړو چې زما په ژوند کې د نېکمرغتیا ورځې را روانی دي، هغه ورځې چې زه ورته سترګې په لار یم؛ او هغه وخت لا لری ندی چې یو وخت به زه نوې څېړنې، لاس ته راوړنې، او بالآخره خپلې ټولنې ته علمي او ادبي خدمتونه ترسره کوم.

په عربي ژبه کې یوه مقوله ده چې وایي: (الجُودُ مِنَ المَوجُودِ). یعنې په شتو نعمتونو کې به سخاوت کوم او له موجوده نعمتونو  څخه به که څه هم چې لږ دي خوند اخلم، راځۍ چې د ژوند په دې پاتې شېبو کې د خېر کارونه تر سره کړو؛ او  نورو ته هم  د خېر په چارو کې دګډون کولو لپاره حق ورکړو، د شیطان په لمسه ناأمېدۍ ته ځان ونه سپارو تر څو مونږ هم د اندېښنو په سمندر کې  له ځان سره لاهو کړي، بلکه صبر خپل شعار وګرځوو؛ او مونږ هم د پرښتو په څېر دا ځواب زمزمه کړو (هغوي چې د ځینو شیانو د نومونو د یادولو څخه عاجزې پاتې شولی) چې: [سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا] (البقرة /32 آیت). یعنې: اۍ زمونږ سپېڅلي خدایه! مونږ پوهه نلرو.

راځئ مونږ هم د حضرت آدم(علیه السلام) څخه د برترۍ، جرأت، پوهې او علمیت، تواضع او د خوش اخلاقۍ درس زده کړو او دا په یاد ولرو چې دوه ډوله خلک هیڅکله هم زده کړه نشي کولی: یو  شرم کوونکې او  بل کبرجن انسان.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(1): سرچینه: د  المجتمع عربي مجلة

(2): درې ګونې عقیدې ته په عربي ژبه کې عقیدةُ التثلیث وايي، یعنې په حضرت مریم، حضرت عیسی او حضرت جبریل (علیه السلام) باندی ایمان درلودل او دوي درې واړه خدایان شمېرل.

(3):  (پداسې حال کې چې دا خبره په اسلامي شریعت کې هیڅ صحت نلري، بلکې دا خبره د شاید دې لپاره  وي چې دغه ډول استادان پخپله رښتینې پوهه نلري؛ نو د سوال کوونکو  دو ېرولو لپاره دا ډول  کله کله یو بې بنسټه خبره کوي). مترجم

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …