مخپاڼه / ستاسو شرعی پوښتنی او جوابونه / روا او ناروا / په فیسبوک کي دمیلې عکسونه نشرولای سم؟
تعليم القرآن
facebook

په فیسبوک کي دمیلې عکسونه نشرولای سم؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته هیله ده چی توله به جوراوروغ یاست اوالله ج دی ستاسی اوزموژتوله عبادات خصوصادروژی مبارکی میاشتی عبادتونه راقبول کری، همیشه مودلابریالیتوب لپاره دعاکوم.زماپوشتنه داسی ده چی ایاخپل عکسونه انترنیت کی لکه فیسبوک یابل پروگرام ته پورته کول جوازلری که یا، البته حرام عکسونه نه بلکې حلال عکسونه مثال خپل دمیلی اخیستی عکسونه؟

سائل:

عبدالله

الجواب بعون الملهم الوهاب:

هغه عکس ،چي ډېر کوچنی وي او یا دپاسبورټ یا هم تذکرې لپاره اخستل سوی وي ددې پرته عکس جایز نه دئ په هیڅ صورت باندي که دميلې وي او که دنورو تفریحي پروګرامونو وي جایز نه دي .بلکي په اړه یې په زیاتو ځایونو کي دعذابونو ژمنه سوې ده.

رسول الله3 فرمايي: دقيامت په ورځ داور يوه خاصه غاړه ده چي دوې سترګي لري په دغه سترګو باندي ليدل کوي ، دوه غوږونه لري په دغه غوږو باندي اورېدل کوي، يوه ژبه لري په دغه ژبه باندي ويل کوي او وايي: زه پر درو کسانو باندي مسلط يم:

رسول اللهL فرمايى : هغه كسان چي تصويرونه جوړوي دقيامت په ورځ به عذاب وركول كيږي اوورته به وويل سى : هغه تصويرونه ژوندي كړئ چې تاسو په دنيا كي جوړول .

(متفق عليه)

بي بي عايشةB فرمايى : يوه ورځ رسول اللهL دسفر څخه راغلى ما پردېواله باندي يوه پرده ځړولې وه چي عكسونه پكښې وه هر كله چي رسول اللهL وليده په رنګ كې يې تغير پيداسو او وې ويل اې عايشې ! دقيامت په ورځ دهغه كسانولپاره سخت عذاب دئ چي دالله( دمخلوق سره مشابه شيان جوړوى (يعنى عكسونه ياتصويرونه جوړوى) بي بي عايشةB وايى چي ما هغه پرده وشكوله او دوه بالښتان مى ځنى جوړكړل.(متفق عليه)

رسول اللهL فرمايى : هرتصوير جوړونكى به په دوزخ كي وى.(کتاب الکبائر ص : ٢٠٨)

رسول اللهL فرمايى: څوك كه په دنيا كې يو صورت جوړكړي دقيامت په ورځ به مجبور كړل سى چي نفس هم وركړي اونفس وركول به ده ته دابد لپاره ممكن نوي.(متفق عليه)

رسول اللهL فرمايى : هغه كورته ملائكه نه داخليږي چې سپى يا عكس پكښي وي.(متفق عليه[1])

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] وَقَالَ : وَسَوَاءٌ صَنَعَهُ لِمَا يُمْتَهَنُ أَوْ لِغَيْرِهِ ، فَصَنْعَتُهُ حَرَامٌ بِكُلِّ حَالٍ لِأَنَّ فِيهِ مُضَاهَاةَ لِخَلْقِ اللَّهِ تَعَالَى ، وَسَوَاءٌ كَانَ فِي ثَوْبٍ أَوْ بِسَاطٍ أَوْ دِرْهَمٍ وَإِنَاءٍ وَحَائِطٍ وَغَيْرِهَا ا هـ ردمحتار،ج:ص:۶۴۷

وَقَدْ صَرَّحَ فِي الْفَتْحِ وَغَيْرِهِ بِأَنَّ الصُّورَةَ الصَّغِيرَةَ لَا تُكْرَهُ فِي الْبَيْتِ …وَأَمَّا فِعْلُ التَّصْوِيرِ فَهُوَ غَيْرُ جَائِزٍ مُطْلَقًا لِأَنَّهُ مُضَاهَاةٌ لِخَلْقِ اللَّهِ تَعَالَى كَمَا مَرَّ. ردمحتار،ج:ص:۶۵۰

ـــــــــــــــــــــــ

والله اعلم

ع حماد، حمادیه اسلامیه مدرسه، قندهار ۱۱ رمضان۱۴۳۷ ه ق

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دغه هم وګوری

فتوا: مضاربت څه ته وایي؟

جواب ويونکی: مفتي عبدالهادي حماد. ستاسو د شرعي پوښتنو جوابونه کوم چي مو د حمادیه …

8 تبصیری

  1. let cialis online pharmacy adapt
    guest [url=https://getcialistabsfasty.com/]cialis
    online pharmacy[/url] attract https://getcialistabsfasty.com/

  2. rid [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine online pharmacy[/url] similarly difference between chloroquine and mefloquine depth https://chloroquinego.com/

  3. viagra prices [url=https://viagenupi.com/#]viagra suppliers[/url] does viagra work
    viagra suppliers viagra for men https://viagenupi.com/