د حضرت عيسى علیه السلام ژوند لیک

د حضرت عيسى علیه السلام ژوند لیک
 
مَا الْمَسِيحُ بْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ  (سورة سورة مائدة الاية ٧٥)
ژباړه : نه دئ عيسى علیه السلام  دمريمي رضی الله عنها زوى مګر دالله جل جلاله  رسول دئ ترده وړاندي نور رسولان تېر سوي دي او مور يې نېکه رښتينې وه.
دعيسى علیه السلام  نسب
عيسى علیه السلام  دمريمي رضی الله عنها زوى دئ او دبني اسرائيلو تر ټولو وروستى پيغمبر دئ نوم يې عيسى  علیه السلام  دئ لقب يې مسيح علیه السلام  دئ او کنيه نوم يې ابن مريم علیه السلام  دئ يعني دمريمي زوى دده نسبت خپلي مور مريمي دعمران لور ته کيږي ځکه دى ودنيا ته دپلار پرته راغلى دئ، په عبري ژبه کي دى په يشوع سره ياد سوى دئ يعني مخلص او په انجيل کي په يسوع سره ياد سوى دئ يعني دشين په عوض سين ورکړل سوى دئ.
 
عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  بنده دئ ، دالله جل جلاله  له خوا استول سوى پيغمبر دئ او کلمة دالله جل جلاله  دئ ، عيسى علیه السلام  مريمي رضی الله عنها ته چي پاک لمني او پېغله وه ورکړل سوى دئ الله جل جلاله  دمريمي رضی الله عنها په اړه فرمايي:
وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (12) (سورة تحريم الاية ١٢)
ژباړه : مريمي رضی الله عنها دالله جل جلاله  پر کلماتو او کتابونو باندي تصديق کړى وو او دا دقانتينو څخه وه.
په انجيل کي دعيسى علیه السلام  نسب
کله چي دعيسى علیه السلام  نسب ذکر کيږي  نصارا ديوسف نجار ذکر هم کوي ځکه ددوى په اند عيسى علیه السلام  ديوسف نجار زوى دئ دليل يې داښيي چي يوسف نجار مريمي رضی الله عنها هغه وخت غوښتى وو چي ددې مبارکي په نس عيسى علیه السلام  نه وو خو کله چي مريمه رضی الله عنها حامله سوه نو يوسف نجار په خوب کي په دې امرسو چي دى دي په خپل حفاظت کي وساتي او دځان نژدېکت دي نه مشهوروي.يوسف نجار يو صالح يهودى وو په دې اړه انجيل متي پوره څرګندونه کړې ده کله چي مريمي رضی الله عنها دده غوښتنه وکړه ده يې دغوښتني په پوره کولو اقدام وکړ،البته بيا يې نکاح سره ونه کړه . په دغه زمانه کي رواج داسي چي کله به يوې نجلۍ ديوه هلک سره واده کول غوښتل نو لومړى به يې دهغه هلک دپلار څخه دده غوښتنه وکړه بيا به دغه هلک او نجلۍ سره ګرځېدل او اوسېدل به نکاح به نه يې کول څو دوى يو دبله په خوى او طبيعت سره پوه سي دڅه وخت ترتېرېدو وروسته که به ددوى طبيعتونه سره ولګېدل نو نکاح به يې سره وکړه او که به يې طبيعتونه سره برابر نه سوه نو نکاح به يې نه سره کول.
برنابا انجيل ليکي : مريمي هغه وخت لا ديوسف نجار رسره په پورتني ډول خوښاوه چي دحمل احساس يې نه وو کړى.
دسيدمسيح علیه السلام  نسب ددوو انجيلو پرته چي يو يې لوقا دئ اوبل يې متي دئ په بل کي انجيل دده علیه السلام  نسب نه دئ بيان سوى . ددغه دوو انجيلو پرته بل انجيل کوم بيان نه دئ کړى ددې دوو انجيلو ترمنځ همداسي اختلاف په پورتنۍ موضوع کي چي توافق يې شونى نه دئ داټولي خبري ددې شاهدي ورکوي چي اهل کتاب دڅيړني پرته هر څه ليکلي بلکي ددوى مشرانو چي هرڅه دوى ته ويلي وي هغه ليکي او قرآن په څرګند ډول فرمايلي دي چي اهل کتابو په خپلو کتابو کي څرګنده لاس وهنه او تحريف کړى دئ. په هرصورت دلوقا او متي انجيلونو ترمنځ چي دعيسى علیه السلام  په نسب کي کوم توپيرونه او اختلافات موجود دي په لنډ ډول نظر پر اچوو چي تعارض يې ښه څرګند سي:
په لوقا انجيل کي دعيسى علیه السلام  نسب
عيسى علیه السلام  ديوسف نجار زوى دئ ، يوسف نجار د هالي زوى دئ ، هالي دلاوي زوى دئ ، لاوي دملکي زوى دئ ، دملکي نسب يهودا ته رسيږي چي ديعقوب علیه السلام  زوى ، يعقوب علیه السلام  بيا داسحاق علیه السلام  زوى دئ او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.
په متي  انجيل کي دعيسى علیه السلام  نسب
يسوع (عيسى علیه السلام ) ديوسف نجار زوى دئ ، دى بيا ديعقوب زوى ، دى بيا متان زوى ، دى بيا اليعازر زوى دئ …….. بالاخره دنسب سلسله يې يهودا ته رسيږي چي ديعقوب علیه السلام  زوى ، يعقوب علیه السلام  بيا داسحاق علیه السلام  زوى دئ او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.که سلسله داول څخه تر اخره پوري پوره بيان کړو نو بيخي زيات اختلافات  به په دغه دوو انجيلو کي مشاهده کړو:
لوقا انجيل وايي : يوسف دهالي زوى وو
متي انجيل وايي : يوسف ديعقوب زوى وو
لوقا انجيل وايي : يوسف داناثان داولادې څخه وو چي دداود زوى وو .
متي انجيل وايي : دسليمان داولادې څخه وو چي دادود علیه السلام  زوى دئ.
لوقا انجيل وايي : دمسيح علیه السلام  پلرونه او نېکګان پاچهان او مشهور خلګ نه وه.
متي انجيل وايي : چي دمسيح علیه السلام  پلرونه او نېکګان پاچهان او مشهور خلګ وه.
لوقا انجيل وايي:  چي دمسيح او داود ترمنځ ٤١ نسله وه .
متي انجيل وايي :دمسيح او داود ترمنځ ١٦ نسله وه.
زه نه پوهېږم چي داډول ټکرونه په يوه سپېڅلي کتاب کي څنګه سره برابر کړم داممکنه ده چي دادي يو سپېڅلي کتاب وي او په خپل منځ کي دي دومره ټکر سره ولري سره ددې چي پردې کتاب باندي په ميلنونو نصارا ايمان لري . بله چاره نسته پرته له  دې چي ووايو : دايوازي هغه تحريفات او لاس وهني دي چي داسلام دښمنانو او هغو کسانو چي داسلام سره ضد لري دهغوى لخوا سوي دي او قرآن هم ددې خبري تائيد کړى دئ.
مريم رضی الله عنها څوک وه ؟
مريم رضی الله عنها دعمران لور وه ، داسي ښځه وه چي په صديقه سره نومول سوې ده ، داسي ښځه وه چي خپل رغبت يې دنارينوو څخه پرې کړى وو ، پېغله وه په خپل چاپيريال کي يې په ډېر عفت ، پاک لمنۍ او سپېڅلتيا سره ژوند کاوه ، الله جل جلاله  په څو ځايونو کي ددې يادونه کړې ده او دايې په ثنا او مدحه سره ستايلې ده لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : 
وَمَرْيَمَ ابْنَةَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (12)  (سورة تحريم الاية ١٢)
ژباړه :مريمه رضی الله عنها دعمران لور وه هغه ښځه وه چي خپل عورت يې ساتلى وو نو موږ خپل روح پکښي پوه کړى مريمي رضی الله عنها دالله جل جلاله  پر کلماتو او کتابونو باندي تصديق کړى وو او دا دقانتينو څخه وه.
دمريم رضی الله عنها پلار ډېر بزرګ او ښه عالم وو چي داهل کتابو دلويو عالمانو په ډله کي راځي . 
ابن اسحاق ليکي : دعمران مېرمن لا نه وه حمل داره سوې چي نذر يې کښېښودى چي که الله جل جلاله  ماته اولاد راکړ، زه به
يې دالله جل جلاله  درضا لپاره ازادوم او بيت المقدس خدمت
ته به يې وقف کوم . الله جل جلاله  ددې دعا قبول کړه او ددې
مريم رضی الله عنها په نس سوه . کله چي دحمل ايښودلو وخت راغلى دزېږد په وخت کي معلومه سوه چي ددې اولاد ښځينه دئ نارينه نه دئ نو دې دتاسف څرګندونه وکړه او الله جل جلاله  ته يې عذر وړاندي کړى لکه چي الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي :
فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَى وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (36)  (سورة آل عمران الاية ٣٦)
ژباړه : نو کله چي مريم رضی الله عنها خپل اولاد وزېږوئ ، وې ويل : اې زما ربه! ما ښځينه اولاد وزېږوئ او الله جل جلاله  په هغه څه ښه عالم دئ چي ما زېږولى دئ او نارينه داسي نه دئ لکه ښځه ، بېشکه زه دغه لور په مريم سره نوموم او بېشکه زه ددې او ددې داولاد لپاره اې خدايه ! په تا سره پناه غواړم درټل سوي شيطان څخه .
الله جل جلاله  ددې غوښتنه ومنل ددې اولاد يې په  خپل فضل اومرحمت سره قبول کړ، دشيطان دهرډول چلونو څخه يې ددې اولادونه او دلور اولاد يې وروساتى.
 
زکريا علیه السلام  دمريم رضی الله عنها سرپرستي پر خپله غاړه واخيسته
په داسي حال کي چي مريم رضی الله عنها کوچنۍ وه پلار يې وفات سو ، مريم رضی الله عنها اړتيا درلوده څوچي يوڅوک يې سرپرستي وکړي نو مور يې مسجد ته راوړه او دمسجد خادمانو ته يې تسليم کړه . داچي مريم رضی الله عنها دمسجد دخادمانو درئيس او امام لور وه نو ځکه په خادمانو کي هر يوه هڅه کول څو ددې کفالت پر خپله غاړه واخلي له همدې امله ددوى په منځ کي دمريم رضی الله عنها پرکفالت باندي اختلاف پېښ سو . زکريا علیه السلام  چي دغه وخت لا پيغمبر سوى نه وو او دمريم رضی الله عنها دخور خاوند وو ، دځينو په آند دخاله خاوند يې وو ده هم وغوښته چي ددې کفالت  پر غاړه واخلي . ددغه اختلاف دله منځه وړلو لپاره پردې موافقه وسوه چي قرعه اچونه به کوې دهر چانوم چي وخاتى دمريم رضی الله عنها کفالت به هغه پرغاړه اخلي . کله چي يې قرعه اچونه وکړه نو دزکريا علیه السلام  نوم راوواتى نو ځکه ددې کفالت زکريا علیه السلام  پرغاړه واخيستى چي ديحيى علیه السلام  پلار دئ.
مريم رضی الله عنها دزکريا علیه السلام  ترنظارت پاته سوه ، زکريا علیه السلام  ددې لپاره په بيت المقدس کي غوره ځاى جوړ کړ، چي دمريم رضی الله عنها پرته بل څوک ورتلاى نسو، مريم رضی الله عنها په د غه ځاى کي شپه او ورځ دالله جل جلاله  عبادت کاوه ، دبيت المقدس خدمت به يې کاوه چي ددې وجيبه وه ،  دومره  زيات عبادت يې کاوه چي په بني اسرائيلو کي خورا ډېره مشهوره سوه آن تردې چي په دوى کي لکه ضرب المثل داسي سوه، په ښو اخلاقو ، کامل عباداتو او په سپېڅلتيا کي يې خورا زيات شهرت پيدا کړ. په دغه وخت کي زکريا علیه السلام  دخلګو عهده پر خپله غاړه درلوده ز کريا علیه السلام  ددې عجيبي واقعاتي وليدې دبيلګي په ډول زکريا علیه السلام  دمريم رضی الله عنها سره داسي مېوې وليدې چي په بازار کي نه پيدا کېدې آن تردې چي بيخي ددغه مېوو موسم نه وو. زکريا علیه السلام  ددې سره دژمي مېوې په دوبي کي وليدې او ددوبي مېوې يې په ژمي کي وليدې. ددې مېوو په ليدلو سره يې دمريم رضی الله عنها څخه په زړه کي بېره او حشت پيدا سو او ورته وې ويل : (اني لک هذا؟) يعني دامېوې ستا لپاره دکومه وې؟.
ددغه خبري يادونه الله جل جلاله  په لاندني آيت کي کړې ده:
كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (37) (سورة آل عمران الاية ٣٧)
ژباړه : کله چي زکريا علیه السلام  پر مريم رضی الله عنها باندي داخل سو په مسجد کي يې ددې په وړاندي دخوراک توکي وليده . زکريا علیه السلام  ورته وويل : اې مريمي! دکومي خوا تاته دا مېوې وې . دې په جواب کي ورته وويل: دالله جل جلاله  دلوري څخه دي ، بېشکه الله جل جلاله  هغه چاته چي خوښه يې سي بېشماره رزق ورکوي.
د مريم رضی الله عنها پرورښت
مريم رضی الله عنها په يوه داسي ځاى کي وروزل سوه چي ډېر پاک او عفيف ځاى وو ، دګناهونو څخه ليري وو دمحرمات سره وو . دې دبيت المقدس په څنګ کي ژوند کاوه ، دالهي ساتني او تحافظ سره يې ژوند کاوه.دې ته ملائکي راتللې او دې ته يې خبر ورکاوه چي دالله جل جلاله  په وړاندي ددې لوړ مقام او منزل دئ ، ملائکو به دې ته زېرى ورکاوه چي الله جل جلاله  دې ته دښځو په منځ کي خصوصي ځانګړتيا ورکړې ده او دايې دټولو چټلتياوو او پليتيو څخه ساتلې ده ، همدا ډول به يې دې ته زېرى ورکاوه چي الله جل جلاله  به تاته زوى درکړي  چي دلوړ مقام او منزل لرونکى به وي ، په کوچني والي کي به دخلګو سره خبري کوي او صالحو انسانانو له ډلي څخه به وي.
لنډه داچي مريم رضی الله عنها په يوه داسي محيط کي ژوند کاوه چي دهرډول چټلۍ او پليتۍ څخه پاک وو . الله جل جلاله  يې يادونه په قرآنکريم کي داسي کړې ده :
إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ (45) وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ (46)  (سورة آل عمران الاية ٤٥ الی ۴۶)
ژباړه : ياد کړه هغه وخت چي ملائکو وويل : اې مريمي! بېشکه الله جل جلاله  تاته په يوه کلمة (زوى) سره زېرى درکوي دخپله لوري څخه نوم به يې مسيح عيسى دمريمي زوى وي په دنيا او اخرت کي به غوره وي او دمقربينو انسانانو څخه به وي او دخلګو سره به په ځانګو او زوړوالي کي خبري کوي او دصالحو انسانانو څخه به وي.
په عيسى علیه السلام  سره زېرى
کله چي مريم رضی الله عنها بالغه سوه يعني ١٣ کلنۍسوه نو يوه ورځ دخپل محراب څخه دباندي دبيت المقدس لوري ته دتفريح لپاره روانه سوه چي دختيځ لوري ته يې حرکت کاوه ، دخپل قوم او کورنۍ څخه ليري وه چي ناڅاپه يې يو داسي ځوان وليدئ چي ډېر ښايښته وو ، ښه اندامونه يې وه او غوره ښکارېدئ کله چي دې دغه ځوان وليدئ نو دې ته يو ډول پريشاني پېښه سه ددغه ځوان په اړه ډول ، ډول اندېښنې ورته پېښېدلې نو ددغه ځوان څخه يې ځان پېچى ځکه دې ګومان کاوه چي زه په يوه داسي ځاى کي يم چي نه مي څوک ږغ اوري او نه مي فرياد اوري داسي نه چي دغه ځوان دناوړه کار په نيت ماته لاس را وا چوي. مريم رضی الله عنها دغه ځوان ته وويل:
قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) (سورة مريم الاية ١٨)
ژباړه : مريم رضی الله عنها وويل : زه ستاڅخه په الله جل جلاله  سره پناه غواړم که ته پرهېز ګاره يې.
 
مريم رضی الله عنها ګومان کړى وو چي دغه ځوان انسان دئ ، ددې بيخي په زړه کي نه راتلل چي دا دي ملائکه وي او الله جل جلاله  دي ددې لوري ته لېږلې وي چي دې ته په يوه هوښيار او ذکي زوى سره زېرى ورکړي ، داسي زوى دي چي الله جل جلاله  يې په پيغمبرۍ سره لېږي او زياته پوهه او حکمت به ورکوي . دغه ملائکه جبرائيل علیه السلام  وو دې ته راغلى وو څو ددې په ګرېوان کي پوه کړي او دا ددغه پوه کي څخه حمل داره سي همداسي يې وکړه ددې په ګرېوان کي يې پوه کړه مريم رضی الله عنها ددغه پوه کي څخه حمل داره سوه الله جل جلاله  يې په لاندني آيت کي يادونه کړې ده او فرمايي :
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (16) فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا (17) قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا (19) (سورة مريم الايات ١٦ الي ١٩)
ژباړه : ووايه په قرآن کي قصه دمريم رضی الله عنها کله چي دا دخپل کور څخه ختيځ لوري ته ولاړه نو دې دخپلي کورنۍ څخه فاصله ونيول نو موږ دې ته جبرائيل علیه السلام  ديوه ښايښته انسان په شکل ولېږئ دې ورته وويل : زه په الله جل جلاله  سره ستا څخه پناه غواړم که ته پرهېزګاره يې ، جبرائيل علیه السلام  وويل :بېشکه زه ستا درب  استازى يم ددې لپاره راغلى يم چي تاته يو زکي  هلک وبخښم.
مفسرين ليکي : هغه کس چي دمريم رضی الله عنها په ګرېوان کي يې پوه کړه جبرائيل  علیه السلام  وو چي په روح الامين او روح القدس سره ياد سوى دئ دوى دالله جل جلاله  په دې قول سره دليل وايي :
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (194)  (سورة شعرآء الايتان ١٩٣ ، ١٩٤)
ژباړه : روح الامين تاته راکښته سوى دئ ستا پرزړه باندي ددې لپاره چي ته دوېرونکو څخه سې.
همدا ډول کوم څوک چي ټولو انبياؤ علیهم السلام  ته يې وحي راوړي دي يقيني خبره ده چي جبرائيل علیه السلام  وو.
ابوحيان په خپل تفسير کي ليکي:
دغه ملائکه چي مريم رضی الله عنها ته په ښه او انساني شکل راغله وجهه داشي وه چي دا ونه بېريږي او نفرت ونه کړي ، که چيري ملائکه په خپل اصلي صورت کي ورته راغلې واى ممکن دې نفرت ځني کړى واى او داچي هغه ملائکه ديوه ښايسته ځوان په شکل ورته راغله وجهه داوه چي دا په دى امتحان وو چي دا څومره پاک لمنې ده . دا مبارکه په دې امتحان کي کاميابه سوه او خپل عفت يې ثابت کړ.
کله چي مريم رضی الله عنها پوه سوه چي دغه ځوان انسان نه دئ بلکي يوه ملائکه ده په انساني شکل راغلې ده نو ځکه يې بېره اوضطراب له منځه ولاړى ددغه ملائکي سره يې مينه پيدا سوه  خو داچي هغې دې ته دزوى زېرى ورکړ، په دې کي ډېره حيرانه سوه چي دې لره به څنګه زوى پيدا سي حال داچي دا پيغله ده ، تراوسه يې واده نه دى کړى ، او نه يې کوم نامشروع کار کړى دئ ، څنګه به دا زوى پيدا کړي؟ همدا وجه وه چي دې وويل :
قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (20) (سورة مريم الاية ٢٠)
ژباړه : دې وويل : څنګه به ماته زوى پيدا سي حال داچي زه تر  اوسه انسان نه يم مسه کړى او نه زه دناروا کار کونکې يم.
ملائکي دې ته په جواب کي وويل : داچي تاته به الله جل جلاله  زوى درکړي دا يوه الهي پرېکړه ده ، الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ هيڅ شي دالله جل جلاله  دارادې منعه کونکى نسته .کله چي ديوشي کول وغواړي نو په محضي ورته وايي : (کن) يعني سه ، (فيکون) هغه شي دستي په دستي وسي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:
قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا (21) (سورة مريم الاية ٢١) 
ژباړه : ملائکي ورته وويل : همداسي به کيږي ، بيا يې ورته وويل : دا کار ستا ورب ته ډېر اسانه دئ او ددې لپاره چي دغه کار  خلګو ته يوه نښانه سي . او دا کار زموږ دلوري څخه رحمت سي او بېشکه دا يو داسي کار دئ چي کېدونکى دئ.

د مريم رضی الله عنها حمل څومره وخت په بر کي ونيوى

کله چي عيسى علیه السلام  دمريم رضی الله عنها په نس کېدئ ددې عمر ١٣ کاله وو او داچي عيسى علیه السلام  ددې په نس کي څومره مده وو په دې کي دعلماؤ اختلاف دئ. ځيني په دې آند دي چي دغه مده يو ساعت وو ديوه ساعت دپوره کېدو سره دې خپل حمل وزېږوى ، ځيني بيا په دې آند دي چي دغه حمل ددې په نس نهه ساعته وو او ځينو بيا ويلي دي چي ددې حمل ١٨ مياشتي وو ، دابن عباس رضی الله عنه څخه هم دغه روايت سوى دئ خو صحيح خبره داده چي ددې حمل دعامو ښځو په څېر دعادت مطابق وو ، دعادت خلاف کوم څه پکښي نه وه.
ابن کثير رحمة الله عليه  فرمايي : دمريم رضی الله عنها حمل دعامو ښځو په څېر دعادت مطابق نهه مياشتي وو ځکه که دعادت خلاف کوم څه وايي حتما به په الهي کلام کي ذکر سوي واى .
 
هغه خلګ چي ددې دحمل وخت لږ ښيي لاندى آيت په دليل کي وايي :
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (22) فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ  (سورة مريم الايتان ٢٢، ٢٣)
يعني دا حمل داره سوه يوه ليري ځاى ته ولاړه ورپسي دزېږد درد ورته پېښ سو.
په پورتني آيت کي (فانتبذت) جمله پر (فحملته) باندي دفاء په وسيله عطف ده او دتعقيب معنا ورکوي يعني تر حمل وروسته دستي دا يوه ليري ځاى ته ولاړه او هلته يې دستي اولاد وزېږوى.
دغه دليل صحيح نه دئ ځکه تعقيب دهر شي دمقام  او وخت مطابق صورت نيسي دا معنا نه ده چي وروسته نو دستي وسو بلکي وروسته دې ته هم وايي چي څو مياشتي وروسته وي.دالله جل جلاله  لاندنى مبارک قول ولولئ:
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (14)   (سورة مؤمنون الاية ١٤)
ژباړه : بيا موږ دنطفې څخه جامده وينه جوړه کړو ، دجامدي ويني څخه مو  ژولې غوښه جوړه کړو ، بيا مو هډوکي ځني جوړ کړل بيا موږ هډوکي په غوښو وپوښول، بيا يې په بل خلقت سره جوړ کړو ، نومبارک دئ الله جل جلاله  ښه تخليق کونکى دئ.
په پورتني ايت کي موضوع ډېره ښه روښانه کيږي . همدا ډول په حديث کي هم راغلي دي چي دهرو دوو حالتو ترمنځ څلوېښت ورځي فاصله وي.
پر مريم رضی الله عنها باندي تور لګېدل
روايت سوى دئ چي کله مريم رضی الله عنها حامله سوه نو لومړى کس چي ددې پلټنه يې وکړه يوسف نجار وو ، يوسف نجار ددې قريب وو ، ډېر نېک او صالح انسان وو ، ابن کثير رحمة الله عليه  ليکي چي دى دمريم رضی الله عنها دخاله زوى وو، يوسف نجار دمريم رضی الله عنها دحمل څخه ډېر په حيرانتيا کي پاته سو ځکه دى دمريم رضی الله عنها پر ديانت باندي پوره ډاډه وو او اوس يې داوليده چي حمل داره ده او مېړه هم نه لري ، همدا وجه وه چي يوه ورځ يې دمريم رضی الله عنها څخه پوښتنه وکړه او ورته وې ويل : اې مريمي! ايا کښت بېله تخمه منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، لومړى کښت چا پيدا کړ؟ بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا درخته بېله اوبو منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل : هو، ځکه لومړى درخته چاپيد کړه؟
بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا ماشوم بېله پلاره پيدا کېداسي ؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، ځکه آدم علیه السلام  الله جل جلاله  بېله پلاره پيدا کړ. بيا يوسف نجار ورته وويل : کوم څه چي تاپېښ دي په هغه اړه ماته معلومات راکړه دې په جواب کي ورته وويل : ماته يوه ملائکه راغله او په يوه زوى سره يې زېرى راکړ او راته وې ويل : چي تاته به الله جل جلاله  يو زوى درکړي چي نوم به يې مسيح وي.
يوسف نجار چي کله ددې خبري واورېدې پوه سو چي مريم رضی الله عنها دهر ډول بدۍ اوفسادو څخه پاکه ده او ددې حمل يوازي الهي قدرت دئ او دالله جل جلاله  حکيمانه پرېکړه ده.
سدي رحمة الله عليه  داصحابو کرامو څخه روايت کوي : يوه ورځ مريم رضی الله عنها دخپلي خور کور ته ورغلل  يعني دزکريا علیه السلام  کورته وراغلل ، خور يې يعني ديحيى علیه السلام  مور ورته وويل : ته خبره يې زه حمل لرم، دې ورته وويل : زه هم حمل داره يم ، بيا يې خور ورته وويل : زما په نس کي چي کوم حمل دئ هغه ستا دنس حمل ته سجده کوي .امام مالک رحمة الله عليه  فرمايي : ديحيى علیه السلام  دمور پورتنۍ خبره ددې څرګندونه کوي چي عيسى علیه السلام  پر يحيى علیه السلام  باندي لوړه مرتبه درلوده او داهم ځيني ثبوتيږي چي عيسى علیه السلام  ديحيى علیه السلام  دخاله زوى وو.
دمريم رضی الله عنها دحمل خبر  په بني اسرائيلو کي خپور سو مريم رضی الله عنها دډېره  غمه دهيچا کور ته نه تلل ، خبره دومره عامه سوه چي آن ځينو زنديقانو پر يوسف نجار باندي تور لګاوه چي ددې سره په بيت المقدس کي اوسېدئ چي دا حمل ديوسف نجار څخه دئ . ځينو بيا پر زکريا علیه السلام  باندي تور لګاوه چي ددې سره يې ناوړه کار کړى دئ.
ابن جرير رحمة الله عليه  ليکي : بني اسرائيلو دزکريا علیه السلام  دقتل اراده وکړه ، زکريا علیه السلام  ځني وتښتېدئ دوى په پسې سوه آخر يې ونيوى او په اره يې دوه ځايه کړ، په پايله کي زکريا علیه السلام  ديهوديانو په ظلم شهيدسو.
د يوسف نجار خوب ليدل
مؤرخين ليکي : کله چي مريم رضی الله عنها دحمل احساس وکړ په نتيجه کي يې دخپل قوم څخه بېره په زړه کي پيدا سوه چي پر دې تور ونه لګوي . نو ځکه يې ديوسف نجار څخه غوښتنه وکړه چي ددې سرپرستي پر غاړه واخلي ، يوسف نجار يو نېک ، سپېڅلي اوعابد انسان وو، ددې داکا دزامنو څخه هم کېدئ ، يوسف نجار تل الله جل جلاله  ته ځان په روژه ، لمانځه او نورو عبادتونو سره نژدې کاوه ، دخپل ځان لپاره يې دنجارۍ دکسب دلاري څخه خوراکه برابرول . مريم رضی الله عنها ده ته دخپلي پېښي په اړه پوره معلومات ورکړ، چي ملائکه ورته راغلې وه او دې ته يې په زوى سره زېرى ورکړى وو .
يوسف نجار چي ددې خبري واورېدې په زيات شک او ترديد کي ولوېدئ نوځکه يې ددې د سرپرستۍ کولو څخه مخ واړوه او ددې خبره يې ونه منل ، دلږ وخت په تېرېدو سره ده خوب وليدئ په خوب کي يوه ملائکه ورته راغلل او په ډېره تونده لهجه يې خبري ورسره وکړې او ورته وې ويل :تا ولي دا پرېکړه وکړه چي ديوې سپېڅلي ښځي څخه ځان ليري کړې؟ ته بايد پوه سې چي دمريم رضی الله عنها حمل الهي پرېکړه وه او دالله جل جلاله  ستر حکمت دئ ، نژدې دئ چي دغه پاکه مېرمن به يو زوى وزېږوي نوم به يې يسوع وي ، دشراب چيښلو ، دمردارو او هرډول نشيي توکو  څخه به ځان پاک ساتي ځکه دى اوس لا چي دمور په نس کي دئ دهرډول پليتيو څخه پاک دئ ، کله چي پيدا سي الله جل جلاله  به يې بني اسرائيلو ته دپيغمبر په صفت ولېږي کوم شريعت موسي علیه السلام  بني اسرائيلو ته راوړى دئ وهغه ته به يې منقاد کړي، الله جل جلاله  به ده ته زيات قوت ورکړى وي او ډېري لوي معجزې به ښکاره کړي چي په مټ به يې زيات شمېر خلګ وژغورل سي .
مؤرخين ليکي : يوسف نجار چي کله دغه خوب وليدئ دخوب څخه چي راپورته سو دالله جل جلاله  شکر يې وايستى او پاته ټول عمر يې دمريم رضی الله عنها سره تېر کړ، او ټول عمر يې ددې خدمت په اخلاص او کمال سره کاوه .
د عيسى علیه السلام  زېږد
داخبره مشهوره ده چي عيسى علیه السلام  په بيت اللحم کي زېږېدلى دئ . مريم رضی الله عنها دقوم دويري څخه دخپل قوم له منځه څخه راووته بيت المقدس ته راغله . عيسى علیه السلام  دزېږد قصه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي بيان کړې ده چي خلاصه يې په لاندي ډول ده :
کله چي دمريم رضی الله عنها دحمل مده پوره سوه په داسي حال کي چي دا په بيت اللحم کي وه دردونه يې پيدا سوه آخر يې دردونه زيات سوه دومره زيات سوه چي دايوې وچي درختي ته راغله او هغې درختي ته يې څنګ واچوه بالاخره عيسى علیه السلام  وزېږېدى ، دې ډېر تاسف کاوه چي خلګ به پرماباندي بد ګومان کوي نو ځکه ډېره غمجنه وه او دډېره غمه يې ويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا ايره ، ايره سوې واى ، ددې داغوښتنه له دې وجهي څخه وه چي دې دخپل دين سره کامله مينه درلوده دې ته خپل ديني ارزښت ترژوند خوښ وو نو ځکه يې دمرګ هيله کول او دايې نه خوښول چي خلګ ددې په وړاندي بدګوماني  وکړي او يا دا ديوه ناوړه عمل مرتکبه وبولي.
مريم رضی الله عنها چي کله يو پاک او سپېڅلي زوى وزېږوى هغه درخته چي دې تکيه ورته وهلې وه وچه کله درخته وه هيڅ ډول مېوه يې نه درلوده دالله جل جلاله  په قدرت سره هغې درختي مېوه او تازه خرماوي وکړې ، ددغه درختي وڅنګ ته هيڅ ډول اوبه نه وې دالله جل جلاله  په قدرت سره په دغه ځاى کي جاري او رواني اوبه پيدا سوې داټول اکرامات الله جل جلاله  مريم رضی الله عنها ته ددې پر کامل دين او صلاح باندي ورکړل.
عيسى علیه السلام  دسې شنبې په ورځ دډسمبر دمياشتي پر ٢٤ نېټه پيدا سو يعني درسول الله صلی الله علیه وسلم دپيدايښت ٦٠٠ کلونه وړاندي.
مريم رضی الله عنها خپل زوى پر لاسو باندي راو خيستى دخپل قوم وخواته راروانه سوه قوم چي يې دالوى ، نايابه او عجيب کار وليدئ ډول ، ډول فکرونه او ګومانونه ورته پيدا سوه چابه ويل : مريم رضی الله عنها يوه پاکه اوسپېڅلې ښځه وه واده يې هم نه وو کړى څنګه يې زوى وزېږېدئ ؟ چابه ويل : مريم رضی الله عنها ديوې پاکي ، شريفي اوعزتمني کورنۍ څخه وه ، پلار يې عمران ډېر بزرګ او صالح انسان وو ، ددې کورنۍ ټول علماء رئيسان او عزتمن خلګ وه دې څنګه دا سي ناوړه عمل ترسره کړي دئ چي دنکاح پرته يې زوى پيدا سوى دئ؟ مريم رضی الله عنها ددوى دپوښتنو په جواب کي چوپ پاته سوه خپل ماشوم ته يې اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ کوم اتهامات اوتورونه چي تاسو پرما لګوئ دهغه جواب به دغه ماشوم درکړي ، داسي ماشوم چي تر اوسه لاپه ځانګو دئ خبري کوي او ددوى سوالو ته جواب وايي دا ددې پر برائت اوسپېڅلتيا باندي څرګند ثبوت دئ. الله جل جلاله  ددې واقعه داسي بيان کړې ده :
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (22) فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا (23) فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا (24) وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (25) فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (26) فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا (27) يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا (28) فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا (29) قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (30) وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَمَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا (31) وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا (32) وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا (33)    (سورة مريم الايات ٢٢ الي ٣٣)
ژباړه : مريم رضی الله عنها حمل داره سوه نو دايو وتلي ځاى ته ولاړه نو دې ته دزېږد درد پېښ سو تر يوې درختي لاندي ، دې وويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا زه ايره ، ايره واى ، نو موږ تردغه درختي لاندي اواز ورته وکړ: ته غم مه کوه ستارب تر تا لاندي وياله بهيوي او دخرما ددرختي ښاخونه وښوروه پر تابه لندې خرماوي دستي راتوى سي نو ته خوراک کوه ، څيښل کوه او په خپل اولاد سره سترګي يخوه که تايوڅوک وليدئ ته ورته وايه چي ما دالله جل جلاله  درضا لپاره روژه نذر کړې ده زه نن ورځ دهيچا سره خبري نه کوم . بيا يې قوم ورته راغلى او ورته وې ويل : اې مريمي ! تا په يوه ناوړه کار سره راتګ کړى دئ ، اې دهارون خوري ! ستا پلار ناوړه سړى نه وو او نه دي مور نافرمانه ښځه وه ؟ دې خپل ماشوم زوى ته اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ دوى ورته وويل : موږ  څنګه ددې ماشوم سره خبري وکړو حال داچي هغه ماشوم په ځانګو کي دئ . ماشوم خبري پيل کړې او وې ويل : زه دالله جل جلاله  بنده يم الله جل جلاله  ماته کتاب راکړى دئ او زه يې نبي ګرځولى يم. زه يې مبارک ګرځولى يم هر چيري چي زه يم . زه په لمانځه او زکات سره توصيه کوم ترڅو چي زه ژوندى يم زه به دمور سره نېکي کوم او زه يې نافرمانه اوسرکښ نه يم ګرځولى ، سلام دي پرما وي په کومه ورځ چي زه زېږېدم ، په کومه ورځ چي زه مرم او په کومه ورځ چي زه بېرته ژوندى کېږم.
د عيسى علیه السلام  ژوند
کله چي دعيسى علیه السلام  دزېږد اته ورځي تېري سوې نو هيکل ته يې خپل زوى بوتى ، هيکل په بيت المقدس ديوځاى نوم چي ووخلګو قربانۍ پکښي کولې په هغه ځاى کي يې سنت کړ، اونوم يې يسوع پر کښېښودئ يعني عيسى علیه السلام  دده نوم دجبرائيل علیه السلام  دزېري سره مطابق کښېښودل سو يعني دغه نوم يې دزېري په وخت کي ورته غوره  کړى وو. 
 دماشوم سنتېدل دانبياؤ علیهم السلام  دطريقو څخه دي دا يو فطري کار دئ چي دابراهيم علیه السلام  دوخت څخه راپيل دئ او ټولو انبياؤ علیهم السلام  په شريعتونو کي موجود وو او دټولو انبياؤ علیهم السلام  طريقه ده .
په برنابا انجيل کي راغلي دي چي دعيسى علیه السلام  دسنتېدو سره اړه لري داسي وايي :کله چي دعيسى علیه السلام  اته ورځي پوره سوې نو يوسف نجار دهغه الهي فرمان له مخي چي په تورات کي راغلي وه دځان سره يې هيکل ته بوتى هلته يې سنت کړ، اونوم يې عيسى علیه السلام  پر کښېښودئ او دانومول دجبرائيل علیه السلام  دحکم مطابق ترسره سو.
عيسى علیه السلام  دمور په غېږ کي دبيت الحم څخه ليري پر يوه لوړ ځاى باندي پرورښت وکړ، چي په هغه ځاى کي يوه وياله هم بهېده ، الله جل جلاله  ددغه خبري يادونه کړې ده او فرمايي :
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ (50)  (سورة مؤمنون الاية ٥٠)
ژباړه : موږ عيسى علیه السلام  او د ده مور دخلګو لپاره نښانه وګرځول او ځاى مو ورکړ، پر يوه لوړ ځاى باندي چي داوبو او استقرار څښتن وو.
هيرودس د عيسى علیه السلام  دقتل هوډ وکړ
کله چي عيسى علیه السلام  وزېږېدئ په دغه زمانه کي يوه  ظالم اوجابر  کس  واکمني کول چي نوم  هېرودس وو البته ده دقيصر اگسطس په دستور حکومت کاوه ، ځيني جادوګرانو ده ته خبر ورکړى وو چي يو ماشوم پيدا کيږي چي پرټولو يهوديانو به حکومت کوي له همدې وجهي څخه ده امر وکړ، چي هر ماشوم چي په بيت الحم کي زېږي هغه بايد مړ کړي. 
داقصه يوازي متي او برنابا انجيلونو رانقل کړې ده. يوسف نجار په خوب کي امر  کړل سو چي عيسى علیه السلام  او مور يې ددغه ظالم دويري مصر ته ولېږدوي ، يوسف نجار چي راويښ سو دستي يې مريم رضی الله عنها او عيسى علیه السلام  راروان کړه او دمصر لوري ته يې بوته په همغه ځاى کي تر هغه وخت پوري اوسېده څو چي هېرودس مړ کېدئ کله چي هغه مړ سو نو يوسف نجار خوب وليدئ چي مريم رضی الله عنها او عيسى علیه السلام  بېرته خپل وطن ته بوزي ځکه هېرودس مړ سوى دئ.
د علماوو سره دعيسى علیه السلام  مجادله
کله چي عيسى علیه السلام  اوه کلن سو دمصر څخه بېرته راستون سو اوپه الخليل ښار کي په ناصرة کي  مېشت سو عيسى علیه السلام  په يوه داسي سيمه کي پرورښت وکړ، چي دعلم اوحکمت څخه ډکه وه . کله چي دوولسن کلن سو دمور او يوسف نجار سره يوه ورځ (اورشيلم) يعني بيت المقدس ته ورغلى ددې لپاره چي دهغه شريعت مطابق چي الله جل جلاله  په تورات کي نازل کړى سجده وکړي . 
عيسى علیه السلام  وهغه ځاى ته ورسېدئ ، لمونځ يې ادا کړ، دلمانځه تر ادايني وروسته دمور اويوسف نجار دسترګو څخه غائب سو دستي يې مور په دغه ځاى کي پسي وګرځېده ، پيدا يې کړ، بيا يوسف نجار او مور دواړه دده داوسېدو ځاى ته ورغلل پيدا يې نه کړ، بېرته بيت المقدس ته راغلل دلې يې شا وخوا پسي وکتل دهمسايګانو څخه يې پوښتنه وکړه پيدا يې نه کړ، په دريمه ورځ که ګوري عيسى علیه السلام  په هيکل کي ناست دئ دعلماؤ سره په بحث کولو اخته دئ داسي بحث کوي چي خلګ يې په ليدلو حيران سوي دي وايي چي داسي هلک دئ چي هيڅ زده کړي يې نه دي کړي بيا هم داسي دلائل ووايي . مور چي يې دى پرداسي حالت باندي وليدئ ورته په غصه سوه چي ته دلته په دلائلو ويلو اخته يې موږ نن دريمه ورځ ده چي په تا پسي ګرځو عيسى علیه السلام  ورته وويل : ته يې خبره چي دالله جل جلاله  خدمت واجب دئ او دالله جل جلاله  حکم دمور تر حکم وړاندي دئ . تردې وروسته عيسى علیه السلام  ديوسف نجار او مور سره يوځاى بېرته ناصرې ته ستون سو.
دعيسى علیه السلام  ددې پيښي درامنځته کېدو وروسته بيا ترنبوت پوري اوولس کاله تېر سوي دي خو تاريخ ددغه منځ په پيښو کي څه نه دي ويلي.
د عيسى علیه السلام  د نبوت پيل
کله چي عيسى علیه السلام  دېرش کلنۍ ته ورسېدئ مخکي تردې چي دى الله جل جلاله  نصاراوو ته په رسالت لېږى غسل يې وکړ، جبرائيل علیه السلام  ورته راغلى بيا صحرا ء ته ولاړئ په صحراء کي څلوېښت ورځي پرته له دې چي يوڅه وخوري يا يې وڅيښي روژه يې ونيول  بيا الله جل جلاله  په پيغمبرۍ باندي ولېږي او دهمدغه ځاى څخه دده رسالت پيل سو.
قرانکريم دعيسى علیه السلام  دنبوت په پيل کي څه نه دي ويلي او نه يې په کيفيت کي څه ويلي دي خو دانجيلونو پردې خبره اتفاق دئ چي دعيسى علیه السلام  دنبوت پيل ددېرش کلنۍ څخه سوى دئ او ځينو تاريخ پوهانو او مفسرينو هم دغه نظر تائيد کړى دئ.
دتوحيد علماء په دې آند دي چي نبوت انبياؤ علیهم السلام  ته پرڅلوېښت کلنۍ ورکول کيږي داچي عيسى علیه السلام  ته پر دېرش کلنۍ ورکول سوى دئ دا دعيسى علیه السلام  خصوصيت دئ ځکه دى چي کله څلوېښت کلنۍ ته رسېدئ اسمانو ته پورته سو.
دعيسى علیه السلام  پر نبوت باندي دليل لاندنى آيت دئ چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَإِذْ قَالَ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ  (سورة صف آلآية ( ٦ ))
ژباړه : (اې محمد  صلی الله علیه وسلم ! هغه وخت يادکړه) کله چي عيسى علیه السلام  دمريمي زوي وويل: اې داسرائيل زامنو !  زه تاسو ته د الله جل جلاله  رسول يم ( په داسي حال کښي ) چي ( دهغه کتاب ) تائيد کوونکي يم چي زما په وړاندي دي چي هغه تورات دئ اوزېري درکونکى يم په يورسول باندي چي زما وروسته به راسي اونوم به يې احمد وي . 
د مسيح علیه السلام دعوت
عيسى علیه السلام  خلګ دحق او الهي دين ولوري ته راوبلل هغه دين چي الله جل جلاله  ورته وحي کړي وې ، عيسى علیه السلام  خپل دعوت يهوديانو ته پيل کړ، په يهودي ټولنه  کي انحرافات ،  خرافات او باطل کارونو خورا په لوړه کچه دود موندلى وو ، کوم دين چي پر موسي علیه السلام  باندي نازل سوى هغه يې زيات ځايونه پر خپلو طبيعتونو باندي بدل کړى وو. داچي ډېره زمانه يهوديانو ته الهي استازى نه وو راغلى ټول سخت زړه انسانان جوړ سوي وه په حقيقي دين کي يې لاس وهلى وو کوم اياتونه چي په تورات کي موجود وه په هغو يې پسخند واهه دلهو اولعب مورد يې ګرځولي وه دانبيآؤ علیهم السلام  مسير يې پرې ايښي وو پر هغه لاره به تلل چي ددوى زړونو به وغوښتل له همدې امله الله جل جلاله  په دوى کي عيسى علیه السلام  په پيغمبرۍ باندي مبعوث وګرځاوه څو دوى سيده او مستقيمي لاري ته راوبولي ، هغه تحريف او تبديل چي دوى په دين کي کړى وو هغه اصلاح کړي .
 کله چي عيسى علیه السلام  ددعوت لپاره قيام وکړ ، نو لومړى يې هغه تحريفات چي دوى په تورات کي کړي وه هغه يې  اصلاح کړه او ځيني شيان چي الله جل جلاله  پردوى باندي ددوى دسرکښۍ له امله حرام کړي وه حلال يې وګرځول . الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  دنبوت دهدف دده دخولې څخه بيانوي او فرمايي:
وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ (50) إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (51)   (سورة آل عمران الايتان ٥٠ ، ٥١)
ژباړه : او تصديق کونکى دئ دهغه څه چي زماپه مخ کي دئ دتورات څخه او ددې لپاره چي زه حلال کړم ځيني هغه شيان چي حرام کړل سوي وه پرتاسو باندي او تاسو ته راتلل وکړم په معجزه سره ستاسو درب دلوري څخه نو وبېريږئ او زما اطاعت وکړئ ، بېشکه الله جل جلاله  زما او ستاسو رب دئ نو تاسو دهمدغه الله جل جلاله  عبادت وکړئ ، دايوه سيده لاره ده.
الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  دنبوت دثبوت لپاره دده پرلاس باندي ډول ، ډول معجزې ښکاره کړې چي دمعجزاتو دبيان په ځاى کي به يې بيان کړو انشاء الله.
عيسى علیه السلام  ديهوديانو دلوري څخه ددوى داستکبار سره مخ سو ، دخپل دعوت په اوږدو کي يې ددوى څخه سخت تکليفونه اوزحمتونه وليدل په ځانګړي ډول دکاهنانو او ددوى دقوم د رئيسانو دلوري څخه دسختو تکليفونو سره مخ سو . دوى ظالمانو په تورات کي لاس وهنه کړې وه او په دغه  تحريف سوي تورات سره يې دعيسى علیه السلام  سره مقابله کول . عيسى علیه السلام  دکتبة ، کهنة او فريسين سره مناظره وکړه په ټينګو دلائلو سره يې چوپ کړه.( فريسين هغه خلګو ته ويل کېده چي ټول عمر به يې عبادت ته بېل کړى وو ددنيا سره به يې هيڅ اړيکي نه درلودې ، کتبة هغه کسانو ته ويل کېده چي ددين ليکونکي او واعظان وه .  کهنة دهيکل او معبد خادمانو ته ويل کېده.)  
عيسى علیه السلام  خپل دعوت ته دوام ورکړ، ددوى دعابدانو ، کاتبانو او کاهنانو سره يې سختي جګړې وکړې ، تحريف ته يې متوجه کړه او دحق دين ولوري ته يې راوبلل آن تردې چي خلګ دده دعوت څخه په تنګ سوه او دده څخه دخلاصون لپاره يې يوه طرحه جوړه کړه.
 
ديهوديانو علماؤ او مشرانو ټولو مشوره سره وکړه چي دغه  سړي زموږ دين باطل بولي مقصديې دادئ چي خلګ ټول په خپل ځان پسي روان کړي نو ددې مخه نيول پکار دي هغه داچي بله چاره نسته بېله دي چي داسړى ووژل سي بالاخره پر دغه خبره يې اتفاق سره وکړى . روماني حاکم چي بيلاطس التبطي نومېده او دقيصر له خوا ددغه سيمي آمر ټاکل سوى وودوى دعيسى علیه السلام  په اړه ورته شيطانت وکړ. خپل نظر او رايه يې ډېره ورته ښايسته کړه او ورته وې ويل :عيسى علیه السلام  غواړي چي پريهوديانو باندي پاچاهي وکړي او دموجوده ودان حکومت دخرابېدو هڅه کوي په همدغه ترتيب دوى هڅه وکړه څو ددوى دسيمي واکمن په دې قانع کړي چي عيسى علیه السلام  يا ووژني او يايې په دار وځړوي څو دوى ځني خلاص سي . حاکم هم داسي پرېکړه چي عيسى علیه السلام  ونيسئ او په دار يې وځړوى . عيسى علیه السلام  دقوم دناروا لومو څخه خبره سو نو ځکه يې دځان لپاره يو پټ ځاى وټاکى څو دپاچا عسکر يې پيدا نه کړي او په دار يې ونه ځړوي .
دوى ويلي دي : يوه ورځ عيسى علیه السلام  پر يوه مرکب باندي سپور داور شيلم لوري ته راغلى په داسي حال کي چي دده اصحاب دخرماووتر  درختو لاندي ناست وه ملاقات يې دده سره وکړ، ده ورته وويل : ځيني داسي خلګ سته چي زما سره خوراک او څيښاک کوي مګر غواړي چي ما زما دښمن ته په لاس ورکړي تردې وروسته يې خپلو اصحابو ته نصيحت پيل کړ، ورته وې فرمايل : هغه وخت نژدې دئ چي دبشر اولاد به دخپل پلار سره يوځاى سي زه يو داسي ځاى ته تلونکى يم چي ستاسو راتګ هغه ځاى ته شونى نه دئ مګر زما نصحيت ياد وساتئ هغه داچي تر ماوروسته به ]فارقليط(فارقليط يو پيغمبر دئ چي عيسى علیه السلام  يې په راتګ سره خپل قوم ته زېرى ورکړى دئ او په يوناني ژبه کي دغه لفظ داحمد په معنا دي.)[ 
تاسو په پيغمبرۍ سره ولېږل سي هر کله چي دغه پيغمبر راغلى نو تاسو ته به زماتائيد او تصديق وکړي ، که تاسو ددغه پيغمبر په زمانه کي ژوندي واست نو زما دغه پيغام تر ده پوري ورسوئ هر کله چي دغه پيغمبر راسي تاسو به دهدايت ولوري ته وهڅوي او تاسو ته به لارښوونکى وي زما ستاينه به کوي اوس هغه وخت نژدې دئ چي بيا به تاسو ما نه ووينى. تردې وروسته عيسى علیه السلام  داسمان لوري ته سترګي واړولې او وې ويل : ما په مځکه کي ستا نوم په لويۍ سره ياد کړى دئ په کوم څه سره چي زه تا امر کړى وم هغه مي پوره کړى.( تاريخ تعقوبي ، دعقيده اسلامي نومي کتاب څخه نقل چي دحبنکه تاليف دئ.)
 
عيسى علیه السلام  دخپلو شاګردانو سره يوځاى په يوه ځاى کي اوسېدئ دده سره يو خائن کس وو چي (يهوذ الاسخر يوطى) نومېدئ دى دحواريونو له ډلي څخه وو خو منافق وو لکه مخکي چي عيسى علیه السلام  اشاره ورته کړې وه او فرمايلي يې وه چي داسي کسان سته چي زما سره خوراک او څيښاک کوي مګر غواړي چي ما حکومت ته په لاس ورکړي . همدغه منافق وو چي عيسى علیه السلام  يې دولتي پلټونکو ته په لاس ورکړ، ځکه کله چي پوليس په عيسى علیه السلام  پسي ګرځېده نو ده وليدل ژر ورغلى او هغه ته يې دډېرو لږو پيسو په بدل کي  عيسي علیه السلام  وروښودى څو عيسى علیه السلام  ووژني يعني ددېرشو درهمو په بدل کي يې وروښودى. تردې وروسته پوليس هغه ځاى ته ورغلل په کوم ځاى کي چي عيسى علیه السلام  شتون درلودى . دالله جل جلاله  ستر حکمت وو چي دعيسى علیه السلام  شکل يې هغه منافق ته ورکړى پوليسو دستي هغه منافق ونيوى دعيسى علیه السلام  ګومان يې پرې وکړ، بيا يې په دار باندي وځړوى. عيسى علیه السلام  الله جل جلاله  داسمان لوري ته پورته کړى. الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي : 
وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ (سورة نساء الاية ١٥٧)
ژباړه : دوى عيسى علیه السلام  نه دى وژلى او نه يې صليب کړى دئ مګر پر دوى باندي متشبه والى راغلى بېشکه هغه کسان چي په عيسى علیه السلام  کي يې اختلاف کاوه په شک کي وه.
کله چي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  اسمانو ته پورته کاوه دده عمر ٣٣ کاله وو په دې لحاظ نو وبني اسرائيلو ته  دده ددعوت مده درې کاله کيږي ځکه الله جل جلاله  دى پر دېرشم کال باندي په پيغمبرۍ باندي ولېږى. صلوت الله عليه.
د عيسى علیه السلام  د دار ځړېدو مسئله
موږ مسلمانان دعيسى علیه السلام  په اړه چي په دار دځړېدو خبره ده ډېره صحيحه او سالمه عقيده لرو هغه داچي موږ داسي عقيده لرو لکه قرآنکريم چي موږ ته بيان کړى دئ هغه داچي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  ديهوديانو دچلونو څخه وساتى دروح او جسد دواړو سره يې اسمانو ته پورته کړ، او دده مبارک کي په بدل هغه منافق په دار وځړېدى چي دده مبارک پناه ځاى يې پوليسو ته ورښودلى وو يهوديانو پرده باندي دعيسى علیه السلام  ګومان کړى وو نو ځکه يې په دار وځړاوى . موږ عقيده لرو چي داټولي کړني دعيسى علیه السلام  دتکريم په موخه سوي دي او ديهوديانو ناوړه دسيسو دلمنځه وړلو په موخه سوي دي. په دې اړه دمسلمانانو عقيده دعيسويانو په پرتله سپېڅلې ده ځکه عيسويان ګومان کوي چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ او يهوديانو ده ته ډول ، ډول عذابونه ورکړي دي پر لاسو او پښو يې ميخونه ورويشتلي دي بيا يې په دار ځړولى دئ او دوى ګومان کوي چي دده مبارک دغه تعذيب دټول بشريت دګناهونو کفاره ده .
 حواريون هم ديهوديانو په څېر دعيسى علیه السلام  په اړه مشکوک او متردد دي او زيات اختلاف لري چي دغه سړى چي په دار ځړېدلى دئ څوک وو ؟ عيسى علیه السلام  وو او که يهوذا الاسخر يوطي وو؟   دعيسى علیه السلام  په اړه داشکونه ځکه راپورته سوه چي يهوذا کله دعيسى علیه السلام  داوسېدو ځاى پوليسو ته ورښودى په هغه ځاى کي دعيسى علیه السلام  پرته بل څوک نه اوسېدئ کله چي پوليس ورغلل په هغه ځاى کي يوازي يو کس وو په دغه وخت کي دوى په شک کي ولوېده او وې ويل چي دغه کس که عيسى علیه السلام  وي نو زموږ ملګرى څه سو او که زموږ ملګرى وي نو عيسى علیه السلام  څه سو حال داچي عيسى علیه السلام  الله جل جلاله  اسمان ته پورته کړى وو او دده شکل يې په يهوذا اغوستى وو کله چي يهوديانو دغه کس وليدى نو دستي يې دار ته پورته کړى هغه نارې کړې چي زه عيسى علیه السلام  نه يم يهوذا يم يهوديانو نه منل بلکي پر خندل يې او دار ته يې وخېژوى. الله جل جلاله  عيسويانو عقيده په قرآن کي رد کړې ده او ورسره يې ديهوديانو عقيده هم رد کړې ده ، همدا ډول يې دمسلمانانو عقيده په دغه اړه ښه څرګنده کړې ده او فرمايي :
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا (156) وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (157) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (158)  (سورة نساء الايتان ١٥۶ الی ١٥٨)
ژباړه :په سبب دکفر ددوى او ددوى دوينا په سبب چي پر مريم باندي يې لوى بهتان وايه او ددوى دوينا په سبب چي موږ عيسى دمريمي زوى وژلى دئ ،  دوى عيسى علیه السلام  نه دى وژلى او نه يې صليب کړى دئ مګر پر دوى باندي متشبه والى راغلى بېشکه هغه کسان چي په عيسى علیه السلام  کي يې اختلاف کاوه په شک کي وه.دوى لره پرده باندي علم نسته مګر دوى دګومان پيروي کوي او دوى په يقين سره نه دى وژلى ، بلکي الله جل جلاله  خپل لوري ته پورته کړى دئ او الله جل جلاله  زيات غالب او دحکمت څښتن دئ.
داڅه عجيبه خبره نه ده چي نصارا دعيسى علیه السلام  په دار دځړېدو عقيده لري ځکه دوى خو داسي هم وايي چي عيسى علیه السلام  خداى دئ او يا وايي چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  زوى دئ !!. نعوذبالله 
عجيبه خبره خو داده چي عيسويان عقيده لري چي عيسى علیه السلام  خداى دئ او بيا وايي چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ نو کله چي خداى په دار وځړيږي نو دمخلوق به يې څه حال وي؟ بله خبره داده چي که خداى په دار ځړېدلى دئ نو دعالم تدبير به يې چا ته پرې ايښي وي او هغه به څنګه مخلوق وي چي خپل خداى په دار وځړوئ ….؟؟؟ اوس که انسان لږ فکر وکړي ايا يهوديان خبيث او شريرخلګ نه دي ؟ لعنت الله عليهم.
آخر داچي ايا خداى دخپل ځان او يا دخپل زوى (نعوذبالله) پرساتلو باندي قادر نه وو؟ العياذبالله
يو شاعر وايي :
اعبادالمسيح لنا سـوال            نروم جـوابه لمن رعا
اذصلب الاله بفعل عبد            يهودي فما هذا الاله
تعالي الله عما يقول الظالمون علوا کبيرا
ژباړه : موږ دمسيح دعابدانو څخه پوښتنه کوو بايد په دوى کي يې هوښيار کس جواب راکړي هغه داچي که خداى ديوه يهودي په مټ په دار ځړېدلى وي نو داڅنګه خداى دئ چي خپل بنده يې په دار ځړوي؟ سبحان الله ، الله جل جلاله  دهغه څخه ډېر لوړ دئ چي ظالمان يې وايي په زيات لوړوالى سره.
د بشريت د نجات مسئله
داسي ويل کيږ ي چي عيسى علیه السلام  په دار وځړېدى ددې لپاره چي انسانان دخپلو خطاوو او ګناهونو څخه نجات پيدا کړي اوس پوښتنه داده چي داسي عقيده صحيح ده ؟ ايا داخبره دعدالت او عقل سليم سره برابره ده؟ بله خبره داده چي دعيسى علیه السلام  څه جرم وو چي په دار ددې لپاره وځړيږي چي دانسانانو دګناهونو لپاره کفاره سي؟
ايا دانصاف دئ چي يو کس دي دبل کس په جرم سره په عذاب اخته سي؟
دمثال په  توګه که ستا ورور دقتل په تور تورن وي او يا يې زنا کړې وي په دې صورت کي به نو ستا څه ګناه وي چي عذاب درکړل سي؟ يعني جرم دي يوه کس کړي وي او سزا دي بل کس ته ورکړل سي ايا دا روا کار دئ؟ په دې اړه الله جل جلاله  په څرګند ډول وايي : (ولاتزر وازرة وزر اخري) په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي : (کل نفس بماکسبت رهينة) همدا ډول په بل ځاى کي فرمايي : (ومن عمل صالحا فلنفسه ومن اساء فعليها) . دالله جل جلاله  ددغه درو واړه ويناوو مطلب دادئ چي هر کس بايد په خپله سزا ورسيږي که يې بد عمل کړى وي او که يې نېک عمل کړى وي بايد مزدوري هم دغه کس ته ورکړل سي چي دغه نېک کار يې کړى دئ.
سالم عقل او صحيح فکر هم ددې غوښتنه کوي چي هر کس ته بايد دخپل جرم مطابق سزا ورکړل سي هيڅ کس بايد دبل چا په ګناه ونه نيول سي.
بدبختانه دکنيسة دخلګو دا يو ړوند او بې فکره نظر دئ چي وايي : عيسى علیه السلام  په دار وځړېدئ او دده دغه تعذيب دبشريت دګناهونه کفاره ده.
سيد رشيد رضا په خپل تفسير منار کي ليکي:
نصاراوو دعيسى علیه السلام   دژوند څخه يو وحشتناکه ، دردونکى او زړه بوږنونکى داستان جوړ کړى دئ دوى عقيده لري چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ او دغه ځړېدل دوى دخپل دين داصولو څخه يو اصل ګرځولى دئ ، دوى عقيده لري چي هرڅوک دعيسى علیه السلام  پر ځړېدو باندي عقيده نه لري هغه مؤمن نه دئ او نه يې هيڅ عمل ګټه رسوي.
نصارا دخپلي دغه عقيدې لپاره دډېري پخوانۍ زمانې څخه دليل راپيلوي او وايي : کله چي الله جل جلاله  آدم علیه السلام  پيدا کړ، جنت ته يې داخل کړ، ډول، ډول نعمتونه يې ورته ورکړل خو دغنمو ددرختي څخه يې منعه کړ، آدم علیه السلام  دغنمو دانه وخوړل په دې وجه ده دالله جل جلاله  څخه نافرماني وکړه دده ددغه نافرمانۍ له وجهي څخه دده ټول اولادونه مجرمان وزېږېده دوى او ددوى پلار دخپلو ګناهونو سزا پر خپله غاړه درلوده او دالله جل جلاله  دعدل تقاضا داده چي هيڅ ګناه دسزا پرته نه پرېږدي نو په دې لحاظ الله جل جلاله  دآدم علیه السلام  ديوې لور په رحم کي يو جنين واچوى چي دانسان په بڼه ودنيا ته راغلى او دغه ماشوم خپله خداى دئ ځکه دغه جنين الهي روح وو او په دې لحاظ چي ديوې انساني په  رحم کي دانسان په بڼه دنيا ته راغلى دئ ځکه يې دانسانانو په څېر خوړل او څيښل کول ، ژوند يې کاوه پر هغه څه يې خوند اخيستى چي انسانان خوند پر اخلي ، ددرد او زحمت احساس يې کاوه لکه نور انسانان چي يې کوي . دغه انسان عيسى علیه السلام  دئ په نورو انسانانو کي يې تريوه وخته پوري ژوند وکړ، دڅه وخت په تېرېدو سره دالله جل جلاله  دښمنانو په ډېر وېرونکي او وحشتناکه ډول سره په دار وځړاوئ ، لاسونه اوپښې يې پر تختو ورميخ کړل ، سخت سپکاوى يې وکړ، پرمخ يې ناوړي ور توکړې او داسي دعيسى علیه السلام  دغه عذاب دټول بشريت دګناهونو لپاره کفاره سوه.
 
زه وايم چي داډول عقيده بيخي باطله ده ځکه په داسي کړنه کي نه الهي عدل سته او نه الهي رحم سته ځکه دې ته بيخي عدل نه ويل کيږي چي يوه کس دي هيڅ ګناه نه وي کړې دبل چا دګناه بار دي دده پراوږو باندي واچول سي او سخته سزا دي وويني . همدا ډول دغه عقيده ددوى دموجوده مقدس کتاب سره هم مخالفه ده ځکه ددوى په کتاب په سفر تثنيه کي راځي : پلرونه دزامنو په بدله کي نه وژل کيږي او نه زامن دپلرو په بدله کي وژل کيږي بلکي هر چاته دخپل عمل سزا ورکول کيږي.
حواريون څوک وه؟
عيسى علیه السلام  يو شمېر شاګردان او اصحاب درلوده چي په حواريونو سره يادېده ددوى دزړه او باطن دصفايۍ له امله حواريون ورته ويل کېده.
دعيسى علیه السلام  دغه اصحابو درسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو سره مشابهت درلودئ الله جل جلاله  دوى په داسي عمل سره ياد کړي دي چي په هغه عمل کي يې ددوى ستاينه او مدحه کړې ده ځکه الله جل جلاله  فرمايي :
فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (52) رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ (53)  (سورة آل عمران الايتان ٥٢ ، ٥٣) 
ژباړه : کله چي عيسى علیه السلام  ددوى څخه کفر وليدئ وې ويل : څوک سته چي دالله جل جلاله  مرسته وکړي؟ حواريونو وويل : موږ دالله جل جلاله  مرسته کونکي يو ، موږ پر الله جل جلاله  باندي ايمان راوړى دئ او ته شاهد اوسه په دې سره چي موږ مسلمانان يو. اې زموږ ربه ! موږ پر هغه څه باندي ايمان راوړى دئ چي تا نازل کړى دئ ، موږ درسول تابعداري کوو نو موږ دشاهدانو څخه وليکه.
 
الله جل جلاله  دهر پيغمبر لپاره مرسته کونکي او حواريون پيدا کړي دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : ترما وړاندي هيڅ رسول نه دئ راغلي مګر الله جل جلاله  دهغه لپاره په خپل امت کي مرستيالان او حورايون پيدا کړي دي….الحديث
دحواريون شمېر دوولس تنو ته رسېدئ چي نومونه يې په لاندي ډول دي:
 
1. سمعان چي بطرس ورته ويل کيږي.
2. اندراس دسمعان ورور.
3. يعقوب دزبدي زوى.
4. يوحنا دزبدي زوى او ديعقوب ورور.
5. يرثو لماوس.
6. فيلبس.
7. (متي) عشار.
8. توما.
9. يعقوب دحلفي زوى.
10. (لباوس) ملقي تداوس.
11. سمعان القانوني.
12. يهوذا الاسخر يوطي . چي پټ منافق وو
داهم دحواريونو نومونه دي چي په متي انجيل کي ذکر سوي او او کنيسة دعيسى علیه السلام  ددوو نورو شاګرانو نومونه دبرنابا او تداوس په نومونه ذکر کړي دي او دهغه نورو نومونه يې حذف کړي دي ځکه دوى عقيده لري چي دغه دوه کسان دعيسى علیه السلام  په  خدايۍ باندي قائل وه او په  دوى کي يوتن په خپل نوم باندي انجيل هم لري چي برنابا انجيل ورته وايي خو کنيسة ددغه انجيل څخه منکر دي ځکه په دغه انجيل کي دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم بيان دئ ، دده مبارک صفتونه او زېرى پکښې دئ او دغه بيان ددوى دعقيدې څخه مخالف دئ.الله جل جلاله  ددوى په اړه فرمايي :
الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (سورة الاعراف الاية ١٥٧)
ژباړه : هغه کسان چي تابعداري درسول کوي چي نبي او امي دئ . هغه کسان چي په نزد خپل دغه رسول په تورات او انجيل کي ليکلى پيدا کوي ، دوى په نېکۍ سره امر کوي او دناوړه کارونو څخه يې منعه کوي ، دوى ته پاک شيان حلالوي او خبيث شيان ورته حراموي.
د نصاراوو په آند انجيلونه
انجيل يو دهغه څلورو کتابونو څخه دئ چي الله جل جلاله  پر خپلو رسولانو باندي نازل کړي دي کوم څه چي په رشتيني ډول په دغه کتابو کي دي پر هغوى باندي ايمان راوړل واجب دي .
 
تورات پر حضرت موسي علیه السلام  باندي نازل سوى دئ ، زبور پر حضرت داود علیه السلام  باندي نازل سوى دئ ، انجيل پر حضرت عيسى صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوى دئ او قرآنکريم پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوى دئ.
 
دانجيل لفظ عربي نه بلکي عبري لفظ دئ چي دبشارت يعني زېري په معنا دئ.
نصارا اوس په خپلو منځو کي څلور ډوله انجيلونه مشهور لري چي عبارت دي له:
1. متي 
2. يوحنا
3. لوقا
4. مرقس
همدا ډول يو بل انجيل هم سته چي دبرنابا په نوم ياديږي خو کنيسة ددغه انجيل څخه منکر دي . پاته دي نه وي چي په دغو ټولو انجيلونو کي دغه برنابا انجيل حق ته دنورو پرتله نژدې دئ. والله اعلم
ايا اوسني انجيلونه صحيح دي؟
دا يوه څرګنده مسئله ده چي هغه انجيل چي الله جل جلاله  پرعيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ داوس انجيلونوسره زيات توپير لري لکه چي قرآنکريم کي په څرګند ډول بيانوي چي نصاراوو په انجيل کي تحريف يعني لاس وهنه کړې ده . همدا ډول ددغه انجيلونو په منځ کي په څرګند ډول اختلافونه ليدل کيږي.
شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي:
 
کوم انجيل چي قرآنکريم يې يادونه کړې ده کېداى سي چي اوس پيدا سي خو هغه انجيل چي پر عيسى علیه السلام  باندي نازل سوى کټ مټ په هغه بڼه يې پيدا کېدل ممکن نه دي يوازي هغه واقعاتي چي دده شاګردانو او اصحابو ياد کړي دي تاليف سوي او ليکل سوي دي خو دتحريف او تغير څخه سالمي او پاکي نه دي.
عيسى علیه السلام  خپل قوم ته يوکتاب دانجيل په نوم باندي راوړى دوخت په تېرېدو سره دده قوم انجيل پرېښودئ دانجيل دضائع کېدو او له منځه تلو يو لامل دغه هم وو.ځيني لاملونه يې نور هم وه دساري په ډول دعيسى علیه السلام  شاګردانو او ياتردوى وروسته نورو خلګو نور کتابونه تاليف کړه خلګو په هغه سره عمل کاوه په دغه زمانه کي زيات شمېر انجيلونه منځته راغلل آن تردې چي دانجيلو شمېر تر سلو زيات سو کنيسة هغه انجيلونه چي ددوى دعقيدې سره مخالف وه رد يې کړه يوازي څلور انجيلونه يې وټاکل او وې ويل چي دغه انجيلونه دتاييد وړ دي. البته دغه څلور انجيلونه چي دوى تائيد کړي دي سند يې درست نه دئ بلکي منقطع دئ ، کوم کسانو چي ددغه انجيلونو تاليف کړى دئ دهغوى امانتداري معلومه نه ده او نه يې ريشتينولي معلومه ده بلکي نامعلوم او ناڅرګند کسان دي همدا وجه ده چي ددغو څلورو انجيلونو ترمنځ په لوړه کچه اختلاف موجود دئ.
کوم انجيلونه چي اوس موجود دي دا تاريخي کتابونه دي چي مريم رضی الله عنها او ددې دزوى عيسى علیه السلام  په اړه ليکل سوي دي بلکي ددوى ژوند يې دپيل څخه تر پاى پوري ليکلى دئ هغه عقيدې چي دوى دژوند په اوږدو کي لرلي دهغوى په اړه تصنيف سوي دي همدا ډول په دغه انجيلو کي ديوحنا المعدان يعني يحيى علیه السلام  ځيني قصې هم او نور پيښليکونه هم ذکر سوي دي.
ددغه انجيلو څخه يو هم دعيسى علیه السلام  په ژوند کي نه دى ليکل سوى بلکي دعيسى علیه السلام  واسمان ته ترپورته کېدو وروسته ليکل سوي دي. 
1. متي انجيل : دغه انجيل دقدامت له پلوه تر ټولو انجيلونو وړاندي دئ کله چي عيسى علیه السلام  اسمان ته پورته سو څلور کاله وروسته دغه انجيل په عبري ژبه تاليف سوى دئ . کوم انجيل چي اوس دمتي په نوم ياديږي دا هم دهغه انجيل څخه ژباړل سوى دئ کوم چي دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو څلور کاله وروسته تاليف سوى دئ البته دا نه ده معلومه چي دغه ژباړونکى څوک دئ ؟ ايا دا دغه ژباړه دخپل اصل سره برابره ده که يا؟ په اصل کي يې لاس وهل سوى دئ که يا؟ که لاس په کښي وهل سوى وي په کومه کچه به وي ؟ دا هغه پوښتني دي چي دجوابو څخه يې انسان عاجزه پاته کيږي خو يوشى ډېر څرګند دئ هغه داچي هيڅ انجيل پر خپله اصلي بڼه پاته نه دئ بلکي په غټه کچه لاسوهني پکښي سوي دي.
2. مرقس انجيل : دغه انجيل دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو ٣٣ کاله وروسته په يوناني ژبه تاليف سوى دئ ، او ددې انجيل دتاليف په تاريخ کي دنصاراوو اختلاف دئ ځيني په دې آند دي چي ددې انجيل مؤلف بطرس دئ چي دحوارينو رئيس وو . ځيني بيا په دې آند دي چي دا انجيل مرقس هغه وخت وليکئ چي بطرس او بولس مړه سوه. ارشادالطالبين ليکي : مرقس انجيل دبطرس په تدبير په ٦١ کال کي وليکل سو ددې لپاره چي هغه کسان ګټه ځني واخلي چي نصرانيان سوي دي . په دې انجيل کي دعيسى علیه السلام  دخدايۍ څخه انکار راغلى دئ يعني ددغه انجيل په آند عيسى علیه السلام  خداى نه دئ.
3. لوقا انجيل : دټولو مؤرخينو پردې خبره باندي اتفاق دئ چي دغه انجيل دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو شل کاله وروسته ليکل سوى دئ . همدا ډول ټول مؤرخين په يوه خوله وايي چي دغه انجيل نه دعيسى علیه السلام  ملګري او نه شاګرد ليکلى دئ بلکي دا يوداسي کس ليکلى دئ چي يهودي وو چي دبولس شاګرد وو او دنصاراوو سره يې سخت تعصب درلودئ ، نصاراوو ته يې ډول ، ډول تکليفونه او ضررونه رسولي وه ، دوخت په تېرېدو سره ورته معلومه سوه چي نصاراوو ته په دغه ډول تکليفونه رسول کومه ګټه نه لري نو ځکه يې اراده وکړه چي دوى ته دفرېب او چل دلاري تاوانونه ورورسوي ، په دې لاره کي لومړى ځان په داسي بڼه څرګند کړ، چي زه دعيسى علیه السلام  په دين يم بهانه يې دا وکړه چي زه دفس په ناروغۍ اخته وم عيسى علیه السلام  زه مسه کړم ناروغي مي جوړه سوه او زه يې ددې څخه منعه کړم چي نصاراوو ته به تاوان نه رسوې اوعيسى علیه السلام  ماته زېرى راکړئ چي زه به يو انجيل ليکم او تاسو ته به يې راوړم . دده دغه خبري په کنيسة کي خورا اغېزمني تمامي سوې . دغه کس دشراب څيښل او مرداري خوړل جائز وګڼل ، لوقا په خپل انجيل کي خورا زياتي مسائلي درج کړې چي په متي او مرقس انجيل کي نسته او ويونکي يې ددغه مسائلو په وړاندي په زيات شک او ترديد کي واچول.
 لوقا په خپل انجيل کي زيات علمي بحثونه تر شک او ترديد لاندي راوستلي دي او خپل استاذ بولس يې دنصرايت دعقيدې په تحريف سره تورن کړى دئ . دده ددغو کړنو څخه په ښکاره څرګنديږي چي دغه انجيل نه املاءً او نه کتابتاً دعيسى علیه السلام  سره اړه لري.
4. يوحنا انجيل : دغه انجيل دعيسى علیه السلام  واسمان ته تر پورته کېدو ٣٢ کاله وروسته ليکل سوى دئ . کنيسة فکر کوي چي دغه انجيل يوحنا بن زيد ليکلى دئ چي دعيسى علیه السلام  دشاګردانو څخه وو، مګر جمهور نصارا په دې آند دي چي دغه انجيل وعيسى علیه السلام  ته منسوب نه دئ بلکي په دوهمه ميلادي پېړۍ کي په اسکندريه مدرسه کي ليکل سوى دئ. دبرطانيې په دائرة المعارف کي چي په ليکلو کي يې پنځوسوو نصاراني علماوو کار کړى دئ داسي ليکل سوي دي: يوحنا انجيل هيڅکله اصلي کتاب نه دئ بلکي دغه کتاب جعلي جوړ سوى دئ چي ليکوال يې دمتي او يوحنا سره رقابت لرلى دئ او بيايې په خپل دغه جعلي کتاب کي ليکلي دي چي ما دعيسى علیه السلام  سره صحبت کړى دئ او زه دحواريونو څخه يم خو په حقيقت داسي نه ده.
 
په دغه کتاب کي فقط څو داسي جملې سته چي دعيسى علیه السلام  پر الوهيت باندي دلالت کوي.عجيبه خبره داده چي نصارا سره ددې چي پر دې باور دي چي دغه کتاب جعلي دئ او دهغه شريعت سره په ټکر کي دئ کوم چي الله جل جلاله  پر عيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ بيا هم په دغه انجيل عمل کوي او باور پر لري.
شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي: کوم تناقضات ، اختلافات او اضطرابات چي په نني انجيلونو کي سته که يې څوک مطالعه کړي دې نتيجې ته يې رسوي چي بايد پر هغه شيانو بيخي باور نه ولري کوم چي په دغه انجيلونو کي ذکر سوي دي. که څوک په دې اړه تفصيل واره معلومات غواړي نو دنورو زياتو اودقيقو معلوماتو لپاره دي هم دغه کتاب ته مراجعه وکړي.
په پاي کي موږ دې نتيجې ته رسيږو چي کوم انجيلونه چي اوس سته ټول تحريف سوي دي لاسوهنه پکښي سوې ده او دهغه انجيل سره مخالف دي کوم چي الله جل جلاله  پر عيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ. بله خبره داموږ ته څرګنديږي چي دغه انجيلونه صحيح سند نه لري بلکي دټولو سند پرې دئ ، په متن کي يې شک او اضطراب سته ، کوم مسائل چي پکښي دي داطمينان او باور وړ نه دي کوم احکام او اخبار چي پکښي دي پر هغوى باندي اعتماد کفايت نه کوي.
د عيسى علیه السلام  په اړه د نصاراوو  عقيده
دعيسى علیه السلام  په اړه او دده دنبوت په اړه دنصراني خلګو په منځ کي خورا زيات اختلاف شتون لري.
عجيبه خو داده چي اهل کتاب په خپلو منځو کي هم دعيسى علیه السلام  په اړه په يوه خوله نه دي بلکي په خپلو منځو کي تنازع ده او هم دده په اړه شکمن دي ، دافراط او تفريط څخه يې کار اخيستى دئ.
يهوديان عقيده لري چي عيسى علیه السلام  ولد زنا دئ ځکه هر اولاد بايد پلار ولري ، عيسى علیه السلام  پلار نه لري نو حتما عيسى علیه السلام  ولد زنا دئ. 
نصارا عقيده لري چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  زوى دئ ځکه دى دالله جل جلاله  دروح څخه پيدا سوى دئ اودالله جل جلاله   روح دالله جل جلاله  جز وي نو حتما عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  زوى دئ. ښکاره خبره ده چي دغه دواړو ډلو دافراط څخه کار اخيستى دئ ځکه يوه ډله يې ولد زنا بولي او بله ډله يې دالله جل جلاله  زوى بولي . دغه ډواړي ډلي خطاوتلي دي په ګمراهۍ کي اخته دي. حقيقت دادئ چي قرآنکريم په څرګند ډول فرمايلي دي چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  له خوا بني اسرائيلو ته دهدايت او معجزو سره لېږل سوى پيغمبر وو . دده مور يوه پاک لمنې او عفيفه ښځه وه چي خپل ځان يې دهر ډول بدکاريو څخه ژغورلى وو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : 
مَا الْمَسِيحُ بْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (75)  (سورة مائدة الاية ٧٥) 
ژباړه : نه دئ عيسى علیه السلام  دمريمي رضی الله عنها زوى مګر دالله جل جلاله  رسول دئ ترده وړاندي نور رسولان تېر سوي دي او مور يې نېکه رښتينې وه دوى دواړو خوراک کاوه ، وګوره څنګه موږ بيانوو دوى ته نښانې خپلي بيا وګوره دوى څنګه ګرځي.
پورتني آيت کريمه ددغه دواړو ډلو ادعا ردوي چي يوه ډله عيسى علیه السلام  ولد زنا بولي او بله ډله يې دالله جل جلاله  زوى بولي بلکي الله جل جلاله  وفرمايل : چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  رسول وو زوى يې نه وو او مور يې پاک لمني او عفيفه ښځه وه زنا کاره نه وه . تردې وروسته په قرآنکريم کي يو بل لوړ ادب ته پاملرنه وکړى هغه داچي الله جل جلاله  په پورتني آيت کي وفرمايل چي دوى دواړو خوراک کاوه ، څوک چي خوراک کوي هغه محتاج وي ، محتاج کس به څنګه الله يا دالله زوى سي همدا ډول څوک چي خوراک کوي هغه کس دفضله موادو غورځولو ته اړ وي څوک چي دفضله موادو غورځولو ته اړتيا لري هغه کس به څنګه الله يا دالله زوى سي . نعوذبالله من ذالک.
 
قرآنکريم دنصاراوو عقيده موږ ته په تفصيل سره بيان کړې او څرګنده کړې ده  چي دوى درې ډلي دي:
 
1. يوه ډله پردې باور دي چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  زوى وو ځکه عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  دروح څخه پيدا سوى دئ.
2. بله ډله پدې باور ده چي عيسى علیه السلام  خپله خداى دئ چي په يوه مجسم صورت سره ددې لپاره راکښته سوى دئ چي انسانان دګناهونو څخه خلاص کړي.
3. بله ډله دتثليث عقيده لري يعني داچي پلار ، زوى ، روح القدس. او باور لري چي دغه درې اصله يو دي او دغه يو درې دي چي قصص الانبياء يې په لاندي ډول سره تفصيل کړى دئ:
ځيني نصارا عقيده لري چي خداى ددرو اصلو څخه جوړ دئ يعني پلار ، زوى او روح القدس چي داسمان څخه په جلا ، جلا ډول راکښته سوه او دمريم رضی الله عنها په رحم کي يې يو دبله حلول سره وکړ، ودنيا ته په يوه مجسم شکل سره راغلى او عيسى علیه السلام  ورته وويل سو.
دغه عقيده نه عيسى علیه السلام  بيان کړې ده او نه يې ددغه عقيدې تعليم ورکړى دئ بلکي کله چي  مسيحيانو   مسيحت دبت پرستانو په منځ کي خپور کړى هغه بت پرستان چي  دالله جل جلاله  دترکيب او مجسم کېدوعقيده يې لرل بيا دغه بت پرستان په مسيحت کي داخل سوه له همدغه وخت څخه په  مسيحيانو کي دشرک عقيده پيل سوه او دا يې وويل : چي خداى ددرو اصلو څخه ترکيب دئ يعني الله ، پلار دئ دزوى او روح القدس سره يوځاى دمريم په رحم کي سره يوځاى سوه او په يوه مجسم شکل دنيا ته راغلى او دغه درې اصله سره يودي.
ددوى د دغو عقيدو په اړه انسان ته يو فکر پيدا کيږي هغه داچي عيسى علیه السلام  به څنګه خداى سي چي ديوې ښځي دفرج څخه راوتلى دئ ؟ څنګه به خداى سي چي دى خوراک کوي ، څيښاک کوي ، ددرد احساس کوي ، ستړى کيږي ، حمام تللو ته اړتيا لري. تعالي الله عما يقول علوا کبيرا
قرآنکريم دنصاراوو پر دغه ګمراهي ، درواغواو بهتان چي دعيسى علیه السلام  په مورد کي يې لري رد کړى دئ او فرمايي :
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (171) (سورة نساء الاية ١٧١)
ژباړه : اې اهل کتابو! تاسو په خپل دين کي تېرى مه کوئ او پر الله جل جلاله  دحق پرته بل څه مه واياست ، بېشکه عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  رسول او کلمه وه چي دمريم رضی الله عنها په رحم کي يې پيدا کړى او دالله جل جلاله  له لوري څخه روح وو نو تاسو پر الله جل جلاله  او دهغه پر رسولانو باندي ايمان راوړى او تاسو ددرو خدايانو عقيده مه لري ددې کار څخه منعه سئ دا ستاسو لپاره خير دئ ، بېشکه الله جل جلاله  يو دئ ددې څخه پاک دئ چي اولاد دي ولري ، الله جل جلاله  دهغه شيانو دئ چي په اسمانو او مځکه کي دي او الله جل جلاله  کافي دئ ازروي وکيل .
الله جل جلاله  په سورة مائده کي په څرګند ډول ددوى دغه عقيدې په اړه ددوى کفر ښودلى دئ او فرمايي:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ بْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ (72) لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (73) أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (74) مَا الْمَسِيحُ بْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (75)   (سورة مائدة الايات ٧٢ الي  ٧٥)
ژباړه :بېشکه هغه کسانو کفر کړى دئ چي وايي : بېشکه الله مسيح دمريم زوى دئ او مسيح علیه السلام  وويل : اې بني اسرائيلو! دالله جل جلاله  عبادت وکړى چي رب زما او ستاسو دئ بېشکه څوک چي دالله جل جلاله  سره شريک ونيسي نو بېشکه الله جل جلاله  پر هغه کس باندي جنت حرام کړى دئ او ځاى به يې دوزخ وي او ظالمانو ته مرسته کونکى نسته . بېشکه هغه کسانو کفر کړى دئ چي الله جل جلاله  دريم ددرو بولي او نسته خداى مګر يو الله جل جلاله  دئ که دوى ددې کار څخه منعه نسي نو مسه به کړي سخت دردونکى عذاب هغه کسان چي کفر يې کړى دئ. نو ايا دوى والله جل جلاله  ته توبه نه باسي او دالله جل جلاله  څخه مغفرت نه غواړي؟ او الله جل جلاله  زيات بخښونکى او زيات مهربان دئ  نه دئ عيسى علیه السلام  دمريمي رضی الله عنها زوى مګر دالله جل جلاله  رسول دئ ترده وړاندي نور رسولان تېر سوي دي او مور يې نېکه رښتينې وه دوى دواړو خوراک کاوه ، وګوره څنګه موږ بيانوو دوى ته نښانې خپلي بيا وګوره دوى څنګه ګرځي.
که يهوديان ا ونصرانيان په دې کي تعجب کوي چي عيسى علیه السلام  پلار نه درلودئ نو څنګه پيدا سو نو تردې داخبره عجيبه نه ده؟ چي آدم علیه السلام  الله جل جلاله  دپلار او مور پرته دنيا ته راوستى او پيدا يې کړ، الله جل جلاله  آدم علیه السلام  دخاورو څخه پيدا کړ او وې فرمايل : کن فيکون ــ يعني سه ، موجود سه دستي موجود سو. هغه  ذات چي آدم علیه السلام  يې بېله مور او پلار پيدا کړ او هغه ذات چي عيسى علیه السلام  يې بېله پلاره پيدا کړ، هغه پر ټولو هغه شيانو باندي قادر دئ چي په اسمانو او مځکه کي دي هيڅ شى يې ددغه شيانو څخه دتوانه وتلى نه دئ . الله جل جلاله  ددغه مطلب دلاروښانتيا په موخه فرمايي :
إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (59) الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْمُمْتَرِينَ (60)  (سورة آل عمران الايتان ٥٩ ، ٦٠)
ژباړه :بېشکه دعيسى علیه السلام  مثال دالله جل جلاله  په نزد لکه آدم علیه السلام  چي يې دخاورو څخه پيدا کړ، بيا يې ورته وفرمايل : موجود ، دستي په دستي موجود سو. حق ستا درب دلوري څخه دئ نو ته دشک کونکو څخه مه جوړېږه.
د عيسى علیه السلام  معجزې
دعيسى علیه السلام  معجزې زياتي وې ، ځيني يې په قرآنکريم کي ذکر سوي دي . دعيسى علیه السلام  معجزې هم دنورو انبياؤ په څېر دده پر خدايۍ باندي دلالت نه کاوه بلکي يوازي ددې لپاره وي چي دده دنبوت صدق او ثبوت په وسي .
دعيسى علیه السلام  معجزې دلاندنيو شيانو څخه عبارت دي:
1. دناروغانو شفا .
2. دړندو بينا کول.
3. دمړو ژوندي کول.
4. دناليدلو شيانو خبر ورکول.
5. په زانګو کي خبري  کول او داسي نور.
الله جل جلاله  په دغه اړه فرمايي :
 إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنْفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَى بِإِذْنِي …( سورة مائدة الاية ١١٠)
ژباړه : ياد کړه هغه وخت چي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  ته وويل : ياد کړه هغه نعمت چي ما پرتاباندي کړى دئ او ستا پر مور مي کړى دئ کله چي مو ستا تائيد په پروح القدس سره وکړى تا خبري په ځانګو او زوړوالي کي کولې ، کله چي مي تاته کتاب او پوهه وښودل ، تورات او انجيل مي درته وښودل . ياد کړه هغه وخت چي تا به دخاورو څخه مرغان جوړول بيا به دي پکښي پوهکل هغه به زما په امر ژوندى مرغه سو. تا به زما په اراده سره دفس مرض جوړاوه ، مورزاده ړانډه به دي بينا کول . او ياد کړه هغه وخت چي تا به زما په امر او اراده سره مړي ژوندي کول.
 
نژدې ده چي عيسى علیه السلام  به راکښته سي
 تراوسه پوري هم دعيسى علیه السلام  دنده سرته نه ده رسېدلې بلکي په آخره زمانه کي به حضرت عيسى علیه السلام  مځکي ته راکښته کيږي او دالهي دعوت اتمام او اکمال به کوي  لکه په حديث شريف کي چي راځي: دحضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دى ده مبارک ويلي دي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما وجود دده په قدرت کې دي نژدې ده چي پرتاسو باندي به عيسى علیه السلام  راکښته سي دعدل پرېکړي (فيصلي ) به وکړي بيا به صليب مات کړي يعني اهل کتاب به اسلام ته راوبولي خنزېربه ووژني ( يعني دخنزېرغوښي به حرامي وښيي ) ججه به ( داهل کتابو) څخه پورته کړي اومال به راتوي کړي ( يعني مال اوشتمني به ډېره سي ) ترداسي بريده چې هيڅوک به دچاڅخه مال نه قبلوي آن تردې چي پدغه وخت کي به يوه سجده تر دنيا اوترهغه څه چي په دنيا کي دي غوره وي بيا ابوهريرة رضی الله عنه وفرمايل : که موخوښه وي داآيات ولولي ( چي الله جل جلاله فرمائي : ) بېشکه نه به وي يوداهلي کتابو څخه مګرترمرګ وړاندي به ايمان راوړي  . (وعن ابي هريرة رضی الله عنه  قال : قال : رسول الله صلی الله علیه وسلم  والذي نفسي بيده ليوشکن ان ينزل فيکم ابن مريم حکما عدلافيکسر الصليب ويقتل الخنزېرويضع الجزية ويفيض المال حتي لايقبل احد حتي تکون السجدة واحدة خيرا من الدنيا ومافيها ثم يقول ابوهريرة رضی الله عنه  فاقرؤا ان شئتم من اهل الکتاب الاليؤمنن به قبل موته الاية  متفق عليه .كذا في المشكوة جلد(۲) صفحه (۵۰۱) )
صلوت ربي وسلامه عليه وعلي نبينا وعلي سائر الانبياء والمرسل
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه!

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه: یو ځل حضرت علي(رض)وویل: څومره چې زه خبر …