مخپاڼه / بیلا بیل / د اعتکاف فضائل او مسائل

د اعتکاف فضائل او مسائل

ليکوال :  نجم الرحمن (فضلي)

د اعتکاف لغوي او اصطلاحي معنی

پوښتنه : د اعتکاف لغوي او اصطلاحي معناوې څه دي؟.

ځواب : د اعتکاف لغوي معنی په کوم ځای کې د کيناستلو ده، د قرآن او سنت په اصطلاح کې له يو شمير ځانګړيو شرايطو سره په جومات کې د کيناستو او هلته د قيام کولو نام اعتکاف دی، د لفظ )فِی الْمَسَاجِدِ(  له عموم څخه ثابته شوې چې اعتکاف په هر جومات کې کيدلای شي، کومو فقهاؤ چې دا شرط بيان کړی چې اعتکاف په هغو جوماتونو کې کيدلای شي چيرته چې په جماعت سره لمونځ کيږي، په غير آباد جوماتونو کې په کومو کې چې په جماعت سره لمونځ نه کيږي په هغو کې اعتکاف صحي نه ده، دا شرط په حقيقت کې د جومات له مفهوم څخه مستفاد دی، ځکه چې د جومات جوړولو اصلي مقصد د جماعت لمونځ دی، که نه نو تنها لمونځ خو په هر ځای دکان، کور وغيره کې هم کيدلای شي.

مسئله : د روژې په شپه کې خوراک کول، څښاک کول،له کورودانې سره مباشرت کول ټول بيان کړی شول، په اعتکاف کې د خوراک څښاک هغه حکم دی کوم چې د ټولو لپاره دی، خو له ښځو سره د مباشرت په معامله کې جلا دی، هغه دا چې اعتکاف کوونکي ته په شپه کې هم مباشرت ندی روا.

مسئله : د اعتکاف دويمه مسئله دا ده چې له هغه سره روژه شرط ده، او دا چې په اعتکاف کې له جومات څخه وتل پرته له طبعي يا شرعي حاجت څخه روا نه دي، يو شمير داسې مسايل د اعتکاف له لفظ څخه مستفاد دي او يو شمير نور د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قول او فعل څخه ثابت دي ([1]).

اعتکاف پيژندنه

پوښتنه : اعتکاف څه ته وايي؟

ځواب : اعتکاف ديته ويل کيږي چې يو سړی د خدای تعالی په کور يعنې په جومات کې د عبادت کولو په نيت اوسيږي، په داسې جومات کې چې په جماعت سره لمونځ پکې کيږي ([2]).

د اعتکاف پيل

له حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها څخه روايت دی فرمايي : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف کولو ته اراده وکړه نو د سهار لمونځ به يې وکړ او له دې وروسته به د اعتکاف ځای ته ور داخل شو ([3]).

د همدغه حديث په ظاهر امام اوزاعي رحمه الله او ثوري رحمه الله په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف پيل د رمضان المبارک د يوويشتمې نيټې سهار مهال پکار دی، د حضرت ليث رحمه الله يو روايت هم د دې مطابق دی، او د آئمه اربعه ؤ مسلک دا ده چې معتکف ته د رمضان المبارک د شلمې نيټې د لمر له لويدو دمخه جومات ته داخليدل پکار دي.

تر کومه ځايه چې د حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها د حديث تعلق دی نو دوی په هغه کې دا تاويل کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف له نيت سره د رمضان المبارک په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه مسجد ته تشريف راوړی وو، ټوله شپه په جومات (مسجد) کې اوسيده، له دې وروسته کله يې چې د سهار لمونځ وکړ نو د خلکو له هجوم څخه جلا شو، د خلوت او آرام لپاره په معتکف کې کيناست، لهذا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف پيل د ماښام په وخت کې شوی وو او په معتکف کې سهار مهال داخل شوی وو.

د جمهورو له لوري دا هم ويل شوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم معمول دا وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په اخيرنی عشره کې اعتکاف کاوه، صحابه کرامو رضی الله عنهم ته به يې هم د اعتکاف کولو ترغيب ورکاوه، او له عشرې څخه اخيرنی لس ورځې مراد دي، لهذا د يوويشتمې نيټې اعتکاف هم پکې شامل دی، که نه نو د لسو شمير نه پوره کيږي.

همدارنګه د اعتکاف له مهمو مقاصدو څخه د ليلة القدر لټون هم دی، او ليلة القدر کله په يوويشتمه نيټه وي، نو ځکه د اعتکاف پيل له يوويشتمې نيټې څخه پکار دی، تر څو همدغه مقصد فوت نکړی شي ([4]).

د اعتکاف ثواب

که چيرته خالص د الله تعالی جل جلاله لپاره اعتکاف وکړی شي نو دا ډير لوړ او عظيم الشان عبادت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف کولو ډير اهتمام کړی، امام زهري رحمه الله فرمايلي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ډير کارونه کله کړي او کله يې پريښي، خو کله يې چې مدينې منورې ته تشريف راووړ تر اخيره پوره يې کله هم د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف نه دی پرې ايښی، اما د حيرانتيا خبره دا ده چې خلک د دې په پوره توګه پابندي نه کوي.

د اعتکاف کونکو متعلق د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی :

اعتکاف کونکی له ګناهونو څخه پاکيږي او هغه ته پرته له کولو دومره نيکی ليکل کيږي لکه څومره چې د نيکيو کونکي ته ليکل کيږي (رواه ابن ماجه عن ابن عباس رضی الله عنهما).

کم له کمه د همدغه ثواب ترلاسه کولو لپاره يوه آسانه طريقه دا ده چې هر کله يو څوک جومات ته د پنځه وخته لمانځه لپاره داخليږي نو د اعتکاف نيت دې وکړي، تر څو پورې چې په جومات کې وي، او که چيرته بيخي چوپ هم کيني نو د اعتکاف اجر ورکول کيږي، او که چيرته د قرآنکريم تلاوت يا تسبيحات وغيره لولي نو د هغو ثواب جلا ورکول کيږي ([5]).

آيا د اعتکاف لپاره د جمعې شرايط ضروري دي

پوښتنه : په کوم کلي کې چې د جمعې شرايط نه وي هلته په اخيرنی عشره کې اعتکاف سنت مؤکده علی الکفايه دی او که نه؟ که چيرته سنت مؤکده وي نو په کوم کلي کې چې د جمعې لمونځ کيږي هلته د جمعې لمانځه ته تللای شي او که نه؟ او د تلو په حالت کې يې اعتکاف فاسديږي او که نه؟.

ځواب : د اعتکاف لپاره د جمعې د شرايطو پيدا کول ضروري نه دي، بلکې په هر ځای کې که ښار وي او که کلی سنت علی الکفايه دی، البته جومات (مسجد) داسې پکار دی په کوم کې چې په جماعت سره لمونځ کيږي، د کلي په خلکو نه جمعه فرض ده نه سنت مؤکده ده، لهذا اعتکاف کوونکي ته د جمعې لپاره ښار ته تګ روا نه ده، او که چيرته ولاړ شي نو اعتکاف يې فاسديږي ([6]).

د اعتکاف مختلف مسايل

پوښتنه : اعتکاف ولې کيږي؟ او طريقه يې څه ده؟.

ځواب : د رمضان المبارک په اخيرنيو لسو ورځو کې اعتکاف کول ډير لوی عبادت دی، ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د هر رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کاوه ([7])، له همدې امله هر مسلمان ته د همدغو سنتو له برکتونو څخه ګټه پورته کول پکار دي، جومات د الله تعالی جل جلاله کور دی، او د کريم دروازه باندې سوال کونکی کيناستل لوی سعادت (نيک بختي) ده، دلته د اعتکاف يو شمير مسايل ليکل کيږي :

(۱) د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کول سنت کفايه ده، که چيرته د محلې او کلي څه خلک همدغه سنت اداء کړي نو د جومات حق کوم چې په همدغه محله او کلي باندې لازم ده اداء کيږي، او که چيرته جومات خالي پاتې شي او هيڅوک هم اعتکاف پکې ونکړي نو د محلې او کلي ټول خلک د عتاب لايق کيږي او د جومات له اعتکاف څخه د پاتې کيدو وبال په ټوله محله او کلي باندې ور لويږي ([8]).

(۲) په کوم جومات کې چې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کيږي، په هغه کې د اعتکاف لپاره کيناستل پکار دي، او که چيرته جومات داسې وي چې په جماعت سره لمونځ نه پکې کيږي نو په هغه کې په جماعت سره د لمانځه کولو انتظام د محلې او کلي په خلکو لازمي ده ([9]).

(۳) ښځه دې په خپل کور کې د لمانځه لپاره يو ځای وټاکي او هلته دې اعتکاف وکړي، په دې سره هغې ته په جومات کې په اعتکاف کې د کيناستو ثواب ورکول کيږي ([10]).

(۴) په اعتکاف کې د قرآنکريم تلاوت کول، درود شريف ويل، ذکر او تسبيح، د ديني علم زده کړه او ورښودنه، د انبياء کرامو عليهم السلام، صحابه کرامو رضی الله عنهم او د بزرګانو د حالاتو لوستل دې خپل معمول جوړ کړی شي، له بې ضرورته خبرو څخه پرهيز کول پکار دي ([11]).

(۵) په اعتکاف کې له ضرورت پرته د اعتکاف له ځای څخه وتل ناروا دي، که نه نو اعتکاف باقي نه پاتې کيږي، په ياد لری چې د اعتکاف له ځای څخه مراد ټول هغه جومات مراد دی په کوم کې چې اعتکاف کيږي، خاص هغه ځای مراد نه ده کوم چې په جومات کې د اعتکاف لپاره ځانګړی شوی وي ([12]).

(۶) د متيازو، بولو او د جنابت غسل لپاره د باندې وتل روا دي، همدارنګه که چيرته له کور څخه د ډوډۍ راوړو لپاره څوک نه وي نو د خوراک څښاک لپاره کور ته تلل هم روا دي ([13]).

(۷) په کوم جومات کې چې معتکف دی که چيرته هلته د جمعې لمونځ نه کيده نو د جمعې لمانځه لپاره جامع جومات ته تګ هم صحي دی، خو په داسې وخت کې به ځي چې تحية المسجد او سنت وکړی شي، او د جمعې لمانځه څخه له فارغيدو وروسته سمدستي به د خپل اعتکاف جومات ته واپس بيرته راځي ([14]).

(۸) که چيرته په هيره د خپل اعتکاف له جومات څخه ووځي اعتکاف يې ماتيږي ([15]).

(۹) په اعتکاف کې له ضرورت پرته په دنيوي خبرو کې مشغوليدل مکروه تحريمي دي، لکه بې ضرورته اخيستل او خرڅول، هو ! که يو غريب سړی چې په کور کې يې د خوراک لپاره څه نه وي، هغه په اعتکاف کې اخيستل او خرڅول کولای شي، خو د اخيستلو او خرڅولو سامان راوړل جومات ته روا نه دي ([16]).

(۱۰) د اعتکاف په حالت کې بيخي چوپ ناستی صحي نه ده، هو ! که چيرته د ذکر او تلاوت کولو لپاره خاموش شي نو د آرام په نيت چوپ ناستی صحي دی ([17]).

يو شمير خلک د اعتکاف په حالت کې بيخي خبرې نکوي، بلکې يوازې خوله او سر خوځوي، او همدغه چوپوالي ته عبادت وايي، داسې کول غلط دي، د ښو خبرو اجازه شته، هو ! بدې خبرې بايد له ژبې ونه ايستل شي، همدارنګه بې ګټې او بې ضرورته خبرې ونکړي، بلکې په ذکر، تلاوت، عبادت او تسبيح کې خپل وخت تير کړي، لنډه دا چې محض چوپوالی کوم عبادت نه دی.

(۱۱) د رمضان المبارک لس ورځې د اعتکاف پوره کولو لپاره ضروري دي، په دې ډول چې په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه جومات ته د اعتکاف په نيت داخل شي، ځکه چې د شلمې نيټې د لمر په لويدو سره اخيرنی عشره شروع کيږي، پس که چيرته د لمر له لويدو څو دقيقې هم د اعتکاف له نيت پرته تيرې شوې نو مسنون اعتکاف نه کيږي ([18]).

(۱۲) د اعتکاف لپاره روژه شرط دی، پس که چيرته خدای مکړه د يو چا روژه ماته شي نو مسنون اعتکاف هم ورسره ځي ([19]).

(۱۳) معتکف ته د کوم ناروغ پوښتنې په نيت له جومات څخه د باندې وتل صحي نه دي، او که چيرته د خپل طبعي ضرورت لپاره د باندې وتلی وو، او په تلو تلو کې يې د ناروغ پوښتنه هم وکړه صحي ده، خو هلته پاتې کيدل نشته ([20]).

(۱۴) دا چې د رمضان المبارک د اخيرنی عشرې اعتکاف سنت دی، مستحبه دا ده چې کله هم سړی جومات ته ځي نو د څومره وخت لپاره چې په جومات کې وي د اعتکاف نيت دې وکړي ([21]).

د ښځې اعتکاف په کور کې نفلي ده که سنت

پوښتنه : په کور کې د ښځې اعتکاف نفلي ده که سنت؟.

ځواب : ښځه نفلي اعتکاف هم کولای شي او سنت هم ([22]).

د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط ده او که نه

حضرت ابن عمر رضی الله عنه فرمايي چې حضرت عمر رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ : ما په جاهليت کې دا نذر منلی وو چې يوه شپه به په مسجد حرام کې اعتکاف کووم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : خپل نذر پوره کړه ([23]).

د ابن عمر رضی الله عنه په ذکور شوي حديث کې چې د کوم اعتکاف الليل ذکر راغلی په دې سره علامه طيبي رحمه الله په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط نه ده، چنانچه د امام شافعي رحمه الله همدا مسلک دی ([24]) همدارنګه د امام احمد رحمه الله مشهور روايت هم د همدې مطابق دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د اعتکاف لپاره روژه شرط ده، د امام احمد رحمه الله دويم روايت د همدې مطابق دی ([25]) د دوی استدلال د حضرت عائشة رضی الله عنها په دې حديث سره دی چې )ولا اعتکاف الا بصوم(.

د حنفيانو له لوري د ابن عمر رضی الله عنه په حديث کې دا ويل شوي چې د حضرت عمر رضی الله عنه د اعتکاف په سلسله کې له دې پرته چې کوم روايتونه منقول شوي په هغو کې له اعتکاف سره د روژو ذکر هم شته، لکه په ابو داؤد شريف کې يو روايت دی )عن ابن عمر رضی الله عنه ان عمر رضی الله عنه جعل عليه أن يعتکف فی الجاهلية ليلة أو يوماً عند الکعبة، فسأل النبی صلی الله عليه وسلم فقال : اعتکف وصم( ([26]).

د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په روايت کې چې کوم اعتکاف الليل ذکر شوی له هغه څخه مراد په ورځ او شپه کې يوازې د شپې اعتکاف نه دی مراد، په دې باندې دليل د امام مسلم روايت دی ([27]) په کوم کې چې د ليلة پر ځای يوما ذکر شوي، همدارنګه د ابو داؤد شريف په روايت کې کوم چې ذکر کړی شو په هغه کې يوم او ليل دواړه ذکر دي، له همدې امله ويل شوي په کومو روايتونو کې چې يوازې ليلة ذکر شوې له هغه څخه )ليلة مع يومها( مراد ده، او په کومو کې چې يوازې يوم ذکر شوی نو له هغه څخه )يوم مع ليلة( مراد ده، په همدې سره په روايتونو کې تطبيق هم راتلای شي ([28]).

يا داسې ويل کيدلای شي چې دا د جاهليت د نذر له امله د ايفاء نذر حکم د استحباب په ډول وو د وجوب په ډول نه وو، او د نفلي اعتکاف لپاره زمونږ په نزد هم راجحه دا ده چې د هغه لپاره روژه شرط نه ده ([29]). نور بیا….

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …