مخپاڼه / بیلا بیل / پنځه نبوي وصیتونه!

پنځه نبوي وصیتونه!

څلورویشتم درس:
 پنځه نبوي وصیتونه!
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابانو ته وفرمایل: یو څوک سته چي پنځه عادتونه راڅخه زده کړي بیا یې عملي کړي؟ او یا يې هغه چاته وښيي چي هغه عمل ورباندي وکړي؟
ابوهریرة رض فرمايي: ما ورته وویل: زه یم یا رسول الله!
رسول الله صلی الله علیه وسلم زه تر لاس ونیولم دغه شیان یې راحساب کړم بیا یې راته وویل:
۱: دحرامو ځان وساته تر ټولو به ښه عبادت کونکی یې.
۲:دالله جل جلاله په تقسیم راضي سه تر ټولو به شتمن سې.
۳: دخپل همسایه سره احسان کوه ښه مؤمن به سې.
۴: خلکو ته هغه څه خوښوه چي دځان لپاره یې خوښوې ښه مسلمان به سې.
۵: ډېره خندا مه کوه، ډېره خندا زړه وژنی.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ:
عن أبي هريرة، قال: قال رسول الله – صلي الله عليه وسلم -: “من يأخذ من أمتي خمس خصال فيعمل بهن، أويعلمهن من يعمل بهن”؟ قال: قلت: أنا يا رسول الله، قال: “فأخذ بيدي فعدهن فيها”، ثم قال: “اتق المحارم تكن أعبد الناس، وارض بما قسم الله لك تكن أغنى الناس، وأحسن إلى جارك تكن مؤمناً، وأحب للناس ما تحب لنفسك تكن مسلماً، ولا تكثر الضحك، فإن كثرة الضحك تميت القلب”.
مسند احمد، رقم:۸۰۸۱

پنځه نبوي وصیتونه!

دغه هم وګوری

د علم فضیلت

د علم فضیلت

د علم فضیلت امام مالک بن انس رحمه الله ته ځیني زاهدانو په پوره ټینګار …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *