مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اهل قبله څوک دي؟

اهل قبله څوک دي؟

اهل قبله څوک دي؟

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

ملا علي قاري ؒ په ”شرح فقه اکبر” صفحه: ۱۸۵ کي فرمایي:

”په یاد ولره!

اهل قبله هغه کسان دي کوم چي د دین د ضروریاتو او مهماتو مثلاً: حدوث عالَم، حشر جسماني، پر هر کُلي و جُزي باندي د الهي علم محیط والی، او د همدې ډول مهم او بنیادي مسایلو کي د اهل حق سره متفق وي، لکه څنګه چي کوم شخص ټول عمر د شرعي احکامو او عباداتو پابندي کوي، خو عالَم قدیم بولي، یا د جسماني حشر څخه انکار کوي، یا الله تعالی د جزیاتو عالم نه مني، هغه په هیڅ ډول د اهل قبله وو څخه نه دی (هغه خو بې له اختلافه د ټولو په نزد کافر دی) همدا ډول د اهل سنت علماوو په نزد کوم اهل قبله ته د کافر نه ویلو مطلب دا دی چي کوم اهل قبله ته تر هغه وخته کافر نه ویل کیږي تر څو چي د هغه څخه کومه علامه یعني کوم کفري لفظ او کار ونه شي، او کوم داسي امر واقع نه شي چي د کفر موجب وي (ګویا د کوم مسلمان څخه که هر کوم کفري قول یا فعل واقع شي، یا په هغه کي کوم علامه د کفر ولیدل شي نو هغه د اهل قبله څخه خارج او کافر کیږي، که څه هم هغه ځانته مسلمان وایي او د مسلمانانو په څېر عبادات او د شریعت د احکامو پابند هم وي)”.

دغه هم وګوری

ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي

ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي

ددوزخ پر ستنو باندي به تړل کيږي الله(ج) فرمايي: نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ (۶) الَّتِي تَطَّلِعُ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *