مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ترټولو مهربانه انسان!

ترټولو مهربانه انسان!

ترټولو مهربانه انسان

لیکنه: حامد افغان

یو ځوان وايي: پلار سره مې مخالفت رامنځته شو، تر دې چې غږونه مو سره لوړ شول، زما لاس کې پاڼې وې، هغه مې په قوت سره په مېز وویشتلې او ووتلم، کله چې خپل ځای کې څملستم سخت خپه شوم او له خپګانه د خلاصون لپاره مې خوب ته پناه يووړه.

سبا پوهنتون ته ولاړم، طبیعت مې له حده زيات خراب و، موبايل مې راوایست، پلار ته مې د هغه د خوشاله کولو په نیت لیک ولیکه، هغه ته مې ولیکل: اوریدلي مې دي چې د انسان د پښې لاندنۍ برخه له پاسنۍ هغې نه پسته وي، اجازه راکوې چې پخپلو شونډو سره ستاسو په پښه باندې معلومه کړم چې دا خبره رښتیا ده که دروغ؟!

کور ته ورسیدم، دروازه مې خلاصه کړه، دهلېز کې مې پلار زما په انتظار ناست و او په اننګو یې اوښکي بهېدلې، راته کړه یې: زما د پښو ښکلولو اجازه نه درکوم، کومه خبره چې تاسو یاده کړې وه هغه صحي ده، ما پخپله معلومه کړې ده، کله چې ته ماشوم وې ستا د پښو لاندې او باندې دواړه برخي به مې ښکلولې. د پلار په دې خبره زما له سترګو هم اوښکي رواني شوې ..

دا تر ټولو مهربانه انسان (پلار) به یو وخت کوچ درنه کوي، مخکې له کوچ کولو هغوی ته ورنږدې شئ، زړونه یې وساتئ، خوشاله یې ولرئ او که تللي وي د رحم او مغفرت دعا ورته وکړئ.

 

دغه هم وګوری

دوهمه لویه ګناه

دوهمه لويه ګناه

په ناحقه دمؤمن  وژل دمؤمن مسلمان په ناحقه اودشرعى اجازى پرته وژل لويه ګناه ده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *