مخپاڼه / بیلا بیل / د علم فضیلت

د علم فضیلت

د علم فضیلت

امام مالک بن انس رحمه الله ته ځیني زاهدانو په پوره ټینګار ولیکل چې باید د عبادت له پاره له خلکو ګوښه شي، هغه په ځواب کې ورته ولیکل: لکه څنګه چې الله روزي ويشلې ده همداسې یې عملونه هم ويشلي دي، ځیني خلک لمانځه کې ډېر تکړه وي نورو کې هغومره نه وي، ځیني په خيراتونو او صدقو کې تکړه وي نورو عملونو کې هغومره نه وي، ځیني جهاد کې لاسبري وي، ځیني د علم په خپرولو کې او .. ما د ځان له پاره د علم خپرول غوره کړي دي او په دې راضي یم. او دا تر ټولو ښو عملونو غوره بولم، او تاسو چې په څه بوخت يئ له هغه هیڅکله کم نه دی، او امید لرم چې موږ او تاسو ټول د خیر او نیکي په لاره روان یو. سیر الأعلام النبلاء، التمهيد لابن عبد البر
بناءً د دین او خیر د مختلفو لارو فعالان باید د یوه بل بوختیا ته درنښت او احترام ولري.

لیکنه: حامد افغان

دغه هم وګوری

پیاز

پياز – د غذا اړين غړی

پياز ډير زيات ويتامين سي، کلسيم، مګنيزم،فسفرس،پتاسيم،سوډيم،ګوګړ، اسيد فوليک، لږ اوسپنه او مس لري په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *