مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د امام بخاري علمي بوختیا!

د امام بخاري علمي بوختیا!

د امام بخاري علمي بوختیا!

ليکنه: حامد افغان
په حدیثو کې د ټول امت امیر او سرخیل (امیر المؤمنین في الحديث) لقب په اتفاق سره امام البخاري رحمه الله ته ورکړل شوی دی، ته وا نو دا لقب اسانه ترلاسه شوی؟! نه نه، وروره، د حدیثو ترلاسه کولو سپېڅلې لاره کې دې نابغه امام بیخي حیرانوونکې ستومانۍ ګاللې دي، اسلامي نړۍ کې هغه د هر عالم دروازه ټکولې ده، تاریخ لیکي ده تر زرو 1000 پوري د حديثو استادان لرل!

د هغه د زیاتو سفرونو په اړه دومره هم ویل شوي دي چې که ټول راجمعه شي نو د ټولې ځمکې له محیط نه به دوه ځله زیات شي!
دا د علم مین امام شپه ورځ د علم په ترلاسه کولو بوخت و، امام الذهبي رحمه الله لیکي د شپې به یې چې کومه نوې علمي خبره ماغزو کې پیدا شوه راپورته به شو څراغ به یې ولګاوه او هغه به یې ولیکله، داسې هم پېښه شوې ده چې یوه شپه کې یې شل 20 ځله دا کار تکرار کړی دی!

د علم په لاره کې د امت د دې لویانو هڅې ګام په ګام زموږ لپاره د لاري بل او ځلانده مشالونه دي، په دې شرط چې موږ مینه او همت ولرو. الله دې امام بخاري رحمه الله ته د دې مبارکو هڅو په بدل پراخه جنتونه ورنصیب کړي.

دغه هم وګوری

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه!

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه: یو ځل حضرت علي(رض)وویل: څومره چې زه خبر …