مخپاڼه / ځانګړي مطالب / نوروز لمانځل

نوروز لمانځل

نوروز لمانځل

دنوروز تعريف :

نوروز فارسي كلمة ده دنوى ورځي په معنى ده ځكه الطحاوي على المراقي الفلاح ليكي:

قوله ( أصله نوروز ) ومعناه اليوم الجديد فنو بمعنى الجديد وروز بمعنى اليوم.(ج:۱،ص: ۴۲۶،ط: الشاملة)

ژباړه: دنوروز اصل نيروز دئ دنوي ورځ په معنا دئ يعني داچي نو دنوي په معنا دئ او روز دورځي په معنا دئ.

دځينو مؤرخينو له آنده نوموړې كلمه دنوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو دوخت په تېرېدو سره په نوروز باندي بدل سو .

نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي دهغه آتشكدې نوم و چي دزردشت اوذوالقرنين تر مړيني وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا دمجوسيانو لخوا دهغه ورځي لپار نوم كښېښودل سو ،چي دوى به ددغه آتشكدې دپيل دورځي ددرنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې ورته وايه ياپه بل عبارت دوى ودغه ورځي ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل يې ،چي داور دعبادت لومړۍ ورځ وه ، ددوى دغه لمانځني  اوخوشالۍ به نهه ورځي وي اودوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل ،چي دزردشت اوذوالقرنين په دين كي پردوى باندي حرام سوي وه .

دنوروز تاريخ :

دنوروز دتاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : نوروز داور عبادت كونكو اومجوسيان (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى ،چي هركال به په آذربايجان ، ايران اوبلخ كي به داور دعبادت كونكو لخوا لمانځل كېدئ . (الملل والنحل ،ج: ۱، ص: ۲۳۸)

يادونه : داور دعبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نومېدئ ،چي په ايران كي دنيشاپور دحواق دسيمى و . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي ،چي اورپرستانو به دغه ورځ د څه وجي څخه لمانځل ځيني پدې آند دي ،چي اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه ،چي دغه ورځ دزردشت دزېږد ورځ ده اودوى به هم دده دزېږد ورځ لمانځل لكه نصرانيان ،چي هركال دعيسىٰ (رض)  دزېږد ورځ دډسمبر دمياشتى پر پنځويشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي چي داورعبادت كونكو په دغه ورځ داور عبادت پيل كړي دئ په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي ،چي پدغه ورځ داور عبادت كونكو دلومړى ځل لپاره دنوبهار په آتشكده كي اور بل كړ، اوسجدې كول يې ورته پيل كړه نو داچي ددوى دلويي آتشكدې دعبادت دپيل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه ورځ اختر جوړول پيل كړ.

لنډه داچي دنوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د(۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري دمجوسيانو عبادت ځاى و. خو دوخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترميلاد وړاندي دهندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندي يرغل وكړى اوترخپل ګورت لاندي يې راوستى دنوبهار آتشكده يې بنده كړه اومتوليان يې ووژل . بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول ،چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري ،چي د (۳۲هـ)سره سمون خوري همداسي دبودايانو عبادت ځاى و. (الملل والنحل ،ج: ۱، ص : ۲۳۸)

كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيان دپاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي دغه ورځ لمانځل اوداختر خوشالي به يې كول .

كله چي په (۳۲ هـ ) كال كي په بلخ كي داسلام سپېڅلى دين وځلېدئ يعني دحضرت عثمان (رض)  په خلافت كي داحنف بن قيس تميمى (رض)  په لاس باندي بلخ فتحه سو اوداسلام پياوړى مركز يې ځني جوړ كړ، نوموړې بت خانه يې خپله په هغه مسلمان سوو بودايان ماته كړه چي نوي داسلام دمبين دين په خوند پوه سوى وه داسلام ددغه ځلا سره په حق پوهېدونكي افغاني ملت وټولو دينونو ته په رښتياني ډول  شاوروګرځول اوداسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه دنوروز ټولى لمانځنى يې ترشاكړې بلكي كومي ورځي چي اسلام سپېڅلى ورته ښودلي وي هم هغه يې لمانځلې آن تردې ،چي د (۳۲هـ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پوري په ټول افغانستان كي دنوروز ورځ نه چاپېژندل اونه يې لمانځل.

كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسېدئ يوخو يې دحسن حسين دمياشتى لسمه يعني دحسنينو دشهادت په ورځ دتورو كالو اغوستل ، دبازار بندېدل اودمارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي ليكى چي ديلمي وخطيبانو ته امر وكړ،چي پر معاويةS ، ابوبكر(رض)  عمر(رض)  اوعثمان(رض)  باندي په خطبة كي لعنت ووايي (العياذبالله) اوبل يې داكار وكړ،چي يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار كي دحضرت علي(رض)  دمزار په نامه اويوه ودانۍ يې په بلخ كي دده مبارك دزيارت په نامه جوړه كړه خو داتشه موهومي ودانۍ ده يعني داچي نه دلته دعلي(رض)  مزار سته او نه بل چا مړى دلته دفن دا يوازي قبر ته ورته خالي قبر ودان دئ نور هيڅ دلته نسته همدا ډول نوموړى متعصب واكمن يو بل كار دا وكړ، چي دنوبهارورځ يې په نوروز بدله كړه اوددغه ورځي لمانځل يې بيا راژوندي كړل ، په زيارت كي يې دجنډۍ پورته كېدل دود كړل اوداخبره يې مشهوره كړل ،چي كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كي ګډون وكړي بنا به سي بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكمتونو كي پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چي دافغانستان دملى ورځو څخه وګرځول سوه ، يوازي دطالبانو دواكمنۍ پرمهال پردې ورځ بانديز ولګېدئ او منعه اعلان سوه كله چي دطالبانو حكومت سقوط وكړ، دنوي ادارې په رامنځته كېدو سره دنوروز ورځ بيا خورا عامه سوه.

ايا نوروز يو دئ كه څو داني دي؟

دنوروز تاريخ چي تر يوبريده وڅېړل سو داسي ځني بريښي چي مجوسيانو او يا نورو كافرانو چي كوم نوروز لمانځى اصلا هغو جلا ورځي درلودې يعني داچي دنوروز نوم يوازي په دې ورځ پوري خاص نه دئ كوم چي په افغاني ټولنه كي دود دئ، داخبره څه احتمال او وهم نه بلكي ديقين تر بريده رسېدلې خبره ده ځكه زموږ دمذهب يو معتمد كتاب ليكي:

… (إلى النيروز) هو أول يوم من الربيع تحل فيه الشمس برج الحمل، وهذا نيروز السلطان، ونيروز المجوس يوم … وعده البرجندي سبعة … (درالمختار ، ج : ۵، ص:۲۰۰ ، ط: شاملة)

ژباړه: … نوروز دحمل پر لومړۍ نېټه دئ او دغه نوروز ته سلطاني نوروز ويل كيږي او دمجوسيانو نوروز (په بله ورځ دئ)…او برجندي اوه نوروزه شمېرلي دي يعني داچي اصلاً اوه نوروزه سته.

په بل ځاى كي راځي:

…لِأَنَّ النَّيْرُوزَ مُخْتَلَفٌ بَيْنَ نَيْرُوزِ السُّلْطَانِ وَنَيْرُوزِ الدَّهَّاقِينَ وَنَيْرُوزِ الْمَجُوسِ ، كَذَا فِي الْكِفَايَةِ .درر الحكام شرح غرر الاحكام، ج : ۶، ص : ۲۸۱، رد المحتار ، ج  :۷ ، ص : ۳۲۹

ژباړه : … ځكه نوروز بېل ، بېل دئ، يو سلطاني نوروز دئ ، دالدهاقين نوروز دئ ، دمجوسو نوروز دئ.

په اسلام كي د يهوديانو ، مجوسيانو او نصرانيانو دنوروز منعه :

كوم وخت ،چي داسلام سپېڅلى دين وځلېدئ نورسول اللهr داسي دوې ورځي وليدې ،چي يوه دنوروز په نامه وه اوبله دمهرجان په نامه  وه ،رسول الله (ج) ددغه ورځو لمانځلو څخه خلك منعه كړه اودوى ته يې وفرمايل : الله(ج) ددغه ورځو په بدل كي تاسو ته تردغه غوره ورځي دركړې ،چي يوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دكوچنى اختر ورځ ده ،ځکه په يوه حديث کي راځي :

عن انس(رض)  قال : قدم رسول الله(ص)المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول اللهr قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر . (رواه ابوداؤد کذا في المشکوة ج:١،ص:١٢٦)

ژباړه : انسS فرمايي : رسول الله(ص)،چي مدينې ته تشريف راوړى دمدينې خلكو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولې رسول الله(ص)ورته وفرمايل : داکومي ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ دجاهليت (کفر) په وخت کي په دغه ورځو کي خوشالۍ کولې رسول اللهr ورته وفرمايل : الله(ص) دغه ورځي په دوو داسي  ورځو سره دربدلي کړې ،چي تردغه ورځو غوره دي يوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دکوچني اختر ورځ ده .

دپورتنى حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي : دغه ورځي ،چي دمدينې خلكو لمانځلې يوه دنوروز ورځ وه اوبله دمهرجان ورځ وه .( اشعة اللمعات علي المشکوة ج: ١، ص:٦٤٣) ۰۷۰۳۳۸۵۶۰۶

همداډول ملا علي قاري(رح) ددغه دوو ورځو په تعين کي فرمايي :

وهما يوم النيروز والمهرجان .( مرقاة ج:٣، ص:٥٤٣)

ژباړه : هغه دوې ورځي (،چي رسول اللهr منعه کړي دي) يوه دنوروز ورځ ده اوبله دمهرجان ورځ ده .

نوروزلمانځل نه يوازي چي په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکي دټولو اهل السنة والجامعة دعلماوو پراتفاق دئ ،چي دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو اودکفارو دود راژوندى كول جائز نه دي ځکه فقهآء ليکي:

من خرج الي السدة اي مجتمع اهل الكفرفي يوم النيروزكفرلان فيه اعلان الكفركانهم اعانهم عليهم.( شرح فقه الاكبر ص: ۲۳۰)

ژباړه . كه څوك دنوروز په ورځ دكافرانووټولۍ ته وواتى كافردئ ځكه دا اعلان دكفردئ ګويا دى ددوي سره پر نوروزباندي  كومك كوي.

دكفردحكم څخه موخه ډېرټينګاردئ ،چي په دې ورځ باندي مسلمانان بايد دكفري كاروڅخه ليري پاته سي .كه څوك ددوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كښي دود كړي اودا كفري رواج ځانته رواج كړي دابه ترهغه ډېره بده وي ځكه ،چي محضي ورتګ يې دومره سخت منعه دئ نوددوى تقليد به څومره منعه وي اوكه څوك ددغي ورځي دود ته په ښه دودووايي دكفروېره ده ځكه ملاعلي قاريF فرمايي:

اذا اجتمع المجوس يوم النيروزفقال مسلم سيرة حسنة وضعوها كفر .( ملاعالي قاري ص:۱۲۰)

ژباړه .كوم وخت ،چي مجوسيان راجمع سي دنوروزپه ورځ اويو مسلمان ووايي ،چي ښه خوى يې وضع كړى دئ كافردئ.

په بل ځاى کي راځي:

والاعطآء يوم النيروز والمهرجان لايجوز اي الهدايا باسم هذين اليومين حرام وان قصد تعظيمه کما يعظمه المشرکون يکفر قال ابوالحفص الکبير لو ان رجلا عبد الله خمسين سنة ثم اهدى لمشرک يوم النيروز بيضة يريد تعظيم يومه فقد کفر وحبط عمله .( الدرالمختار ج:٢، ص:٢٩٢)

ژباړه : دنوروز اومهرجان په ورځوكي ورکړه جائز نه ده يعني په دغه دوو ورځو کي ورکړه حرامه ده اوکه دچا موخه ددغه ورځو درنښت و لکه موجسيان چې کوي کفردئ . ابوحفص کبير فرمايي : که چا پدغه ورځ کي ددې ورځي ددرنښت په موخه کافرته يوه هګۍ ورکړه که څه هم پنځوس کاله يې دالله(ج) عبادت کړى وي هغه عبادت يې لمنځه ځي اوکافرکيږي.

داچي په افغانستان كي دنوروز ورځ لمانځل كيږي دا هم داسي حرامه ده لكه دمجوسيانو دنوروز ورځ چي مسلمانان ولمانځي په دې اړه بايد وويل سي چي څوك ددوو اخترو پرته بل اختر ټاكي دا كار جايز  نه دئ، داچي په دې كار سره دكافرانو سره مشابهت راځي بايد ونه  لمانځل سي ځكه  رسول الله(ص) فرمايي:

من تشبه بقوم فهومنهم .

ژباړه: څوك چي دنامسلمانوخلكوسره مشابهت كوي هغه دهغې ډلي څخه دئ.

بله خبره  داده چي په افغانستان كي چي دنوروز ورځ لمانځل كيږي ټولي داسي كړني پكښي ترسره كيږي چي دشريعت  څخه مخالفي دي ، لكه فحشاء كارونه كېدل ، موسيقي اورېدل ، په  مزار كي دجنډې پورته كېدل او داسي نور ، داټول كارونه په شريعت كي حرام دي څوك چي په دې ورځ باندي نوروز لمانځي اصلاً دغه ناروا كارونو ته مرسته ورسوي.

خو كه څوك وايي چي دا ورځ رخصتي ده دموسم نوى والى دئ زه غواړم چي په دې ورځ درخصتۍ څخه ګټه واخلم ، داسي تفريح وكړم چي په شريعت  كي جايز وي نو كولاى  سم چي په دې ورځ كومي خوا ته دتفريح په نيت ولاړ سم؟ ددغه كس په اړه بايد وويل سي چي لومړى خو دي دغه كس دخپلي رخصتۍ ورځ بدله كړي ډېر احتياط پكښې دئ كه يې نه بدلو نو په لاندي شرطونو باندي رخصتي كولاى  سي:

۱: په دې نيت به نه وزي چي دا دنوروز ورځ ده.

۲: دده په تګ سره به  دې ناروا دود او بدعاتو ته ترقي نه رسيږي.

۳: كوم بدعتونه چي څوك په دې ورځ ترسره  كوي په هغوى كي به شرك  نه ورسره  كوي.

۴:هيڅ داسي  عمل به نه كوي چي دكافرانو سره مشابهت پكښي راځي.

کما فی كتاب التمسك بالسنن لامام ذهبي رحمه الله ، المعرب للجواليقي 340 ، حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح، للعلامه الطحطاوي الحنفي.

کذا فی مختصر في أخبار البشر، بلوغ الارب للألوسي 1/348 ،  موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة 1/415، رسالة “تشبه الخسيس بأهل الخميس، ص:” 46 شــرح الفقه الأكبر لملا علي قاري، ص: 282 مخ ،مجلة الجامعة الإسلامية” 103- 104ګڼه، الإيضاح والتبيين لما وقع فيه الأكثرون من مشابهة المشركين،للعلامه التويجري، تاريخ اليعقوبي1/174.
کذا فی عون المعبود 3/485، مرقاة جلد: ٣\٥٤٣، العقود الدرية السلطانية،ص: 32 فيض القدير لعلامه مناوي، المرعاة شرح مشکواة، اشعة اللمعات شرح  مشکوة١\ ٦٤٣

­

والله اعلم

مولوي  عبدالهادي حماد

۸\۱۲\۱۳۹۲ هـ ش