مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت بلال (رض) اسلام او تکليفونه

د حضرت بلال (رض) اسلام او تکليفونه

د حضرت بلال (رض) اسلام او تکليفونه

          حضرت بلال(رض) يو نوموتي او مشهور  صحابي دئ چي د نبوي ﷺ مسجد لپاره درسول الله ﷺ په ژوند کي تل مؤذن  ( اذان کونکى ) پاته سوى دئ نوموړي د يوه  کافر  مريى و کله چي مسلمان سو  نو دمسلمان کېدو  له امله  ډېر تکليفونه ورکړل سوه ( اميه  بن خلف ) چي د مسلمانانو سخت دښمن و بلال(رض) به يې د غرمې په وخت  پر تودو شګو باندي ستوني ستخ  پرې ايستلى و بيا به يې  پر سينه باندي يو لو ډبره  ورکښېښوده  ددې لپاره چي ونه ښوري  وروسته به يې  ورته وويل : په دې سخت حالت کي مړ سه که خلاصون غواړي نو داسلام څخه  واوړه ، بلال>  په دې سخت حالت کي هم د(  اَحَد، اَحَد ) نارې وهلي يعني  داچي د عبادت  لايق يو الله(ج) دئ  ، د شپې به يې په ځنځيرانو ټينګ و تړى  بيا به يې  په کروړو (اغزنو لښتو) واهه  د ورځي به يې بيا په دغه زخمي بدن  پر تودو شګو  و غورزاوه  ددې لپاره  چي دسخت  عذاب  له امله به د اسلام څخه واوړي او يا  به په دې حالت  کي مړ سي  آن تر دې چي عذاب  ورکونکى به ستړى سو  نو ځکه به يې په عذاب ورکولو کي وارى سره کاوه کله به د ابو جهل وارى و  کله به د اميه بن خلف وارى و لنډه داچي هر سړي به کوشش کاوه چي نوموړي  مبارک صحابي  ته په عذاب ورکولو ځان ستړى کړي  کله چي ابو بکر صديق> دى مبارک  په داسي سخت حالت کښي  وليدئ  نو په  پيسو يې رانيوى بيايې آزاد کړي .

فايده :  بت پرستو عربو  به بتانو ته  خدايان ويل  ددې ناوړه کار په مقابله کښي اسلام و خلګو ته د توحيد( دخداى په يووالي) ښوونه کول يعني دا چي الله(ج) يو دئ بتان  خدايان نه دي همدا لامل وو چي بلال(رض) په ژبه  به په تکرار سره  وويل : يو دئ، يودئ ، دا دبلال(رض) دميني او محبت  خبره  وه چي د خپل يوه خداى(ج) سره يې درلوده موږ وينوچي يو څوک د بل چا سره د لنډ وخت لپاره ددرواغو  محبت لري هغه هم دخپل محبوب  په نوم اخيستلو سره خوند اخلي او بيا ، بيايې نوم اخلي نو دڅښتن تعالي(ج) سره چي څوک محبت اومينه لري ددې ميني به څه حال وي چي په دين او دنيا دواړو کي  په کار راځي همدا لامل ووچي بلال(رض) ته ډېر تکليفونه  ورکول کېده  آن تردې  چي د مکې هلکانو ته  به په لاس ورکړل سوتر څو د سپکاوي  په موخه يې په کوڅو کي وګرځوي اوده ته يوډول نه يوډول تکليف ورسوي خو د بلال(رض) زړه دالله(ج) ميني نيولى و د ( يو دى ، يو دى ) ذکر يې د خولې څخه نه اچوى  دده مبارک  د دومره  سختو تکليفونو تېرولو په بدله کي الله(ج) درسول الله ﷺ په دربار کي د مؤذن  دنده ورکړه  درسول الله ﷺ  سره په سفر  او کور دواړو  کي د آذان کولو  دنده دده د غاړي وه  کله چي رسول الله ﷺ وفات سو نوده درسول الله ﷺ څخه پرته  ژوند کول او درسول الله ﷺ ځاى خالي ليدل نه سواى  زغملاى نو ددې اراده يې وکړه  چي پاته ژوند په جهاد کي تېر کړي په همدې وجه د جهاد کولو په موخه  روان سو  تر يو وخته  پوري مدينې منورې ته نه راغلى  يو ځل يې  رسول الله ﷺ په خوب  وليدئ رسول الله ﷺ ورته وفرمايل : دا څه ظلم دئ ماته خو بيخي نه راځي ؟ کله چي بلال(رض) ويښ سو دستي د مدينې منورې  پر لور روان سو مدينې ته چي ورسېدئ حضرت حسن او حسين(رض) د اذان کولو امر ورته وکړى ده هم آذان وکړى ځکه د نازولو امر خو داسي نه و چي چا څه پکښي ويلي واى خلګو چي دده آذان واورېدئ درسول اللهﷺ خوږ ژوند ور ياد سو  دمدينې منورې په خلګو کي شورماشور ګډ سو ښځي هم د کورو څخه په ژړا راووتې (درسول الله ﷺ دبيلتون اور لمبه ، لمبه سو خو دچا لاس ته  شى نه ورتلى ). حضرت بلال(رض) د څو ورځو دتېرولو وروسته بېرته  ولاړى او په شلم هجري کال  کي  دمشق ته نژدې وفات سو .([1])

([1] ) اسدالغابة

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …

2 تبصیری

  1. Inpatient Drug Rehab Facilities Near Me

    Substance Abuse Disorder http://aaa-rehab.com Drug Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Couples Rehab
    http://aaa-rehab.com