مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۵)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۵)

بې حیایي – د پیل څخه تر پای پوري

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (2)

4). د زنا کوونکي په هکله د انسان د اعضاو شاهدي:

رحمة للعالمین حبیب خدا محمد مصطفیﷺ فرمایي چي کوم کس چي خپل لاس پر داسي ښځي کېښود، چي دده لپاره روا او حلاله نه وه او د شهوت سره یې پر کېښود نو د قیامت په ورځ به هغه کس په داسي حالت کي راشي چي دده لاس به دده د غاړي سره تړلی (بند) وي، او که هغه د ښځي څخه مچه هم واخیستل نو دده دواړي شونډي به په دوزخ کي پرې کړل شي او که ده زنا هم وکړل نو د قیامت په ورځ به د هغه ورون (پښه) پر هغه شاهدي ورکړي چي پر ما حرام کار کړل شوی دی، نو چي الله تعالی د قهر په نظر ورته وګوري، دده د مخ غوښي به ولویږي (توی شي) ، نو دا زنا کوونکی شخص به ووایي چي ما خو (زنا) نه ده کړې، نو ژبه به شاهدي پر ووایي، همدا ډول د ټولو اعضاوو ذکر راغلی دی.

[زواجر صفحه۲۲۵، جلد۲]

د قیامت د بېرونکو پېښو ذکر خو په کتابونو کي سلسله په سلسله را روان دی او دا سلسله جاري ده او تر قیامت پوري به جاري وي، په پورته ذکر شوي حدیث کي د زنا کوونکي شخص د بدني اعضاء په باره کي بیان راغلی دی، د حدیث شروع د انسان د لاس د غلط استعمال څخه شوې ده او پای یې هم ستاسو له نظره تېر شو، په قرآنکریم کي چي کوم امر شوی دی [د لیکني په تېرو برخو کي تاسي ولوستل] چي مسلمانان منع کړل شوي دي هغه داسي چي مسلمانانو تاسي زنا ته نژدې کېږی هم مه، اوس که یو کس د کومي غیر محرم ښځي سره په یواځيوالي کي ویني نو لازماً د هغو دوو سره دریم شیطان وي چي هغوی ورو ورو خطا باسي (غولوي) او په ګناه کي یې فساو کوي نو که یو کس د غیر محرم سره د کښېنستلو څخه ځان وساتي نو معلومه خبره ده چي هغه به د راتلونکو ټولو ورانو بدیو څخه محفوظ پاتي کېدلای شي، لکه چي وایي د کوچنیو ګناهونو څخه ځان وساته ځکه د کوچني ګناهونو څخه لوی ګناهونه زېږي.

اوس که یو انسان د یو غیر محرم سره په یواځیتوب کي کښېني نو معلومه خبره ده چي په خبرو کولو کولو که د انسان لاس د هغه خوا ته اوږد شي نو بیا د یو پسې بل دا بدي ډیریږي، تر دې حده انسان وړي چي د هغه څخه دا بد فعل واقع کیږي، چي هغه نېغ د جهنم په کنده کي غورځوي، ددې څخه معلومه شوه چي باید د کوچني څخه لا کوچني غیر شرعي غلطۍ څخه ځان وساتل شي، تر څو کوچنۍ غلطي د کومي لویي غلطۍ بنسټ جوړ نشي او انسان پرې ذلیل او بې عزته شي.

نور بیا…

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …