مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۷)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۷)

بې حیایي – د پیل څخه تر پای پوري

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (4)

7). د شیطان تاج په سر کول:

نبي کریمﷺ فرمایي چي بې شکه ابلیس (شیطان) په ځمکه کښي (پر ځمکه) خپل لښکر استوي او هغوی ته دا وایي چي که په تاسو کي څوک کوم مسلمان زیات ګمراه کړي نو هغه ته زه خپل تاج ور پر سر کوم، نو هغوی د حکم سره سم په ځمکه کي خپریږي او خپل خپل کار کوي، بیا چي کله ماښام بیرته راوګرځي نو هر شیطان خپلي کارنامې او کړني بیانوي، د هغو څخه یو وایي چي زه د فلاني سره مسلسل ورسره وم، تر دې ځایه چي هغه خپلي مېرمني ته طلاق ورکړ، نو دده د خبري په اورېدو ابلیس ووایي چي دا خو دي څه کمال نه دی کړی، هغه به د بلي ښځي سره واده وکړي،  بیا دوهم (شیطان) راځي او وایي چي زه د فلاني سره مسلسل ورسره وم تر دې ځایه چي دده او دده د ورور تر منځ مي دښمني واچول، نو ابلیس دده د خبري په اورېدو وایي چي دا خو… تا هیڅ کار نه دی کړی، هغوی به ډېر ژر سوله وکړي،  بیا یو بل شیطان راځي او خپل ورځنی کار بیانوي او وایي چي ما مسلسل په فلاني باندي د زنا د کولو کوښښ کاوه، تر دې چي په هغه کس مي زنا وکړل، نو ابلیس د هغه د خبري په اورېدو وایي چي دا تا ښه وکړل نو هغه ته ورنږدې کیږي او خپل د سر تاج هغه ته وراغوندي.

ددې حدیث د لوستلو څخه معلومیږي چي زنا څومره نفرت کوونکی جرم دی چي شیطان هم هغه د کمال جرم بولي حال دا چي په روایاتو کښي راځي چي طلاق د الله تعالی په وړاندي ډېر بدترین کار دی ځکه چي په دې سره ټوله کورنۍ په خپل منځ کي په جنجال اخته کیږي او ټول کورنی نظام د تباهۍ سره مخ کیږي، او ځیني وختونه د طلاق له امله د قتل و قتال تر پیښو خبره رسیږي خو ددې برسېره زنا لدې کار څخه هم شدید ترین څیز دی.

الله تعالی دي موږ ټول د شیطان د فریب کاری او غولوني څخه وساتي او د شریعت مطهره په پاکه سایه کي د ژوند تېرولو توفیق راکړي.

8).الهي عذاب ته بلنه:

حاکم د حضرت ابن عباس ؓ څخه روایت کوي چي رسول اکرمﷺ وفرمایل چي په کوم ځای کي چي زنا او سود خپور شي نو ګویا ددې ځای خلګو د خپل ځان لپاره الهي عذاب ته بلنه ورکړه.

په حدیث مبارک کښي د زنا او سود د الهي عذاب پر وعید که غور وشي نو موږ ته به په موجوده ټولنه کي دا خبره ښکاره په نظر راشي چي د نن په ټولنه کي ددې دواړو خطرناکو ناروغیو ریښې غځېدلي دي، چي له امله یې وخت په وخت الهي عذاب پر ډيرو ځایونو مسلط کیږي.

تاسي به اکثره اورېدلي وي چي نن په فلاني ځای کي د سخت طوفان له امله په سلګونو خلګ د مرګ خولې ته ورسېدل او په ځینو ځایونو کي د سیلاب او زلزلې سختي پر انسانیت د مرګ په شکل مسلط کیږي، نن په اروپایي هیوادونو کي ددا ډول عمومي عذاب د نازلېدو تر ټولو لوی همدا دوه سببونه دي، یو خو د هغوی ټول ټولنیز نظام پر سود چلیږی او دوهم د غرب هر دریم کور د زنا په وبا ککړ پروت دی.

زموږ خوږ نبي اکرمﷺ څوارلس سوه کاله مخکي د همدې شیانو په اړه مونږ ته خبر راکړی وو خو افسوس مسلمانان د نبوتﷺ د فرمانونو څخه غافل شول، چي په نتیجه کي یې نن دا دوې ناروغۍ کرار کرار په مسلمانه ټولنه کي هم ریښې غځوي چي له امله یې مسلمان ممالک هم د همدا ډول عمومي عذاب په غېږ کي دي.

زموږ د سترګو په وړاندي زیاتي پیښي داسي پیښي شوي دي چي الله تعالی ټوله ځای د خپل عذاب په غېږ کي ونيوی او بیا د څېړني وروسته موږ خبر شو چي دلته عیاشي او فحاشي عوج ته رسېدلې وه، پس کوم شخص چي پر الهي احکاماتو سترګي پټي کړي او بې خونده ګناهونو ته زړه ښه کوونکی وي نو د عمومي عذاب سایه به د هغه پر سر حتماً راشي.

الله عزوجل دي مونږ وساتي.

نور بیا…

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …