مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۴)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۴)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي(۱۱)

۱۹). د زاني لپاره خطرناکه سزا:

قال رسول اللهﷺ- ((ما من أحد أغیر من الله أن یری عبده أو أمته یزنی والله لو تعلمون ما أعلم لضحکتم قلیلاً و لبکیتم کثیرا، ألا و إن فی النار لتوابیت من نار فیها أقوام محبوسون فی تلک التوابیت فإذا سألو الراحة فتحت لهم تلک التوابیت فإذا فتحت بلغ شررها أهل جهنم فیستغیث أهل جهنم بصوت واحد ویقولون: اللهم العن أهل التوابیت وهم الذین یقتفون فروج النساء حراماً)) و لبکیتم کثیره پوري بخاري شریف حدیث ۱۰۴۴ کي د حضرت عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی [بحرالدموع ابن جوزیؒ]

نبي کریمﷺ فرمایي چي:

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي، نه دي هیڅوک چي هغه دي خپل غلام یا وینځه وویني ، ماسوا د الله تعالي څخه چې هغه هر څه ویني ، نو کله چې کوم غلام یا وینځه زنا کوي، الله تعالی یی ویني ، قسم په الله که چیرته تاسو په هغه څه خبر وي ، په کوم چي زه پوهیږم نو تاسو به کم خندلي وي، او ډیر به مو ژړلي وي، خبردار بیشکه په دوزخ کي تابونه دي، چي له اور څخه جوړ سوي دي، او په دغه تابونو کي خلک یا قونونه بند دي، نو کله چي دوی د راحت سوال وکړي نو دوی ته به دغه تابونه خلاص سي، نو کله چي دغه تابونه خلاص سي، نو د دغو خلاصوالي له وجي به د جهنم نور اهل او خاوندانو ته ضرر ورسیږي ، نو د جهنم دغه نور خلک به په یو غږ سره کومک وغواړی ، او دا به ووايی ، یا الله تعالي ته لعنت وکړي ، په اهل د دغو تابوتو باندي ، او دا د تابوتو خاوندان به هغه کسان وي ، چي د محرمو ښځو شرمګاوي به یي طلبولي.

دا حدیث مبارک خپلي مخي ته کښېږدی او تصور وکړی چي په بلېدونکي اور کي د تابوت والاوو څخه دوږخ هم بیزاري ښکاره کوي، حال دا چي هغوی خپله د اور په سختۍ کي شکېل دي خو د زنا کوونکو د عذاب اثرات دومره سخت دي چي هغوی ته یې تر اور زیات تکلیف ورکړ.

د لږ وخت لپاره دي انسان خپلي سترګي پټي کړي او دا تصور دي وکړي،ددې منظرې په فکر لا انسان لړزیږي.

نېکمرغي ده د هغه کس لپاره چا چي د جهنم د عذاب په هکله داسي علم تر لاسه کړ او بیا د هغه اور څخه د ځان ژغورلو په تدبیر پسې سو.

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …