مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ اور او تاريکۍ

ددوزخ اور او تاريکۍ

ددوزخ اور او تاريکۍ

رسول الله (ص) ددوزخ داور په اړه فرمايي: ددوزخ پر اور باندي زر کاله اور بل کړل سو چي رنګ يې سور وګرځېدئ ، بيا پر دغه اور باندي زر کاله نور اور بل سو دغه اور سپين سو ، بيا پر دغه اور باندي زرکاله نور اور بل سو دغه اور تور سو. ددوزخ داور دلمبو اوسنى رنګ تور دئ.([۱])

په يوه بل روايت کي راغلي دي چي ددوزخ اور دتاريکي شپې په څېر تاريک دئ. په بل روايت کي راغلي دي چي ددوزخ داور شغلې تاريکي دي. يعني داور دشغلو سره هم تل تاريک دئ.([۲])

دبخاري شريف په يوه روايت کي رغلي دي چي رسول الله(ص) وفرمايل: ددنيا اور ددوزخ داور اويايمه درجه دئ . اصحابانو(رض) رسول الله(ص) ته وويل: يارسول الله(ص)! دسوځلو لپاره خو ددې دنيا اور بس دئ، رسول الله۳ وفرمايل: (هو، دا اور يې بس دئ) مګر ددوزخ اور ددنيا تر اور نه شپېته درجې زيات ګرم دئ.

په يوه بل روايت کي راغلي دي چي که ددوزخ څخه يو دوزخي راوستل سي ددنيا په اور کي واچول سي ددنيا په اور کي به بيده سي.([۳])

ددې مطلب دادئ چي ددنيا اور ددوزخ اور ته دومري يخ دئ چي په دې اور کي به دوزخي بيخي دارامۍ او هوسايۍ احساس وکړي.

[۱] : ترمذي.

[۲] : ترغيب

[۳] : ترغيب

 

دغه هم وګوری

زنا د احادیثو مبارکه وو په رڼاکې۳

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۶)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (۳) ۵). د زنا په وخت کي د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *