ددوزخ طبقې

ددوزخ طبقې

مخکي تېر سوه چي ددوزخ اوه دروازې دي . الله(ج) فرمايي:

وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ (۴۳) لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِكُلِّ بَابٍ مِنْهُمْ جُزْءٌ  مَقْسُومٌ ([۱])

ژباړه : او بېشکه دوزخ ددوى ټولو سره وعده سوى دئ ، دوزخ لره اوه دروازې دي ، هري دروازې ته يې دګمراهانو يوه خاصه ډله ټاکل سوې ده.

دبيان القرآن مؤلف دپورتني  آيت په تفسير کي ليکي:

ځينو مفسرينو  داوو دروازو څخه اوه طبقې مراد کړي دي چي بېل بېل عذابونه الله(ج)پکښي پيدا کړي دي ، هر څوک چي دهر ډول عذاب مستحق وي په همغه طبقه کي عذاب ورکول کيږي چي دى يې لايق وي،  داچي هر طبقه علي حده دروازه لري له همدې امله دهري طبقې څخه په دروازه تعبير سوى دئ.

ځينو مفسرينو داوو دروازو څخه همدغه اوه دروازې مراد کړي دي ، تشريح يې په داسي ډول کوي چي الله (ج) ځکه دوزخ ته اوه دروازې پيدا کړي دي چي ددوزخيانو دډېروالي له امله دوزخ ته اوه دروازې پيدا کړي دي.

علامه ابن کثير(رح) دحضرت علي(رض) روايت رانقل کړي دي چي ده مبارک  داوو دروازو څخه هم دغه اوه دروازې مرادېدو ته په لاسو سره  اشاره کړې ده او فرمايلي يې دي: ددوزخ دروازې همداسي دي . ددغه اشارې څخه معلوميږي چي ددوزخ دسر څخه تر پاى پوري اوه طبقې لري او هره طبقه يې بېله ، بېله دروازه لري لکه چي الله(ج) فرمايي:

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ …([۲])

ژباړه : بېشکه منافقان به ددوزخ په هغه لاندي طبقه کي قرار لري.

مخورو علماؤ ددوزخ طبقې او هغه خلګ چي په دغه طبقو کي به لويږي په لاندي ډول يې تفصيل کړى دئ:

  1. تر ټولو لاندي طبقه ] هاويه [ نوميږي دغه طبقې ته به منافقان، فرعون او دده پيروان ورداخليږي
  2. تر ] هاويه [ طبقې لوړه طبقه ] جحيم [ نوميږي دغه طبقې ته به مشرکان ورداخليږي.
  3. تر ] جحيم [ طبقې لوړه طبقه ] سقر [ نوميږي دغه طبقې ته به لامذهبه او صائبين ورداخليږي.
  4. تر ] سقر [ طبقې لوړه طبقه ] لظي [ نوميږي دغه طبقې ته به ابليس (شيطان) ورداخليږي او هغه کسان به ورداخليږي چي دده پيروان وي.
  5. تر ] لظي [ طبقې لوړه طبقه ] حطمه [ نوميږي دغه طبقې ته به يهوديان ورداخليږئ
  6. تر ] حطمه [ طبقې لوړه طبقه ] سعير [ نوميږي دغه طبقې ته به نصرانيان ورداخليږئ.
  7. تر ] سعير [ طبقې لوړه طبقه ] جهنم [ نوميږي دغه طبقې ته به ګناهکار مسلمانان ورداخليږئ. پر دغه اومه طبقه بآندي پل صراط پروت دئ ، که څه پر ټولو طبقو باندي دجهنم اطلاق کيږي مګر په حقيقت کي جهنم ددغه يوې طبقې نوم دئ.

همدا ډول ليکل سوي دي چي دهرو دوو طبقو ترمنځ اوه سوه کاله مزل واټن دئ.

[۱] : سورة حجر الايتان ٤٣ ، ٤٤

[۲] : سورة نساء الاية ١٤٥

—————————————-

مأخذ: دوزخ او د دوزخیانو حالات

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

ددوزخيانو پوستونه به واړول سي

ددوزخيانو پوستونه به واړول سي

په ډول ، ډول روشونو سره دوزخيانو ته عذاب ورکول کېدل ددوزخيانو پوستونه به واړول …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *