مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ دبلېدو توکي

ددوزخ دبلېدو توکي

ددوزخ دبلېدو توکي

داچي ددوزخ اور به په څه شي بليږي الله(ج) يې په اړه فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ([۱])

ژباړه : اې ايمان والاوو و! خپل ځانونه او خپلي کورنۍ ددوزخ ناراً داور څخه وساتئ چي اور يې په انسانانو او ډبرو بليږي.

فايده : الله(ج) په قرآنکريم کي فرمايي چي ددوزخ اور به په ډبرو بليږي دا څنګه ډبري دي؟ ابن مسعود(رض) يې په اړه فرمايي: ددوزخ دبلېدو مواد او بوټي به د کبريت (ګوګوړو) ډبري وي چي لوى څښتن تعالى(ج)په خپل کامل قدرت سره پيدا کړي دي او دا ډبري دکافرانو دعذاب لپاره اماده سوي دي.([۲])

ددې ډبرو ترڅنګ به دوزخ ته هغه بتان هم ورواچول سي کوم چي مشرکانو يې عبادت کاوه او يايې کوي ځکه الله(ج) په سورة انبياء کي فرمايي:

إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ([۳])

ژباړه : بېشکه تاسو او هغه شي چي تاسو يې عبادت کوئ ددوزخ دسوځلو بوټي دي ، تاسو به دغه جهنم ته ورداخلېږئ.

[۱] : سورة تحريم الاية ٦

[۲] : حاکم

[۳] : سورة انبياء الاية ٩٨

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه:

ددوزخ طبقې

مأخذ: د دوزخ او دوزخیانو حالات

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد(حفظه الله)

 

 

 

 

دغه هم وګوری

لوی ګناهونه ۱

لومړۍ لويه ګناه

لومړۍ لويه ګناه دالله جل جلاله  سره شريك نيول (لوى شرك) دلوی شرک په اړه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *