مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ دعذابونو اندازه

ددوزخ دعذابونو اندازه

ددوزخ دعذابونو اندازه

رسول الله(ص) فرمايلي دي: هغه څوک چي تر ټولو لږه اندازه دعذاب ورکول کيږي هغه څوک دئ چي داور څپلۍ به ورپه پښو کړل سي او له امله به يې دسر ماغزه داسي ايشي لکه ديګ چي ايشي، دغه دوزخي به فکر کوي چي زما عذاب به تر ټولو سخت وي حال داچي دده عذاب به تر ټولو لږ وي.([1])

دمسلم شريف په يوه بل روايت کي راغلي دي چي رسول الله(ص) فرمايلي دي : ددوزخيانو څخه به داسي څوک چي په دنيا کي ډېر نعمتونه ورکړل سوي وي او ډېر هوسا او په نعمتونو کي يې ژوند کړى وي دقيامت په ورځ چي په دوزخ کي يوه غوټه ورکړل سي بيا به پوښتنه ځني وکړل سي چي ايا تا يو وخت ارامي اوهوسايي ليدلې ده؟ دى په جواب کي ورته ووايي : په الله(ج) قسم کوم چي په ټول عمر مي ارامي او هوسايي نه ده ليدلې. (تردې وروسته رسول الله(ص) وفرمايل:) بيا دجنتيانو  څخه يو کس ته په جنت کي غوټه ورکړل سي چي په دنيا کي يې ډېر په سختيو کي ژوند کړى وي او ډېر تکليفونه پر تېر سوي وي ، بيا به پوښتنه ځني وسي چي ايا تا په ټول عمر کي يوه ورځ تکليف ليدلى دئ؟ دى په جواب کي ورته ووايي: په الله(ج) قسم کوم چي ما هيڅ وخت تکليف نه دى ليدلى او نه تکليفونه رابآندي تېر سوي دي.

[1] : بخاري ومسلم

مأخذ: ددوزخ او دوزخيانو حالات

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …