مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اهل قبله د تکفیر د ممانعت د مسئلې اصل مأخذ او حقیقت

د اهل قبله د تکفیر د ممانعت د مسئلې اصل مأخذ او حقیقت

د اهل قبله د تکفیر د ممانعت د مسئلې اصل مأخذ او حقیقت

مصنف نورالله مرقده فرمایي چي: یاد لره! اهل قبله ته د کافر ویلو د ممانعت لاندي د مسئلې د بحث اصلي مأخذ د ”سنن ابوداود” باب الجهاد جلد: ۱، صفحه: ۲۴۳ یو حدیث دی په کوم کي چي حضرت انس ؓ د رسول اللهﷺ څخه روایت کوي چي رسول اللهﷺ وفرمایل:

درې څیزونه اصل ایمان دی:

۱). د لااله الاالله ویونکي (پر ځان او مال) تېری نه کول.

۲). د کومي ګناه د ارتکاب پر اساس هغه ته کافر نه ویل.

۳). د کوم عمل په سبب هغه د اسلام څخه نه ایستل.

په دې حدیث کي د شریعت د عرف مطابق د ګناه څخه یقیناً هغه ګناه مراد ده چي کفر نه وي او بالکل همدا ډول دا جمله د امام ابوحنیفه ؒ او نورو څخه لکه د امام شافعي ؒ څخه په ”الیواقیت” کي نقل ده، او د سفیان بن عینیه څخه حُمیدي د خپل مسند په آخري کي نقل کړې ده، او ددې علاوه د دین د امامانو په تعبیرونو او اقوالو کي د ګناه د قید سره وارد سوې ده (یعني په کوم ډول چي په حدیث کي ”لایکفره بذنب” راغلی دی همدا ډول د ائمه وو هم ”لانکفر اهل القبله بذنب” فرمایي.

لکه څنګه چي په ”الیواقیت والجواهر” کي په جلد: ۲، صفحه: ۱۲۳ کي د امام شافعي ؒ څخه نقل دی خو د څه وخت وروسته ظاهر پرستو، ځیني جاهلانو او ځیني ملحدانو د هغو ائمه وو د اقوالو څخه د ”ګناه” قید وغورځوی او ”لانکفر اهل القبله” یې پرېښودی او د هغو ائمه وو اقوال یې بې ځایه استعمالول (چي د هغو ائمه وو په وړاندي د هیڅ کوم اهل القبله تکفیر جایز نه دی، ښکاره ده چي دا یو روښانه تحریف او پر ائمه وو بهتان دی.

نور بیا…

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د روژه مات او پيشلمي وختونه فروفایل

د روژه مات او پیشلمي وختونه او د روژي او زکات اړوند ضروري مسئلي

Related

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *