مخپاڼه / بیلا بیل / غالي په هر صورت کافر دی

غالي په هر صورت کافر دی

غالي په هر صورت کافر دی:

ملا عبدالعزیز البخاري ؒ په ”تحقیق شرح اصول حسامي” کي د اجماع تر بحث لاندي په صفحه: ۲۰۸ کي

”اِنْ غَلا فیه” (ای فی هواه) لاندي لیکي:

”که کوم ګمراه ډلي والا په خپل باطل عقیده کښي غلو اختیار کړه او تر حد یې تجاوز او تېری وکړ نو هغه کافر ګڼل ضروري دي، په داسي صورت کي د اهل حق سره د هغه موافقت یا مخالفت ته هم اعتبار نه کیږي، ددې لپاره چي هغه په مسلمه امت (مسلمانانو) کي داخل ونه اوسېدی، کومو ته چي د ځان او مال امان حاصل دی، که څه هم هغه د قبلې طرف ته په مخ کولو لمونځ کوي او خپل ځان مسلمان بولي، ددې لپاره چي مسلمه امت (مسلمانان) د هري قبلې طرف ته په مخ کولو د لمونځ کوونکي نوم نه دی، بلکي مسلمان هغه شخص دی د کوم چي ټوله دین اسلام او یقیني عقاید او قطعي احکامو باندي ایمان وي، دا شخص یقیناً کافر دی که څه هم هغه ځان کافر نه بولي.

مصنف رحمة الله علیه لیکي، په “کشف” شرح “بزدوی” جلد: ۳، صفحه: ۲۳۸ کي تر اجماع لاندي او د آمدی کتاب “الاحکام” جلد: ۱، صفحه: ۳۲۶ کي تر “شپږمه مسلې” لاندي عیناً همدا څېړنه ذکر کوي.

علامه شامي ؒ په “ردالمختار” جلد: ۱، صفحه: ۳۷۷، نوې طبع ۱۳۲۴ھ صفحه: ۵۲۴ کي د “امامت” تر مسئلې لاندي او په جلد: ۱، صفحه: ۶۲۲ کي “د وترو انکار” مسئلې لاندي لیکي:

“ددې شخص په کافروالي کي هیڅ اختلاف نه دی کوم چي د اسلام د ضروریاتو (د دین یقیني او قطعي عقاید و احکام) مخالف وي، که څه هم هغه د اهل قبله وو څخه وي او ټول عمر د عباداتو او اطاعاتو پابند پاته شوی وي، لکه څنګه چي (شیخ ابن همام ؒ ) په “شرح تحریر” کي بیان کړی دی.

ددې وروسته په جلد: ۱، صفحه: ۵۲۵ کي لیکي:

“(صاحب البحر الرائق) وفرمایل چي حاصل دادی چي د حنفیه ددې قول مراد چي: “د اهل حق کوم مخالف شخص یا ډلي ته دي کافر ونه ویل شي” دادی چي هغه شخص یا ډله، د هغه مسلمه اصولو مخالف نه وي، کوم چي د دین کېدل یې مشهوره او یقیني دي، په دې په ښه ډول پوه شه”.

نور بیا…

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د علم فضیلت

د علم فضیلت

د علم فضیلت امام مالک بن انس رحمه الله ته ځیني زاهدانو په پوره ټینګار …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *