مخپاڼه / بیلا بیل / دستر لارښود د نامه حق ادا کول پکار دي!

دستر لارښود د نامه حق ادا کول پکار دي!

 څلوېښتم درس:

دستر لارښود د نامه حق ادا کول پکار دي!
حضرت کعب بن عجرة رض وايي چي نبي صلي الله عليه وسلم موږ ته وفرمايل: منبر ته رانژدې سئ. نو موږ منبر ته رانژدې سوو. نبي صلي الله عليه وسلم منبر ته وختى پر اوله زينه چي يې پښه کښېښودل “آمين” يې ووايه. بيا چي يې پر دوهمه زينه پښه کښېښودل “آمين” يې ووايه. بيا چي يې پر درېيمه زينه پښه کښېښوده “آمين” يې ووايه. کله چي نبي صلي الله عليه وسلم د منبر څخه راکښته سو موږ پوښتنه ځني وکړه، چي يا رسول الله! نن موږ ستا څخه (د منبر ختلو په وخت کي) داسي څه واؤرېدل چي نور وخت مو نه وه اورېدلي؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل: جبرئيل ع زما مخته راغلئ (ما چي د منبر پر اوله زينه پښه کښېښوده) ده راته وويل: هغه څوک دي هلاک وي چي د روژې مياشت راسي او ده ته مغفرت نه وسي. ما ورته وويل: آمين! کله چي ما پر دوهمه زينه پښه کښېښوده جبرئيل ع راته وويل: هغه سړى دي هلاک وي چي ستا نوم د ده په وړاندي ذکر سي او دى پر تا باندي درود و نه وايي. ما ورته وويل: آمين! کله چي ما پر درېيمه زينه باندي پښه کښېښوده جبرئيل ع راته وويل: هغه څوک دي هلاک وي چي مور او پلار دواړه او يا يو د دوى څخه د سپين ږيروالي په وخت کي ولري او دى په دوى باندي جنت ته داخل نه سي. ما ورته وويل: آمين!
عن کعب بن عجرةقال: قال رسول الله: احضروا المنبر فحضرنا فلما ارتقى درجة، قال: آمين! فلما ارتقي الدرجه الثانية، قال: آمين! فلما ارتقى الدرجة الثالثه، قال: آمين! فلما نزل قلنا: يا رسول الله! لقد سمعنا منک اليوم شيئا ماکنانسمعه. قال: ان جبرئيل عرض لي بعد من ادرک رمضان فلم يغفرله، قلت: آمين! فلما رقيت الثانية قال: بعد من ذکرت عنده فلم يصل عليک. قلت: آمين! فلما رقيت الثالثة قال: بعد من ادرک ابويه الکبر عنده او احدهما فلم يدخلاه الجنة. قلت آمين! . اخرجه: الطبراني في “الكبير” ۱۹/ (۳۱۵) ، الحاكم ۴/۱۵۳-۱۵۴٫
تشریح: په دې حديث کي جبرئيل ع درې ښراوي کړي دي او نبي صلي الله عليه وسلم “آمين” پر ويلى دئ. لومړى خو د جبرئيل ع ښراوي څه اسانه خبره نه ده بيا چي نبي صلي الله عليه وسلم “آمين” پر ويلى دئ، نو څه حال به يې وي؟ نو سختۍ يې ښکاره دي. الله جل جلاله دي په خپل فضل سره موږ ته د دې درو ښراوو څخه د ساتني توفيق راکړي او د دې بدو کارو څخه دي مو الله جل جلاله وساتي که نه نو بيا زموږ په هلاک کېدو کي هيڅ شک نه سته.
په پورته روایت کي یوه ښرا د هغه چا لپاره سوې ده چي په وړاندي يې د نبي صلي الله عليه وسلم مبارک نوم ذکر سي او دى درود شريف نه ووايي. دغه مضمون په نورو روايتو کي هم راغلی دئ. په همدې وجه ځينو علماوو ويلي دي چه کله د نبي صلي الله عليه وسلم نوم مبارک ذکر سي نو درود ويل واجب دئ.
د پورتني حديث پرته په نورو روايتو کي هم د هغه چا لپاره ډيري سزاگاني راغلي دي چي په وړاندي يې د نبي صلي الله عليه وسلم نوم ذکر سي او دى درود و نه وايي. په ځينو حديثو کي دغه کس د بخيلانو په ډله کي داخل بلل سوى دئ. همدا ډول بې وفا، د جنت د لاري هېرېدونکي آن تر دې چي په دوږخ کي داخل او بې دينه ورته ويل سوي دي او دا هم راغلي دي چي دغه کس به د نبي صلي الله عليه وسلم مخ و نه ويني.
تحقيق کوونکو عالمانو که څه هم د دې حديثونو تأويل کړى دئ خو پر نبي صلي الله عليه وسلم باندي د درود پرېښودونکي چا لپاره نبي صلي الله عليه وسلم کوم ښکاره سختي بيان کړې ده، د دې زغمل گران کار دئ. ولي به نه وي؟! ځکه چي د نبي صلي الله عليه وسلم احسانات د خپل امت لپاره تر دې هم زيات دي چي په ليکلو او ويلو کي نه راځي، د دې څخه علاوه رسول الله صلي الله عليه وسلم پر امت باندي دومره حقونه لري چي و درود نه ويونکي ته هر څومره سزاوي وويل سي ورسره مناسبي دي.
او درود شريف دومره فضائل لري چي د هغو څخه بې برخي کېدل ځانته بدبختي ده تر دې به نو لوی فضيلت چيري وي چي څوک پر نبي صلي الله عليه وسلم باندي يو وار درود شريف ووايي الله جل جلاله پر هغه باندي لس واره رحمت نازلوي. د دې سره – سره د ملايکو دعا، د گناهونو بخښه، د درجو لوړېدل، د اُحد د غره په څېر ثواب پيدا کول، شفاعت ورته واجبېدل او داسي نور هم د درود ويلو پايله ده. همدا ډول د الله جل جلاله رحمت تر لاسه کول، د الله جل جلاله د غوسې څخه خلاصون، د قيامت د سختيو څخه خلاصون، د مرگ په وخت کي په جنت کي خپل ځان ليدل او داسي نور د درود شريف ويلو ځانگړي خصوصيتونه دي.
همدا ډول په درود شريف ويلو سره مسکنت ليري کېږي، د الله جل جلاله او د رسول صلي الله عليه وسلم په دربار کي نژدېکت پيدا کېږي، پر دښمنانو باندي برلاسي پيدا کېږي، د زړه څخه نفاق او زنگ ليري کېږي، د خلگو محبت ورسره پيداکېږي. همدا ډول په ډيرو حديثونو کي د درود شريف نور فضائل هم راغلي دي. د فقهي شريفي عالمان په دې خبره په اتفاق دي چي په ټول عمر کي يو ځل عملاً درود شريف ويل واجب دئ او ځينو علماوو اختلاف کړى دئ، وايي چي د نبي صلي الله عليه وسلم د هر ځلي نامه ذکر کېدو سره درود شريف ويل واجب دئ او ځينو بيا ويلي دي چي مستحب دي.
ذکره مولانا زکریا في فضائل رمضان.

څوک غواړي چي عالم سي آخري څلویښتم حدیث شریف

دغه هم وګوری

د پوستکی سرطان

د پوستکي سرطان

د پوستکي سرطان د پوستکی سرطان ډیری وخت په پوستکي کې د یوه بدلون په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *