مخپاڼه / بیلا بیل / ګټوري میوي (دوهمه برخه)

ګټوري میوي (دوهمه برخه)

ډنډر لرونکي سابه چي اومه او پاخه خوړل کيږي :

ژباړه: ډاکټر شفیق الله افغان

که پښۍ ، رواش او ورته نورو سبو ته ځير شو نو د هډوکو بڼه لري ، په هډوکو کي ٢٣ سلنه سوډيم شته، چي په دغه راز سبو کي د سوډيم اندازه هم درويشت سلني ته رسيږي ، که چېري په خپل ورځني خوراک کي په کافي اندازه سوډيم ترلاسه نکړو ، نو هډوکي چي د وجود اصلي بڼه جوړوي کمزوري کيږي ، نو دغه راز سبزي کولای شي چي په وجود کي د کلسيم تشه يا کمبود ډک کړي .

انځر: انځر يا انجير له ګڼ شمېر زړو څخه جوړ شوی ، او که په ونه کي  د ميوي په وخت کي ورته ځير شو نو د دوه توپونو بڼي په شان راځوړند وي .د انځر خوړل په انسان کي د سپرم خوځښت په چټکه توګه زياتوي ، او کله داسي هم کيداي شي چي د انځر خوړل نارينه له شنډ توب څخه وژغوري .

خواږه کچالو: د خوږو  کچالو بڼه  په وجود کي د تريخي يا پانقرانس غوندي ښکاري ، چي په حقيقت کي د ګليسيرين انډول او د شکري حالت تنظيموي .

زيتون: زچي يادونه په قرأنکريم کي هم شوېده د بدن لپاره ډېره ګټه لري، دغه نبات د هګيو په فعالولو کي ځانګړی رول لري .

مالټه: نارنج ، مالټه ، کينو او د ستروس(نارنج ته ورته ميوې) کورنۍ د ښځينه و بڼه لري چي تل په پرده کي پټ وي ، چي په حقيقت کي د سينه د لويدو ، په بدن کي د يو ډول ځانګړي مايع د خوځښت او ورته نورو حرکتونو لامل ګرځي .

پياز: پياز د انسان د بدن د حجرو بڼه لري ، وروستيو څيړنو ښوولي چي پياز د انسان له بدن څخه ټول بيکاره مواد پاکوي ، کله چي پياز ټوټه کوو نو د اوښکو بهولو لامل ګرځي ، چي اوښکي بهيدل د سترګو مخاطی پوښ يا طبقه مينځي .180

هوږه: هوږه هم په بدن کي د پياز د يو همکار دنده ترسره کوي ، او له وجود څخه د بيکار شيانو په لېري کولو او هغه مضر توکي چي په بدن کي موجود وي په بنسټيزه توګه له منځه وړي .
راځئ چي د خدای پاک پر دي ټولو نعمتونو شکر وباسو، چي نور هم راته زيات شي.

دغه هم وګوری

تعلیم القرآن راډیو

په جماعت سره لمونځ اداکول

دلمانځه کمال او دکونکي جمال دئ لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد درنولوستونکو!څرګنده خبره ده ؛څومره ، …