مخپاڼه / ورځنی حدیث / د يوه مؤمن پر بل مؤمن حقوق

د يوه مؤمن پر بل مؤمن حقوق

د يوه مؤمن پر بل مؤمن حقوق :

لِلْمُؤْمِنِ عَلَى الْمُؤْمِنِ سِتَّ خِصَالٍ يَعُوْدُهُ اِذَا مَرِضَ وَيَشْهَدُ اِذَا مَاتَ وَ يُجِيْبَهُ اِذَا دَعَاهُ وَيُسَلِّمُ عَلَيْهِ اِذَا لَقِيَهُ وَيُشَمِّتَهُ اِذَا عَطَسَ وَيَنْصَحُ لَهُ اِذَا غَابَ اَوْ شَهِدَ.( [1]

ترجمه : د يو مؤمن پر بل مؤمن باندي شپږ حقه دي :

(۱) كله چي يو مسلمان ناروغ سي بل به يې پوښتنه كوي.

(۲) كله چي مسلمان مړ سي په جنازه كي به يې ګډون كوي .

(۳) كله چي ده ته دميلمستيا بلنه وسي ميلمستيا به قبلوي

(۴) كله چي يو دبل سره يوځاى سي نو سلام به ور اچوي.

(۵) كله چي يو مسلمان و ترچي (او الحمدلله ووايي) د هغه جواب به وركوي (په يرحمك الله سره) .

(۶) يو مؤمن به دبل مؤمن خير خواه وي كه دا بل مؤمن حاضر وي كه غائب.

[1]   عن ابي هريرة (رض) قال : قال رسول الله (ص) للمؤمن ….. الخ . مشكوة ج ۲ صـ ۳۹۷.

د يوه مؤمن پر بل مؤمن حقوق

دغه هم وګوری

مسواک وهل د الله (ج) د خوښی سبب(الحدیث)

مسواک وهل د الله (ج) د خوښی سبب(الحدیث) السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ  . …