مخپاڼه / بیلا بیل / ولي حسرت وکړو؟

ولي حسرت وکړو؟

ولي حسرت وکړو!؟

ژباړه:- حضرت محمد خُرم

مونږ ماضي (تیر وخت) ته تغیر نشو ورکولای او نه مستقبل(راتلونکی وخت) ترسیم کولای شو، نو په هغه څه چې تغیر نشو ورکولای؛ ولي حسرت او افسوس وکړو؟

ژوند لنډ دی موخې ‌‌‌‌‌‌ډيرې دي، که د ژوند په مسیر کې له ستونزو سره مخ شوې، خاورو ته مه ګوره، بلکي تیزو تلونکو وریځو ته وګوره؛ باید د راتلونکو ښو شېبو په تمه خوشحال و اوسې.

د (ټایټانیک) بېړۍ په سلهاوو کسانو جوړه کړه، مګر د نوح علیه السلام بېړۍ یوه کس جوړه کړه؛ ټایټانیک غرقه شوه، خو د نوح علیه السلام بېړۍ بشریت ته نجات ورکړ.

توفیق د الله جل جلاله له طرفه دی.

موږ د ځمکې په کُره کې د اوسیدلو لپاره نه یو راغلي!! بلکي موږ په جنت پورې تعلق لرو، ځکه زمونږ پلار آدم علیه السلام اول هلته اوسېده، هغه ځمکې ته موقتاً د دې لپاره راولېږل شو چې یو لنډ امتحان ورکړي او بېرته ژر ور وګرځي…
نو کوښښ کوه چې تر خپلې وسې پورې ښه اعمال وکړې، تر څو بېرته خپل ښکلي وطن ته ور وګرځې او خپل وخت په دې فاني نړۍ کې بې ځایه مه مصرفوه.

جدایي:
جدایي سفر ته نه ویل کیږي او نه د مینې جدایي جلا والی بلل کیږي، حتی مرګ هم جدایي نه ده ځکه موږ په آخرت کې بیا سره یو ځای کیږو؛ بلکي جدایي دې ته وایي: چې زموږ ځينې په جنت کې وي او د ځينې نورو ځای اور شي.

ژوند بل څه نه دی؛ یوه لنډه کیسه ګۍ ده!!
پس داسې ژوند وکړه چې الله جل جلاله در څخه راضي وي؛ تر څو دې خوشبختي نصیب شي.

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …