مخپاڼه / بیلا بیل / مسلک مو مديريت کړئ!

مسلک مو مديريت کړئ!

مسلک مو مديريت کړئ!

را لېږونکی: عمادالله

د کئرير مديريت د مسلکي ژوند تنظيم ، پلانګذارۍ او کنټرول ته وايي . ددې برخلاف چي هر څه مو په ژوند کي واقع شي !

بايد هدف او پلان ولرئ چي څنګه ورته ځانونه ورسوئ.

پلان مو بايد تفصيلي بڼه ولرې چي چيرته تلل غواړى څه غواړي چي شي، څنګه به ځان ورته رسوي ، او څومره وخت به په بر کي ونيسي .

پلان بايد د شخصي مقصدونو او اهدافو لپاره وي ، د مسلك د پرمختګ اداره کول مو توانمندوي تر څو د غلطيو مخنيوي وکړي ، او په ډير اعتماد سره ژوند پرمخ يوسئ او د راتلونكې په لور مثبت عملي ګامونه واخلئ.

د مسلك مديريت درسره د مسلك په وده ، پرمختګ او د لورې په ټاکلو او ساتلو کي کمک کوي.

په برياليتوب سره د مسلك د مدیریت شروع په ښوونځي يا پوهنتون کي دشمولیت د لمړنۍ ورځي د لمړي قدم وهلو نه کیږي نو بايد مخکې له پوهنځي د شمولیت نه د خپل راتلونکې ژوند لپاره اهداف مو مشخص کړئ تر څو عمري مسلک ته په سمه توګه چمتوالى ونیسئ .

مخکې د پوهنځي ټاکلو نه لاندنيو دري پوښتنو ته متوجه شئ:

اول: په کومه برخه کې وړتياوي لري ( طبعی علوم او که ټولنیز علوم)؟

دویم : کاري زوق مو څه ډول دى ؟

دریم : او په ورځنيو کارنو کې د خپل ځان څنګه ارزونه کوئ؟

که پورته پوښتنو ته پاملرنه وکړى شي نو خپل ځان به وپيژني او پوه به شي چي چيرته برياليتوب موندلى شي .

په پوښتنو کولو کې مه ويريږئ ، خپل ځان وپوښتئ چي د کار د اجرا وړتيا لري او په کومه مشخصه برخه كې درته برياليتوب ښکاري . که چيرته مو ځواب هو وي، نو بيا اهدافو ته د رسيدلو په لټه کي شئ.

ټولنيز نيټورک په ياد ولرئ ، د خپلو اړيكو استفاده وکړئ ، هر څومره چي ممكن وي ډير خلک او نظريات ولټوئ . ځکه تاسي نه پوهيږئ چي بله دروازه به چيرته خلاصه وي. په رتبه کې پورته همکاران او مشاورين د خپلو هيلو او پلانونو خبر کړئ – دوي پوهيږي چي ته بايد څه وکړي!

نور بیا…

 

دغه هم وګوری

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه لیکنه: حامد افغان کیسه کا: یوه سړي غلام اخيستی، خرڅوونکي ورته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *