مخپاڼه / بیلا بیل / دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي

دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي

څلور دېرشم درس:
دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي.
حضرت انس رض فرمايي: ما رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ! ما ته دعا وكړه چي الله جل جلاله مي داسي څوك جوړكړي چي دعا مي قبلېږي. رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وفرمايل: خپل كسب دي د حرامو څخه پاك كړه دعا دي قبلېږي. هر سړى چي يوه گوله حرام شی خولې ته پورته كړي څلوېښت ورځي يې دعا نه قبلېږي.
دپورتني مبارک حدیث الفاظ او حواله:
وروى أبان بن أبي عياش عن أنس قال: قلت: يا رسول الله ! إجعلني مستجاب الدعوة. قال: يا أنس! أطب كسبك تستجاب دعوتك فإن الرجل ليرفع إلى فيه اللقمة من حرام فلا تستجاب له دعوته أربعين يوما. (الترغیب والترهیب، ج: ۲، ص: ۴۰، باب الترهیب من أکل الحرام.
یادونه:
، مال په باطله طريقه سره خوړل پر دوه (٢) ډوله دي: يو ډول يې دا دئ، چي په ظلم، دوكه، خيانت او يا په غلاسره د يو چا مال وخوري. دوهم ډول يې دا دئ، چي په ايله توب يا په بازۍ سره د يو چا مال وخوري لكه قمار يا داسى نور، دغه دواړه ډولونه باطل دي الله جل جلاله يې منعه كړې ده.
په یوه روایت کي راغلي دي: څوك چي د دې پروا نه كوي چي پيسې مي د كومي خوا راځي (يعني حلالي دي كه حرامي)؟ الله جل جلاله د ده پروا نه كوي چي د كومي دروازې څخه دوږخ ته ننوځي. کنز العمال، رقم: ۹۲۷۱.
حضرت ابوهريرة رض فرمايي: كه د يو چا په خوله كي خاوري وي تر دې ښه دي چي خولې ته حرام وړي. شعب الایمان برقم: ۵۳۷۹.

دالله جل جلاله حقوق برپایه کول په ضعیف ایمان ممکن دي خو دبندګانو حققوق ساتل قوي ایمان غواړي.

دغه هم وګوری

nuh

دعا

دعا ژباړه: وحیدالله د ټول جهان واکداره! ته هر څه لرې او هر څه کولی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *