مخپاڼه / بیلا بیل / په جماعت کي سیده صفونه لویه نېکمرغي ده!

په جماعت کي سیده صفونه لویه نېکمرغي ده!

نهه دېرشم درس:
په جماعت کي سیده صفونه لویه نېکمرغي ده!
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: چا که صفونه سره يوځاى کړه (يعني په منځ کي يې خالي ځاى وو هغه يې پوره کړ) الله جل جلاله به يې د جنت سره يوځاى کړي اوکوم چا که صفونه سره پرې کړه الله جل جلاله به يې د جنت څخه پرې کړي.
عن عبد الله بن عمر أن رسول الله صلي الله عليه وسلم قال: من وصل صفا وصله الله، ومن قطع صفا قطعه. (النسائي في سننه، ج: ۲، ص:۹۳، ح: ۸۱۹)
دپورتني مبارک حدیث الفاظ او حواله:
بل ځای کي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: الله جل جلاله او ملايکي پر هغه کسانو باندي درود وايي چي صفونه برابروي.
(أخرجه أبو داود: ۱/۱۴۹، رقم: ۵۴۳، والبيهقى: ۲/۲۰، رقم: ۲۱۱۸)
په يوه بل حديث کي راغلي دي، چي رسول الله صلي الله عليه وسلم به په خپل لاس صفونه برابرول او فرمايل به يې: تاسو صفونه برابروئ که نه نو ستاسو زړونه به سره مختلف سي.
عن أبي مسعود قال: كان رسول الله  يقيم مناكبنا في الصلاة ويقول: لا تختلفوا فتختلف قلوبكم. (الطبراني في معجمه الكبير، ج: ۱۷، ص: ۲۱۵، ح:۵۸۷)

په جماعت کي سیده صفونه لویه نېکمرغي ده!

دغه هم وګوری

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه

د چغلګر غلام کیسه لیکنه: حامد افغان کیسه کا: یوه سړي غلام اخيستی، خرڅوونکي ورته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *